په ننګرهار کې یو شمېر پخواني نظامیان: طالبان مو په زوره کورونه غصبوي
په ننګرهار ولایت کې یو شمېر پخواني افغان پوځیان ادعا کوي، چې له څو ورځو راپه دېخوا په دغه ولایت کې د طالبانو د درېیمې لوا د کسانو له خوا د دوی د کورنو غصبول، چې په تېرو حکومتونوکې ورته ورکړل شوي وو، پیل شوي دي. د دوی په خبره، د طالبانو کسانو د دوی د کورنو توکي ورته بهر غورځولي او غواړي، په زور یې ورنه ونیسي. دوی د ځينو اسنادو او بانکي اویزونو په وړاندې کولو سره ټینګار کوي، چې دا کورونه د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د جلال اباد په لومړۍ ناحیه کې دوی ته ورکړل شوي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي... Читать дальше...