Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې د تیلو او ګازو ګرانیدل؛ اغېزې او لاملونه یې څه دي؟

په داسې حال کې چې په افغانستان کې مېشت ډیری خلک له ناسم اقتصادي وضعیت او بې کارۍ شکایت لري، يو شمېر کابل ښاريان وايي، چې د تېلو او ګازو د بيو لوړېدو د خلکو ستونزې نورې هم ډېرې کړي دي.


د کابل اوسېدونکی سميع‌الله وايي، له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د تېلو د بيو لوړېدو سره ان د ټکسيانو کرايه هم لوړه شوې ده.


هغه ازادي راډيو ته وويل: 


" د سالنګ لاره بنده ده، له تېرو څو ورځو راهيسې په کابل ښار کې د تېلو او ګازو بيې لوړې شوي. يوه کيلو ګاز بيه مخکې ۵۰ افغانۍ وه، اوس په ۵۸ افغانۍ پلورل کېږي. يو پټرول لېټر يوه اوونۍ مخکې په ۶۰ افغانۍ وو، اوس په ۷۶ افغانۍ دي."




د کابل ولايت يو بل اوسېدونکی اجمل هم ورته خبره کوي :


"دا څلور – پنځه ورځې کېږي چې نرخونه لوړ شوي دي، ورسره د موټر کرايه هم لوړه شوې ده. د تېلو او ګازو نرخونه ورځ تر بلې لوړيږي، د حکومت څخه مې دا هيله ده چې په دغه برخه کې جدي پاملرنه وکړي."


دا چې ولې د تېلو او ګازو بيې لوړې شوي او ښاروالۍ يې د کنټرول لپاره څه کړي، په دې اړه مو د کابل ښاروالۍ نظر وغوښت خو وياند يې نعمت‌الله بارکزي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


د یادونې ده، چې کابل ته د افغانستان له شماله غځېدلې د سالنګ لار د رغولو له امله له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ترافیکو پر مخ تړلې ده او معلومه هم نه ده.


دا چې د سالنګ لويه لار به کله پرانیستل شي، وموغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د  ټولګټو چارو وزارت نظر ولرو، خو د ياد وزارت وياند اشرف حق‌شناس په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.


افغانستان ته تیل او ګاز تر ډېره د دغه هېواد له شمالي ګاونډیانو واردېږي.




کابل کې د تېلو او ګازو يو شمېر پلورونکي هم مني چې ستونزه د سالنګ لارې بندیدل دي.


د جلال په نوم د ګازو او تېلو يو پلورونکی ازادي راډیو ته وویل:


"دا چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د تېلو او ګازو په بيو کې څومره توپير راغلی، نوموړي يې په اړه ازادي راډيو ته وويل: “مخکې پټرول ۶۰ افغانۍ وو، ډېزل ۶۲ افغانۍ لېټر وو، اوس يو لېټر پټرول په ۷۸ دي او ۷۶ افغانۍ  د ډيزلو نرخ دی."


 یو شمېر نور بیا وايي، په نړيوال بازار کې د تېلو د بيو لوړېدل د دې لامل شوي چې افغانستان کې هم د نفتي موادو نرخونه لوړ شي.


وحيدخان احمدي چې کابل کې د احمدي د تېلو ټانکونو مسؤل دی، ازادي راډيو ته يې وويل: 


"په بندرونو کې تېل نه راځي، مسئله له هماغه ځای ده. دلته په کابل کې نه څوک بيې لوړلی شي او نه يې ټيټولی شي، د بيو لوړېدل په بندرونو پورې اړه لري، لکه حيرتان دی، اقنه ده، اخوا هرات دی، اسلام‌قلعه ده. نو هغو ځايونو کې تېل کم راځي، چې تېل کم راشي، دلته نرخونه جګ شي."


نوموړی وايي، د ګازو په بيه هم له يوې اوونۍ راهيسې په يوه کيلو کې ۸ افغانۍ لوړوالی راغلی دی.


په کابل کې د تېلو د ټانکونو د ټولنې مشر الله محمد احمدزي ازادي راډيو ته په ليکلي پېغام کې وويل، د نفتي موادو بيې د ښاروالۍ له لوري ټاکل کېږي او دوی پر خپل سر کومه نرخ‌نامه نه‌شي ټاکلی.


کابل کې د تېلو او ګازو بيې داسې مهال لوړيږي چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د تورخم دروازه هم څو ځل د سوداګریزو موټرو په مخ وتړل شوه، چې ورسره د کابل ښاریانو په خبره د یو شمېر خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *