د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د سیالیو لپاره عمان ته ولاړه
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله 'افغان ابدالیان' د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د دوه لوبلړیو د لوبولو لپاره یاد هېواد ته ولاړه.
افغان کرکټ بورډ ویلي چې لوبډله یې نن سهار د عمان د پلازمېنې مسقط په لور خوځېدلې ده.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې سفر پر مهال به افغان ابدالیان د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د دوه یو ورځنیو او ۵ شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي.
د مهالوېش له مخې به لومړی دوه یو ورځنۍ سیالۍ د اکټوبر په ۱۲مه او ۱۵مه نېټه ترسره شي او بیا به د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه، ۱۸مه، ۲۰مه، ۲۱مه او ۲۳مه نېټه دواړه لوبډلې پينځه شل اوریزې سیالۍ ولوبوي.
د ویلو ده چې افغان ابدالیانو د خپل وروستي سفر پر مهال د چین په اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی و.