اسراییل وایي، د غزې تړانګې ته څیرمه د خپلو هغو سیمو پرډیرې برخې یې کنټرول بیرته ټینګ کړی چې د حماس وسله والو پرې برید کړی و. دا په لسیزو کې د یهودي دولت په وړاندې ترټولو خونړی برید دی. په دغه برید او له هغې وروسته شخړو کې دواړو لورو ته د په سلګونو کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي. تر نن دوشنبې پورې د اسراییل لور ته د لږترلږه اوه سوه کسانو او غزه کې هم د له پنځه سوو څخه د زیاتو کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي. په عین حال کې حماس ادعا کړې، چې له ۱۳۰ زیات اسراییلیان یې برمته کړي دي. Читать дальше...
د پاکستان پوځ وایي، د بلوچستان ایالت په ژوب سیمه کې د سخت دریځو وسله والو په وړاندې عملیاتو او نښتو په ترڅ کې دوه پوځیان او پنځه سخت دریځي وژل شوي دي. پوځ نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې په وژل شویو پوځیانو کې یو یې جګړن دی. په دې اړه نورجزیات ندي ورکړل شوي. د اسوشیتید پرس آژانس د راپورله مخې پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په یوه خبرپاڼه کې د دغه برید مسولیت اخیستی. دې ډلې په دې وروستیو کې په پاکستان کې پرپوځي او نورو اهدافو د بریدونو لړۍ تېزه کړې ده. د راپورله مخې، په دې سیمه کې بلوڅ بیلتونپالې ډلې هم فعالې دي. Читать дальше...
دا معلومات چارواکو د بلوچستان اعلا وزیر ته په یوه غونډه کې ورکړل چې د اکتوبر پر اتمه نېټه په چمن کې شوې وه.
په داسې حال کې چې په ایران او پاکستان کې د افغانانو نیول او ځورول دوام لري، په دغو هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي چې دوی لا هم په بد وضعیت کې دي. په پاکستان کې یو شمېر هغه کسان چې د کورونو خاوندانو یې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د حکومت په امر دوی ته له کورونو د وتلو امر کړی، وايي چې سخت اندېښمن دي. زرمينه چې په اسلاماباد کې له دغو افغان کډوالو څخه ده، ازادي راډيو ته يې وویل: "د کور مالک موږ ته وویل چې ژر تر ژره کور خالي کړئ، موږ ټول سامانونه راټول کړل او دا مهال بل کور هم نه پيدا... Читать дальше...
د اسیايي لوبو ۱۹م دور چې د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد، افغان لوبغاړي ترې له ۵ مډالونو سره راستانه شول. اسیايي سیالیو ته ۱۳۰ نارینه لوبغاړي له افغانستان څخه ورغلي وو او ۱۷ ښځینه لوبغاړو د افغانستان په استازیتوب له بهرنیو هېوادونو څخه په کې ګډون کړی و. په دې سیالیو کې ځینې ګډون کوونکي لوبغاړي او روزونکي وايي، په سږنیو اسیایي سیالیو کې افغان لوبغاړي ښه وځلیدل. په اسیايي سیالیو کې د ژېړو مډال ګټونکی محمد خالد هوتک وايي، د تېر په پرتله سږ کال په دې لوبو کې د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې ډېرې وې. نوموړي ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...
په افغانستان کې د کار او زدهکړو څخه د محرومو نجونو او ښځو لپاره د انلاین روزنیزو پروګرامونو په دوام، احمد سنر نقیبي، یو له هغو ځوانو افغانانو څخه چې په جرمني کې ژوند کوي، د دې ډول مېرمنو او نجونو لپاره يې د ډیجیټل اسعارو د سوداګرۍ آنلاین روزنیز پروګرام پیل کړی دی. هغه ازادي راډيو ته وویل، د دوی ښوونیز پروګرام آنلاین دی او نجونې او مېرمنې کولای شي چې پهدې څانګه کې تر زدهکړو وروسته انلاین سوداګري پیل کړي او پیسې وګټي. نقیبي وویل: "تر روزنې وروسته، نجونې کولی شي د ډیجیټل اسعارو په سوداګرۍ یا... Читать дальше...
د افغانستان په لویدیځ، په ځانګړې توګه هرات ولایت کې له وژونکې زلزلې وروسته، یو شمیر هیوادونو، بنسټونو او سوداګرو له زیانمنو کورنیو سره د خوراکي او نغدي مرستو د پیل اعلان کړی. د عزیزي بنسټ مسوول، میرویس عزیزي پر خپله اېکس پاڼه چې پخوا ټویټر نومیده، لیکلي چې سمدستي یې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیونه افغانی بیلې کړي او د د دې مرستو د ویش لپاره به هرات ته یو پلاوی استوي. په ورته وخت کې قمر خیریه بنسټ هم له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۲ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې. د قمر... Читать дальше...
د اسراییل پوځ وایي، چې د حماس سخت دریځو په ناببره او غلچکۍ جګړه کې د ۷۳ سرتیرو په ګډون له ۷۰۰ زیات کسان په اسراییل کې وژل شوي دي. د فرانس پریس خبري اژانس په وینا،د اسراییل د فاعي ځواکونو نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جګړو کې د دوی لوري ته شاوخوا ۱۲ سوه کسان ټپيان شوي هم دي. پر اسراییلو د حماس د وړمې ورځې برید د مرګ ژوبلې له پلوه په تېرو لسیزو کې بې ساری بلل شوی دی او پر مهال یې حماس ۱۳۰ ملکي او پوځي اسراییلیان له ځان سره اسیران کړي هم دي. بل لورته اسراییلي ځواکونو په غچ اخستونکي اقدام... Читать дальше...
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، د هرات په زندهجان ولسوالۍ کې له زلزلې وروسته، تر ننه یو شمېر خلک تر خاورو لاندې دي او د لټون عملیات یې روان دي. د دې وزارت ویاند جانان سایق نن رسنیو سره خبرو کې په سیمه کې وضعیت بېړنی او خراب وباله او زیاته یې کړه، د دوی ۳۵ ټیمونه تر خاورو لاندې د پاتې خلکو د راویستو په هڅه کې دي. هغه د پرون بر عکس په زلزله کې د مړو او ټپیانو جلا جلا ارقام ور نه کړل، خو و یې ویل، لومړني معلومات ښيي چې نږدي ۴۵۰۰ کسانو مړه او ټپیان شوي دي. ښاغلي سایق وویل: "د اوس لپاره وضعیت اظطراري دی. Читать дальше...
د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وایي، په هرات او ګاونډیو ولایتونو کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۴۴۵ ته رسېدلی دی. تر ټولو ډېره اغېزمنه شوې سیمه د هرات د زنده جان ولسوالي ده، چې ۱۳ کلي پکې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. د نورصفا په نوم د همغږۍ او رغونې مرستندویه موسسې چې له زیانمن شویو سره د مرستو لپاره سیمې ته تللې، ویلي چې ډیره مرګ ژوبله ښځو او ماشومانو ته رسیدلې. د دې موسسې یوه کارکونکي فتاح فطرت ازادي راډیو ته وویل: "موږ ولیدل چې ډیره مرګ ژوبله ماشومانواو ښځو ته رسیدلې... Читать дальше...
د حماس او اسرایلو ترمینځ د اکتوبر له اوومې راهسې په پيل شویو نښتو کې تر ۱،۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او په زرګونو ژوبل دي. په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ چې منورشاه د اې پي، اې ایف پي او رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ کړی دی.
دا معلومات چارواکو د بلوچستان اعلا وزیر ته په یوه غونډه کې ورکړل چې د اکتوبر پر اتمه نېټه په چمن کې شوې وه.
د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، چې له اسراییل څخه په څلورو الوتکو کې د زیارت کوونکو دوو ډلو په ګډون ۲۴۵ رومانیایي اتباع ایستلي دي. دوه الوتکې د رومانیا په تاروم ملي شرکت پورې تړلې او دوه یې په خصوصي توګه فعالیت مخ ته وړي. د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې لومینیته اودوبیسکو Luminita Odobescu وویل، چې په تیرو دوو ورځو کې اته سوه رومانیایان له اسراییل وتلي او د اټکل له مخې همدومره نور هلته پاتې دي. نن د ورځې په پیل کې هنګري هم اعلان وکړچې تیره شپه یې خپل ۲۱۵ اتباع د هوا له لارې په دوو الوتکو کې له اسراییل څخه ایستلي دي. Читать дальше...
د افغانستان په جنوبي او جنوب لویدیځو ولایتونو کې زلزلې سلګونه کورنۍ اغېزمنې کړې دي او پکې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د اکتوبر اوومې زلزلې د هرات ولایت یوشمېر برخې سختې ځپلې دي او اوسېدونکي یې د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله 'افغان ابدالیان' د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د دوه لوبلړیو د لوبولو لپاره یاد هېواد ته ولاړه. افغان کرکټ بورډ ویلي چې لوبډله یې نن سهار د عمان د پلازمېنې مسقط په لور خوځېدلې ده. د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې سفر پر مهال به افغان ابدالیان د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د دوه یو ورځنیو او ۵ شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي. د مهالوېش له مخې به لومړی دوه یو ورځنۍ سیالۍ د اکټوبر په ۱۲مه او ۱۵مه نېټه ترسره شي او بیا به د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه، ۱۸مه، ۲۰مه، ۲۱مه... Читать дальше...
نومیالۍ هنرمندې نغمې مشال راډیو ته یو ویډیويي پیغام استولی دی چې پکې یې د افغانستان له زلزله ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښوولې او پر هېوادوالو یې له اغېزمنو سره د مرستو غږ کړی دی. د اکتوبر اوومې زلزلې زرګونو خلکو ته مرګژوبله اړولې. د نغمې ویډیويي پیغام وګورئ.
د هرات په زلزله ځپلې سیمه کې نن په درېیمه ورځ هم تر خاورو لاندې د احتمالي بندو پاتې شویو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري. اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي چې دغلته عام خلک هم په بېلونو او نورو وسیلو د خاورو د لرې کېدو په حال کې دي. د ملګرو ملتونو دبشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، د شنبې ورځې زلزلې د هرات په لوېدیځ کې د یولسو کلیو ټول کورونه ویجاړ کړي دي. د طالبانو د حکومت چارواکو پرون ازادي راډیو ته ومنله چې د مړو شمېر نږدې دوه نیم زرو ته رسېدلی دی، خو د نن ورځې شمېرې تراوسه نه دي اعلان شوي.... Читать дальше...
دا تر هغې وروسته ده چې اسرایل د حماس ډلې د پوځي او حکومتي وړتیاوو له منځه وړلو لپاره جګړه اعلان کړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره خبرو کې د هرات له زلزله ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د بشري مرستو ژمنه یې کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن په دې اړه رسنیو ته ویلي: "په دغې مکالمه کې ښاغلي امیر عبداللهیان په هرات کې د زلزلې له قربانیانو سره غمشریکي وښوده او له زلزله ځپلو سره یې د بشري مرستو ژمنه وکړه. ده هر ډول همکارۍ ته چمتووالی وښود." د طالبانو حکومت دا معلومات نه دي ورکړي چې ایران په... Читать дальше...
ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن ماښام د اندونیزیا له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. دغه سیالۍ چې د ۲۰۲۴ کال د اسیا فوتسال جام ته د لار موندنې په لړ کې ترسره کیږي، د کابل په وخت ماښام اته نیمې بجې پیلېږي. د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د معلوماتو له مخې افغان لوبډلې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تېره شپه د کوربه هېواد سعودي عربستان لوبډلې ته درې-دوه ماتې ورکړه. که چېرته افغان لوبډله د اندونیزیا په وړاندې بریالۍ شي، د راتلونکي کال د اسیا فوټسال جام ته چې د تایلند په کوربه توب ترسره کېږي، لاره پیدا کوي.
اسراییل نن دوشنبه هم د حماس وسله والو د پوځي او حکومتي وړتیاود له منځه وړلو لپاره پر غزې خپلې بمبارۍ شدیدې کړي دي. اسراییلي چارواکو ویلي، په غزه کې یې د حماس پر سخت دریځو شاوخوا زر بریدونه کړي دي. بل لورته د اسراییل په جنوب کې د دغه هېواد پوځ له خپلې خاورې د حماس وسله والو د ایستلو لپاره په جګړه بوخت دي. د راپورونو له مخې پر اسراییل د حماس د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۷۰۰ اسراییلیان وژل شوي، د وژل شویو دا شمېر تېرو څو لسیزو کې ساری نه لري. بل لورته د اسراییل په غچ اخیستونکو بمباریو کې شاوخوا څلور سوه فلسطینیان هم وژل شوي دي. Читать дальше...
ادارې د اکتوبر پر اتمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په هرات کې لږ تر لږه د ۱۱ کليو ټول کورونه ویجاړ شوي دي. اوچا د مړو شمېر ۱،۰۰۰ يادوي، خو د طالب چارواکي بیا وايي چې د وژل شويو شمېر تر ۲،۵۰۰ زیات دی.
د کشمیر په اړه دا متل هم مشهور دی چې " پر هر چا خپل وطن کشمیر دی." خو د هند تر واک لاندې جمو او کشمیر چارواکي وايي له نورو وطنونو د سېلانیانو ورتګ زیات شوی دی. چارواکي وایي، د سږ کال له پیله تر اګست میاشت پورې کشمیر ته یو کروړ او ۲۷ لاکه هندي او بهرني سېلانیان ورغلي چې په تیرو دریو لسیزو کې یې تر ټولو زیات شمېر دی. سېلانیان وايي چې حکومت په کشمیر کې امنیت ټینګ کړی نو ځکه پکې سېلګرۍ وده کړې ده په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ چې منورشاه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ کړی دی
ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي ویډیوګانې یوځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي. له بلې خوا د ایران پولیسو ویلي چې ۱۹ تنه یې په اقبالیه ښار کې د افغان کډوالو پر کور د برید په تور نیولي دي. نور جزییات په دې راپور کې: