ایران د یوې ظبط شوې کښتۍ ټوله عمله په ۲۲ کاله بند محکوم کړي
ایران د هغې کښتۍ عمله چې د پاناما بیرغ پرې رپېده او تېر کال ضبط شوه ټول په ۲۲ کاله بند محکوم کړي.
دولتي رسنیو نن خبر ورکړ چې دا حکم د بندر عباس انقلابي محکمې ورکړی، خو په خبر کې سمدستي نه دي ویل شوي چې دې کښتۍ څو تنه عمله درلودله او څوک په څو کاله بند محکوم شوي دي.
تېر کال په اکټوبر میاشت کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک په خلیج کې یوه بهرنۍ کښتۍ چې یوولس میلیون لیټره تېل یې قاچاق کول ونیوله.
د قضايي چارواکو په وینا، د دې کښتۍ تېل د ایران د تېلو ملي کمپنۍ ته سپارل شوي.