اوکراین د یو شمېر روسي پوځي تجهیزاتو د له منځه وړلو ادعا وکړه
اوکراین وایي، د زاپوریژیا د سیمې په جنوبي برخه کې د بیردیانسک پرهوایي اډې او د لوهانسک په ختیځو هغو سیمو کې چې په اوس وخت کې روسیې لاندې کړي، په ننیو توغندویي بریدونو کې یې د روسي ځواکونو نهه پوځي هلیکپټرې، د وسلو او مهماتو یوه ډیپو او د هوایي مدافعې یو سیسټم له منځه وړي دي. د اوکراین د ځانګړیو ځواکونو قومندانۍ په ټیلګرام چینل کې د دې خبرترڅنګ دغه راز ویلي چې د دغو بریدونو په نتیجه کې چې سهاروختي وشول، په لسګونو روسي پوځیانو ته تلفات اوښتي او هم د بیردیانسک په نښه شوې ډیپوکې یې چاودنې رامنځ ته کړي. Читать дальше...