روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډيو د خبریالې 'آلسو کورماشییوا' د بند موده وغځوله
د روسیې یوې محکمې د ازادې اروپا/ازادي راډيو د خبریالې آلسو کورماشییوا د توقیف موده د ډسمبر تر پنځمې وغځوله.
هغه څو اوونۍ مخکې په دې تور نیول شوې وه چې ولې یې د بهرنۍ اجنټې په توګه ځان نه دی راجستر کړی.
آلسو کورماشییوا چې په پراګ کې د ازادې اروپا راډیو په مرکزي دفتر کې کار کوي د امریکا پاسپورټ لري او د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره د روسیې تاتارستان ته تللې وه چې په بېرته راستنېدو د جون په دویمه په هوايي ډګر کې نیول شوې وه.
د آلسو مدافع وکیل ایدګر متیووسیان ویلي چې قاضي په خپله پرېکړه کې ډېر زیاتی وکړ، خو دی یې په وړاندې د استېناف غوښتنه کوي.
د ازادې اروپا/ازادي راډيو سرپرست مشر جیفري ګیډمن ویلي چې د محکمې له پرېکړې سخت خواشینی دی.
هغه د آلسو کورماشییوا د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.