ملګرو ملتونو په افغانستان کې د قابلو د روزنې یو پروګرام پیل کړی
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په افغانستان کې د قابلو د روزنې د یوه پروګرام خبر ورکړی دی.
دغه بنسټ پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دې پروګرام هدف د مور او ماشوم د مړینې د لوړې کچې راټیټول دي.
د خبر په دوام کې راغلي چې په دغه پروګرام کې اتیا ځوانې مېرمنې روزنه ترلاسه کوي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې کار وکړي.
طاهره د دې مېرمنو له ډلې یوه ده.
هغه وايي: "زما هدف دا دی چې د مېندو او ماشومانو ژوند و ژغورم. زما عمه غبرګولي ماشومان درلودل، خو دواړه ماشومان یې له لاسه ورکړل، ځکه چې ژمی و او لارې د واورو او واورو ښویېدنې له کبله بندې وې."
طاهرې دا خبرې په هغې ویډيو کې کړي چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خپره کړې ده.
د قابلو د روزنې دغه پروګرام داسې مهال پيلېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تړلي او د هغوی پوهنتونونه یې هم بند کړي دي.