د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ سویلي افریقا پاکستان ته ماتې ورکړه
د کرکټ نړیوال جام په ۲۶مه سیالۍ کې سویلي افریقا د یوې ویکټې په توپير پاکستان ته ماتې ورکړه. نن پاکستان یو وار بیا توپوهنه کړې وه چې ټول لوبغاړي یې په ۴۷ اورونو کې وسوځیدل او د ۲۷۱ منډو هدف یې وټاکه. یادې لوبډلې ته سعود شکیل ۵۲ او بابراعظم ۵۰ منډې وکړې. د سویلي افریقا لپاره تبریز شمسي ۴ ویکټې اخیستې وې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او مارکو ینسین د ۳ لوبغاړو سوځولو ترڅنګ شل منډې هم کړې وې چې د اغېزمن لوبغاړي جایزه یې وګټله. سویلي افریقا ورکړل شوی هدف په داسې وخت کې پوره کړ چې ۹ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي و او د لوبې ۴۸م اور و. Читать дальше...