کابل ته د فلای دوبۍ د الوتنو بیا پیل؛ ځینې افغانان او سوداګر یې د هرکلي ترڅنګ مثبت ګام بولي
د متحده عربي اماراتو هوايي شرکت، فلای دوبۍ له څه باندې دوو کلونو وروسته نن د چهارشنبې په ورځ کابل ته د خپلو الوتنو لړۍ بیا پیل کړه.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړنی بهرنی هوايي شرکت دی چې د خپلو الوتنو فعالیتونه پیلوي.
د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې یاد شرکت نن چهارشنبې، لومړنۍ الوتنه کابل نړیوال هوايي ډګر ته ترسره کړه.
فلای دوبۍ هم د اکټوبر په دولسمه په خپله ویبپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې کابل ته خپلې الوتنې به د روان میلادي کال د نومبر میاشتې له پنځلسمې بېرته پیل کړي او د ورځې دوه الوتنې به د دوبۍ د نړیوال هوايي ډګر له دوهم ترمینل څخه ترسره کېږي.
یو شمېر افغانان هم د فلای دوبۍ هوايي شرکت د فعالیتونو له بیا پیل څخه هرکلی کوي.
په دوبۍ کې مېشت افغان جاوید ارمان ازادي راډيو ته وویل، چې پخوا به له دوبۍ څخه کابل ته ډېرې محدودې الوتنې په ډېرو لوړو بیو ترسره کېدې چې ده یې د ټکټونو د اخیستو توان نه درلود.
ارمان وویل: "پخوا چې د فلای دوبۍ پروازونه نه و، بیې لوړې وې او موږ وطن ته نه شو تلای. اوس چې دا پروازونه پیل شول اوس ټول مسافر کولای شي خپل وطن ته ولاړ شي او خپلې کورنۍ سره وویني."
د میدان وردګ ولایت اوسېدونکی حبیب وردګ هم وايي، ورور یې دوبۍ کې اوسېږي او تر دې مخکې د راتلو پر مهال به له ډېرو ستونزو سره مخ کېده.
هغه وویل: "دا د افغان ملت لپاره او د مسافرینو لپاره ډېره لویه خبره ده. موږ خپل خلک په دوبۍ کې لرو چې پخوا له ډېرو ستونزو او انتظار سره به مخ و. دا دهوايي حریم او د عوایدو لپاره به ډېر ښه زېری وي چې موږ به ترې برخمن کېږو."
د ارګ په نوم د یوه سیاحتي شرکت کارکوونکي شعیب عزیزي ازادي راډيو ته وویل، دا چې نن د فلای دوبۍ شرکت لومړنی پرواز و د ټکټونو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی، خو په خبره یې د دې شرکت د فعالیتونو دوام به مسافرینو ته سهولتونه رامنځته کړي.
عزیزي وویل: "د فلای دوبۍ الوتنو تاثیر پر بیو او سهولتونو ډېر دی، یو له دغو سهولتونو دا دی چې مسافر کولای شي په ارامه له کابل څخه دوبۍ ته او له دوبۍ څخه بل ځای ته ولاړ شي. پخوا به دې ته اړ کېده چې له کابل څخه دوبۍ ته ولاړ شي سالون بدل کړي او دا یوه ستونزه وه. اوس کولای شي د هوايي ډګر له ټولو سهولتونو څخه ګټه پورته کړي."
د اقتصادي چارو پوهان هم وايي چې د فلای دوبۍ د فعالیتونو بیا پیل د افغانستان د سوداګرۍ او د ګرځندوی سیستم د پیاوړی کولو لپاره یو مثبت ګام دی.
د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي ازادي راډيو ته وویل: "فلای دوبۍ نړیوال اعتبار لري او د دې شرکت الوتنې د سوداګرو او سیلانیانو د اعتبار لامل ګرځي او په هر حال کې د هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لامل ګرځي."
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې دوه کاله تېرېږي، خو لا هم افغانستان ته د نړیوالو الوتنو بهیر نه دی عادي شوی.
پر طالبانو د نړیوالو بندیزونو ترڅنګ له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل د نړیوال هوایي ډګر د رادار سیستم په ګډون د دې هوایي ډګر ډېرو تاسیساتو ته ډېر زیان رسېدلی و، تر څنګ یې د د دغه هېواد د هوايي حریم د خوندیتوب په اړه ډاډ هم نه موجود، چې له امله یې دې هوایي ډګر ته د فلای دوبۍ په ګډون د نورو نړیوالو شرکتونو الوتنې درېدلې وې.
خو اوس د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان فضا اوس د هر ډول پروازونو لپاره امن او عادي حالت ته ګرځېدلې ده.