د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ هندوستان پایلوبې ته لار پیدا کړه
د کرکټ نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې هندوستان د ۷۰ منډو په توپیر نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدل. دغه سیالي د نومبر په ۱۵مه نېټه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه د هندوستان د ممبي ښار په وانکيډي لوبغالي کې پیل شوې وه چې د هند په بري سره پای ته ورسېده. دوهمه نیمه پایلوبه د نومبر په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ په کلکته کې ترسره کېږي. په نننۍ سیالۍ کې هندوستان پچه ګټلې وه او توپوهنه یې وکړه چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۹۷ منډې وکړې. Читать дальше...