اتریش: د سقوط شوې الوتکې د ۴ واړو سپرلیو مړي موندل شوي
په اتریش کې پولیس وايي، د دغه هېواد په لوېدیځ کې د یوې الوتکې د سقوط په ساحه کې څلور واړه سورلۍ مړه موندل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، چارواکو ویلي چې دغه الوتکه پرون ماسپښین اوبر-اوستغش (Oberösterreich) ولایت کې نسکوره شوې ده.
په داسې حال کې چې درنه واوره اورېدلې وه، د الوتکې د ټوټو تر موندنې وروسته په غرنۍ سیمه کې د پلټنې پراخ عملیات پیل شول.
پولیس وايي د پېښې د علت په باب څېړنې روانې دي.