طالب چارواکي: پاکستان پرون هم سلګونه افغان کورنۍ واېستې
د طالبانو محلي چارواکي وايي، پرون شنبه د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستانه، سلګونه کورنۍ افغانستان ته ایستل شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په خپله اېکس شبکه پخواني ټویټر کې لیکلي، د تورخم له لارې ۳۱۶۱ کسان چې ۵۷۶ کورنۍ کېږي، په جبري ډول له پاکستانه اخراج کړای شوي دي.
دغه راز باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون خبر ورکړی، نږدې ۴۰۰ کورنۍ چې شمېر یې ۲۶۴۷ کسانو ته رسېږي، پرون افغانستان ته اخراج کړای شوي دي.
پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغانانو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړې ده.
د طالبانو حکومت او نړیوال سازمانونه وايي تر اوسه تر څلورو لکو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.