د فنلنډ صدراعظم: د روسیې لخوا د پنا غوښتونکو غیر معمولي زیاتیدو ته ممکن چمتووالی ونیسو
د فنلند صدر اعظم وایي، ممکن د روسیې له خوا د پنا غوښتونکو د شمېر غیر معمولي ډېرېدو د مخنیوي لپاره چمتووالی ونیسي.
صدر اعظم پیتري اورپو ( Petteri Orpo ) پرون دوشنبه خبریالانو ته وویل چې د کډوالو د شمېر زیاتوالی د مسکو له خوا یو همغږی حرکت دی.
رویټرز خبري اژانس د فنلند د پوله ساتو ځواکونو په حواله ویلي، یوازې همدې نومبر میاشت کې د روسیې له خوا نهه سوه پنا غوښتونکي ورغلي چې د افغانستان، پاکستان، کنیا، سومالیا، سوریې او یمن وګړي دي.
د فنلند چارواکو ویلی، دوی به د دغو پنا غوښتونکو د مخنیوي لپاره پر خپلو پولو ګزمه ډېره کړي.
د سویډن چارواکو هم ویلي، د دغې پولې کنټرول یو ګډ مسولیت دی.