د اروپایي ټولنې ستره محکمه: د عامه خدمتونو ادارې خپل کارکوونکي له مذهبي نښو منع کولای شي
د اروپايي ټولنې سترې محکمې حکم کړی چې د دې ټولنې په غړو هېوادونو کې د عامه خدماتو د ادارو مسوولان کولای شي خپل کارکوونکي د مذهبي علایمو د لرونکو جامو، مثلا د پوړني له اغوستو څخه منع کړي. دا په هغه هغه لانجمنه مسئله کې چې له کلونو راهیسې یې اروپايي ټولنه په خپلو کې وېشلې ده، وروستۍ پرېکړه ده. دا قضیه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې ته وروسته له هغه راوړل شوه چې د بلجیم د ختیځ ښار انس Ans د ښاروالۍ یوې کارکوونکې ته وویل شول چې دا د کار پرمهال د پوړني د اغوستو اجازه نه لري. له دې وروسته د انس ښاروالۍ... Читать дальше...