د روسیې د درې کلنې ملي بودیجې توشیح؛ پوځي لګښتونه یې ۲۵ سلنه زیات شوي
ولسمشر ولادیمیرپوتین د راتلونکو درېیو کلونو لپاره د روسیې ملي بودیجه چې په پوځي لګښتونو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي توشیح کړه
په دې بودیجه کې د ۲۰۲۴ کال لپاره د ۳۶،۶ تریلیون روبلو- ۴۱۵ میلیارد ډالره لګښت او د نژدې ۱،۶ تریلیون روبلو یا ۹،۵ میلیارد ډالره کسر وړاندوینه شوې.
د روسیې د پارلمان د ولسي جرګې یا دوما له خوا د دې بودیجې له تصویب وروسته د پارلمان رییس ویاچیسلاو ولودین وویل چې د دې بودیجې هدف په خاص ډول د پوځ تمویل او د نړیوالو بندیزونو د اغېزو کمول و.
د نوې بودیجې یوه برخه محرمه ده، ځکه کریملین هڅه کوي خپل پوځي پلانونه پټ وساتي او په اوکراین کې د خپلو عملیاتو په اړه له څېړنو څخه وتښتي.