د حزبالله مشر حسن نصرالله د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوی
حسن نصرالله له دېرشو کلونو زیات د حزبالله مشر و. حزبالله چې امریکا یې ترهګره ډله ګڼي د ایران له ملاتړ برخمنه ده. د اسراییلو پوځ د شنبې په ورځ وویل چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزبالله ډلې د قوماندې مرکز تر هستوګنو ودانیو لاندې په هوايي بریدونو کې هدف وګرځاوه.