Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Сентябрь
2024

Новости за 28.09.2024

Pa.azadiradio.com 

د حزب‌الله مشر حسن نصرالله د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوی

حسن نصرالله له دېرشو کلونو زیات د حزب‌الله مشر و. حزب‌الله چې امریکا یې ترهګره ډله ګڼي د ایران له ملاتړ برخمنه ده. د اسراییلو پوځ د شنبې په ورځ وویل چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزب‌الله ډلې د قوماندې مرکز تر هستوګنو ودانیو لاندې په هوايي بریدونو کې هدف وګرځاوه.

Mashaalradio.com 

د سوات د یو سکول ماشومان د استاد مثبتې رویې او مینې په سبق مین کړي دي

په سوات کوکارۍ سیمه کې د یوه سرکاري سکول له مشر استاد محمد صدیق نه ماشومان خوشاله دي ځکه هغه ورته د زده کړو ترڅنګ د لوبو شیان، کتابونه او قلمونه هم ورکوي. د نوموړي د ښې رویې له وجې سکول ته د ماشومانو د ورتګ شمېر زیات شوی دی. محمد صدیق وایي چې که استاد د شاګردانو له وهلو ډډه وکړي او په روڼ تندي، مینه او ښه سلوک ورسره خبرې وکړي، نو ماشومان ښه زده کړه کوي او په زده کړو کې زیاته لیوالتیا ښيي. د دې ښوونکي چلند او تعلیمي تګلارې د سیمه‌ییزو خلکو او زده‌کوونکو په منځ کې مثبت اغېز کړی دی چې د ویډیویي رپورټ له لارې ښودل شوی.

Mashaalradio.com 

اسراییلو په بیروت کې د حزب الله مشر په برید کې په نخښه کړی

اسراييلي ځواکونو د لبنان په سرښار بيروت کې د سېپټېمبر پر ۲۸مه هم خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی. هغوی ويلي چې سېپټېمبر پر ۲۷مه يې د بيروت په جنوب کې سخت بريدونه کړي چې هدف يې د ايران پلوه حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله وو. يادې ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی. د مشال راډيو د مرکزي څانګې ويډيويي راپور.

Mashaalradio.com 

سیند پولیسو د ډاکټر شاهنواز وژنې مقدمه د ۳ پولیس افسرانو او یو دیني عالم پرضد لیکلې ده

سازمانونو د سېپټېمبر پر ۲۱مه په کراچۍ پریس کلب کې د خبري غونډې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ډاکتر شاهنواز د وژنې پلټنو لپاره دې د سیند های کورټ د یو قاضي په مشرۍ عدالتي کمېشن جوړ کړي.

Mashaalradio.com 

په سوات کې په ولسي غونډه کې زرګونه کسانو ګډون کړی

د سېپټېمبر پر ۲۷مه په مينګوره کې په زرګونو خلکو د امن لپاره مظاهره وکړه، چې تابیا یې د سوات قامي جرګې او مدني ټولنو کړې وه. ګډونوالو د ترهګرۍ پر ضد او د امن په حق کې شعارونه ورکړل. په مظاهره کې سیاستوالو، سوداګرو او فعالانو ویناوې وکړې او په صوبه کې یې د ممکنه پوځي عملیاتو مخالفت وکړ. دا مظاهره د سېپټېمبر پر ۲۴مه په بازخېله کې د پولیسو پر ګاډي د وسلوالو د برید او د دوه سرتېرو د ژوبلېدو وروسته وشوه. په هغه برید کې په ځوابي ډزو کې دوه وسلوال هم وژل شوی ول. په وروستیو کې په سوات کې د ناامنۍ پېښې زیاتې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل او حزب‌الله جګړې ته لنډه کتنه

د اسراییلو او په لبنان کې د حزب‌الله سختدریځې ډلې ترمنځ شخړې د زیاتېدو په حال دي او اوربند ته د رسېدو کومه نښه هم نه لیدل کېږي. حزب‌الله د امریکا د متحده‌ایالاتو له لوري د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي او اروپايي ټولنې هم د حزب‌الله نظامي څانګه په تور لېست کې اضافه کړې ده.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *