Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې د کرنيزو محصولاتو او لاسي صنايعو نندارتون؛ ښځينه سوداګرو ته په‌کې اسانتياوې شته؟

د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ اړوند محصولاتو، د ښځو د لاسي صنایعو او کرنیزو ماشینونو يو دېرشم نندارتون جوړ شوى.


دغه نندارتون چې د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۶مه پرانیستل شوى، ټاکل شوې چې د شنبې تر ورځې پورې دوام وکړي.


د دغه نندارتون یو تنظیموونکي فرید نادري ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نندارتون د کرنې وزارت له‌خوا جوړیږي، موږ دلته څه باندې ۲۶۰ غرفې لرو چې له‌دې جملې څخه ۷۰ غرفې ښځو ته ځانګړې شوي، نندارتون په بشپړه توګه د لاسي صنایعو او کرنيزو توکو دى."




په‌دې نندارتون کې سوداګرو ښځو هم برخه اخیستې ده، خو دوی شکایت کوي چې د ورځې په لومړیو کې د طالبانو حکومت نارینه‌و ته اجازه نه ورکوله هغې برخې ته ولاړ شي، چېرې چې د ښځو غرفې دي.


له دغو مېرمنو څخه یوه چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "لومړۍ ورځ ښه وه، نارینه ازاد وو، خو دویمه ورځ یې نارينه د ښځو د لاسي محصولاتو غرفو ته له ورتګ منع کړل، يوه ښځه ورغله د طالبانو مشر ته يې وويل چې که تاسو نارينه نه پرېږدئ چې زموږ غرفو خواته راشي او موږ فروشات ولرو، تاسو ولې پر موږ غرفې پلورئ، يو ساعت جنجال دوام وکړ اوس پروګرام روان دى."


زرغونه احمدي چې يوه بله سوداګره مېرمن ده او خپل لاسي صنايع يې نندارې ته وړاندې کړي، که څه هم له دغه نندارتون هرکلى کوي، خو ښځو ته د غرفو له کموالي او د بازار له نشتوالي شکايت کوي.


نوموړې وايي: "داسې نندارتونونه ښځو ته ډېر ګټور دي، کورني او بهرني بازارونو ته لار پرانيستل کېږي، خو زموږ ځینې ستونزې لکه ښځو ته د غرفو کموالی او یا د غرفو لوړه بیه ده، بهرنی بازار نه‌لرو، داخلي ښه بازار هم په افغانستان کې نه‌لرو."




په همدې حال کې ځینې بزګران چې خپل زراعتي محصولات یې په‌دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي، د خپلو محصولاتو د ساتلو لپاره د سړو خونو له کمښت شکایت لري.


یو له دوی څخه چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "په نندارتون کې هر څه ښه دي، خلک راځي او ګوري، فروشات بد نه‌دي، زموږ ستونزه د سړو خونو نشتوالی دی، موږ نه‌شو کولی خپلې مېوې او سبزیجات په سمه توګه په سړو خونو کې وساتو، هر کال ډېر تاوان کوو، له حکومته غواړو چې سړې خونې جوړې کړي، هم د حکومت په ګټه دي او هم د بزګرانو."




د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې نندارتون په لومړۍ ورځ د صنعت او زراعت په برخه کې د پرمختیایي پروګرامونو د جوړولو خبره وکړه، خو په‌دې اړه یې جزیات ورنه‌کړل.


په ياد څلور ورځني نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند محصولات، زراعتي ماشینونه، روغتیايي بوټي، د اوبو لګولو وسایل، مثمر او غیر مثمر نیالګي، د لمریزې برېښنا وسایل او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *