Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2024

Новости за 17.10.2024

Pa.azadiradio.com 

اسراييل د حماس ډلې د مشر يحيی سنوار وژل کېدل تأييد کړل

د اسراييل د بهرنيو چارو وزير اسراييل کاتس د پنج‌شنبې په ورځ ناوخته د حماس ډلې د مشر يحيی سنوار وژل کېدل تأييد کړل. حماس د امريکا متحده‌ايالاتونو او اروپايي ټولنې له لوري د يو ترهګريز سازمان په توګه پېژندل کېږي. د اسراييل د بهرنيو چارو وزير ويلي، يحيی سنوار د اسراييل د پوځ په عملياتو کې وژل شوی دی. د اسراييل پوځ هم پر ايکس‌پاڼه يا پخواني ټويټر باندې په يوه لنډ بيان کې ليکلي: "يحيی سنوار حذف شو." ۶۲کلن سنوار د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په مياشت کې پر اسراييل د بريد پر پلان جوړونه هم تورن و. وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د کرنيزو محصولاتو او لاسي صنايعو نندارتون؛ ښځينه سوداګرو ته په‌کې اسانتياوې شته؟

د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ اړوند محصولاتو، د ښځو د لاسي صنایعو او کرنیزو ماشینونو يو دېرشم نندارتون جوړ شوى. دغه نندارتون چې د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۶مه پرانیستل شوى، ټاکل شوې چې د شنبې تر ورځې پورې دوام وکړي. د دغه نندارتون یو تنظیموونکي فرید نادري ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نندارتون د کرنې وزارت له‌خوا جوړیږي، موږ دلته څه باندې ۲۶۰ غرفې لرو چې له‌دې جملې څخه ۷۰ غرفې ښځو ته ځانګړې شوي، نندارتون په بشپړه توګه د لاسي صنایعو او... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر ۱۷مه د غربت ختمولو د نړیوالې ورځې په توګه ولمانځل شوه

د اکتوبر ۱۷مه پر نړیوال کچ د غربت ختمولو ته ځانګړې شوې ده. د دې ورځې د لمانځلو موخه په نړۍ کې د بې وزله خلکو د ژوند ښه کولو لپاره اقدامات پورته کول دي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان، او په تېره په پښتون مېشتو سیمو، کې ډېری خلک د خوړو، تعلیم، صحت او روزګار په څېر اسانتیاوو او خدماتو ته لاسرسی نه لري. په پښتون مېشتو سیمو کې د فقر او غربت څه حال دی؟ ځواب یې په دې رپورټ کې.

Mashaalradio.com 

رباب غږوونکي ماسټر اظهار له ۸ استادانو زده کړه کړې

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ د تاڼې کلي يو پېژندلی رباب غږوونکی ماسټر اظهار دی. نوموړی وايي زده کړه يې له بېلا بېلو استادانو کړې او د خپل محنت په مټ بريالی شوی چې په پښتو رباب کې کلاسيکي رنګ جوت کړي. اظهار زياتوي چې په رباب کې يې يو تار اضافه کړی چې په خبره يې، دې کار يې هنر نور هم غښتلی کړی دی. د ماسټر اظهار خبرې او ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ايران په پوله د وژل شويو افغان وګړو د پېښې څېړنې ته پلاوی ټاکلی

د طالبانو حکومت وايي، د ایران او پاکستان پر پوله د افغانانو د مرګ‌ژوبلې د راپورونو د څېړلو لپاره يې یو لوړ پوړی پلاوی ټاکلی دی. د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر له‌خوا په هغه اعلامیه کې چې نن (د اکټوبر ۱۷مه) خپره شوې راغلي، دغه پلاوی تېره شپه د ریاست الوزرای له‌خوا د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر په مشرۍ چې په‌کې د دفاع، بهرنیو چارو وزارت، سرحدنو او د استخباراتو د عمومي ریاست استازي برخه لري، جوړ او ورته دنده سپارل شوې، چې موضوع وڅېړي او راپور يې د طالبانو ریاست الوزرا ته وړاندې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ايران پوله‌ساتو له‌خوا د وژل شويو افغان وګړو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

د هغو افغان وګړو کورنۍ چې ادعا کېږي د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا په ډزو وژل شوي، د عدالت غوښتنه کوي. د پاکستان او ایران ترمنځ د پولې په کالګان سیمه کې د وروستۍ پېښې یو عیني شاهد ادعا کوي چې، د ایراني ځواکونو له‌خوا پر دوی ډزې شوې دي. د حال وش په نوم د بشري حقونو خپرونې د راپور پر بنسټ چې د سیستان او بلوجستان اړوند خبرونه خپروي، د یک‌شنبې ورځې ماښام د تلې مياشتې په ٢٢مه نېټه د ایراني پوله‌‌ساتو په ډزو کې له ۳۰۰ افغانانو څخه تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه او ټپیان شوي او یوازې له ۶۰ تر ۷۰ پورې یې ژوندي پاتې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين ولسمشر نن اروپايي اتحاديې او د ناټو مشرانو ته خپل د "بريا پلان" وړاندې کوي

د اوکراین ولسمشر نن د اروپایي اتحادیې او ناټو له مشرانو سره ګوري او خپل "د بریا پلان" تشریح کوي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلينسکي نن (د اکتوبر ۱۷مه) په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې او ناټو د غړو هېوادونو له مشرانو سره ملاقات کوي او خپل د "بریا پلان" جزیات به تشریح کړي. دا پلان د هغو اقداماتو مجموعه ده چې د زيلينسکي په وینا به د جګړې بهیر د اوکراین په ګټه بدل کړي. د ازادي راډیو د اوکرایني څانګې د راپور له‌مخې ولودمیر زيلينسکي غواړي خپل لوېدیځ متحدین قانع کړي چې، اوکراین ناټو ته د غړیتوب لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رابرټ لانسنګ انستيتيوت: د طالبانو له لوري پر کوکنارو بنديز د افغانستان اقتصادي وضعيت بدتر کړی

د رابرټ لانسنګ په نوم یو امریکايي انستیتيوټ د تازه څېړنې له‌مخې چې وايي، د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت د بندیز له کبله په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب شوی او د بې‌کارۍ په کچه کې زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې ځینې کروندوګر وايي، د طالبانو له لوري پر کوکنارو د بندیز وروسته په خپلو ځمکو کې د کمې ګټې کښت د کرلو له امله له ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي، که څه هم د کوکنارو د نه کرلو له امله ورسره د مرستې ژمنې شوې وې، خو تر اوسه یې لاس‌نیوی نه‌دی شوی. په بغلان او ننګرهار... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سیند حکومت له های کورټه د ډاکتر شاهنواز د وژنې پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کړې

د سیند حکومت ویاندې سعدیې جاوېد د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر عدالت ته لیک استولی دی او ورڅخه یې غوښتي دي چې د یو قاضي په مشرۍ دې عدالتي کمېشن جوړ کړي.

Pa.azadiradio.com 

د تورخم-پېښور لاره له نږدې دوو میاشتو تړل کېدو وروسته چهارشنبه ماښام پرانیستل شوه

د خیبرپښتونخوا د بېګياړۍ په چک پاينټ سیمه کې د تورخم-پېښور لويه لاره له نږدې دوو میاشتو تړل کېدو وروسته بلاخره چهارشنبه ماښام د سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوه. د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد هم دې موضوع په تایید سره ازادي راډیو ته یې وویل: "د بېګياړۍ پوسته چې د تورخم او پېښور ترمنځ موقعیت لري د افريديو او کوکي‌خېلو د اعتراض له امله تړل شوې وه. سوداګرو خپل مالونه بازار ته نه شواى لېږدولى چې سوداګرو او کروندګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى و، پرون ماښام دغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ايران په پوله د زيات شمېر افغانانو د وژنې راپورونه؛ د سيمې او نړۍ په کچه غبرګونونه په پراخېدو دي

د ایران او پاکستان ترمنځ د سیستان-بلوچستان په سرحدي سیمه کالګان کې د ایراني ځواکونو له‌خوا د زیات شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونو ته غبرګونونه مخ پراخېدو دي. د ایران او پاکستان ترمنځ د سیستان-بلوچستان په سرحدي سیمه کالګان کې د ایراني ځواکونو له‌خوا په ډېر شمېر سره د افغانانو د وژل کېدو راپورونو ته د غبرګونو په دوام، په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر یوناما په خپل ایکس‌پاڼه کې ویلي، په‌دې راپورونو کې چې ادعا کېږي ډېری افغان کډوال په‌کې وژل شوي او ټپیان شوي دي، دوی يې اندېښمن کړي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د راولپېنډۍ پولیسو تر ۱۵۰ زیات مظاهرچيان نيولي

په راولپېنډۍ کې پولیس وايي، تر ۱۵۰ څخه زیات هغه کسان یې نيولي چې پر یوې زده کوونکې د جنسي تېري تر راپورونو راتللو وروسته یې د مظاهرو پر مهال په "وراني" کې لاس درلود. د راولپېنډۍ پولیسو د اکتوبر ۱۷مه پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په یو بیان کې لیکلي چې د ویډیویي شواهدو له لارې یې هغه کسان نیولې دي چې زیاتره یې زده کوونکي دي. پولیسو زیاته کړې چې نيول شويو کسانو ته به د عدالتونو له لارې سخته سزا ورکوي. د زده کوونکو مظاهرې تر هغې وروسته پیل شوې چې کله تېره اونۍ پر ټولنیزو رسنیو په لاهور ښار... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

جمعیت علمای اسلام (ف)، مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند په ایین کې د عدالتي اصلاحاتو لپاره پر ترمیم راضي شوي دي

د مسلم لیګ (ن) رهبر میا نواز شریف د اکتوبر پر ۱۶مه په لاهور کې په خپل کور کې مولانا فضل الرحمان، ولسمشر اصف علي زرداري، د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او ځینې نورو وزیرانو ته ډوډۍ کړې وه چې پر مهال یې په ایین کې د ۲۶م ترمیم په اړه پر حکومتي پلان خبرې وشوې.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیایي هېوادونو په سیالیو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړه

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیایي هېوادونو په سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړه. د والیبال فدراسیون چارواکي وايي چې د والیبال ملي لوبډلې لوبغاړي نن پنجشنبه له کابله د تاشکند په لور روان شول. د منځنۍ اسيا دا سيالۍ د روانې مياشتې له ١٨مې نېټې څخه تر ٢٥مې نېټې پورې د افغانستان، ترکمنستان، قرغزستان، نيپال، مالديف، سريلانکا، بنګله‌دېش او بوتان د واليبال د ملي ټيمونو په ګډون د ازبکستان په کوربه توب پيلېږي. تر دې وړاندې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په وروستۍ نړیواله درجه بندۍ کې ۶۱ او په اسیا کې ۱۵م مقام خپل کړی و.

Mashaalradio.com 

منظور پشتین د اتوار پر ورځ احتجاجي پاڅون اعلان کړی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر د اکتوبر پر ۲۰مه د پاکستان په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د ولسي پاڅون په نوم احتجاجونه اعلان کړي دي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۶مه په ويډيويي پيغام کې وويل چې هغه پاڅون د پښتنو په قامي جرګې کې د شویو پرېکړو د عملي کولو "لومړی قدم "دی. دا د اکتوبر پر ۱۳مه تر جرګې وروسته د نوموړي لومړۍ رسمي وينا وه. د پي ټي اېم په کوربه توب د "پښتنو قامي عدالت" په نوم درې ورځنۍ لویه جرګه د اکتوبر پر ۱۳مه پای ته ورسېده چې پکې ۲۲ پرېکړې وشوې. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

رېچرډ بېنېټ: د ايران پر پوله دې د افغانانو د وژنې د راپورونو شفاف تحقیقات وشي

د اکتوبر پر ۱۶مه په جينيوا کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت سفير نصیر اندېشه او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي نصیر فايق په جلا جلا خبرپاڼو کې هغه پېښه "غیرانساني" بللې او غندلې یې ده. هغوی د پېښې د ازادو پلټنو غوښتنه کړې ده.

Mashaalradio.com 

هند کې له زړو شيانو څخه نوي توکي جوړېږي

هند هم د نړۍ په هغو هېوادونو کې یو دی چې ابادي یې زیاته ده او پکې کثافات هم زیات وي. د دې هېواد په نوي ډیلي کې یو داسې مرکز جوړ شوی دی چې د پلاسټکو په ګډون بېلا بېل استعمال شوي شیانو څخه نوي توکي جوړوي. د دې ادارې موخه چاپېریال ساتنه او په خلکو کې د پلاسټکو د نه کارولو پوهاوی خورول دي. انیسې اجمل په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ویډیوګانو څخه راپور جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې او د خلیج د شپږو هېوادونو چارواکو د منځني ختیځ په تړاو غونډه وکړه

د اروپایي ټولنې او د خلیج د شپږو هېوادونو چارواکو د منځني ختیځ په تړاو د لومړي ځل لپاره په بروکسل کې غونډه وکړه. د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا فون دیر لاین پرون د دې غونډې په پرانیستې وینا کې د مهمو جیوپولیټیک مسایلو په تړاو لکه د اوکراین د جګړې او په غزه او لبنان کې د جګړې په تړاو پر همکاریو ټینګار وکړ. اسوشېټېډ پرېس اژانس د چارواکو په وینا څرګندوي چې په دې برخو کې د یوه مشترک بیان خپرېدل سخته دي، ځکه چې د اروپایي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه د روسیې په برخه کې متفاوت نظر لري.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په کابل، خوست او لغمان کې لس کسان په دُرو وهلي

طالبانو د څلورو ښځو په ګډون لس کسان په کابل، خوست او لغمان ولایتونو کې په عام محضر کې په دُرو ووهل. د طالبانو سترې محکمې پرون په یوه بیان کې وویل چې دا کسان ځینې ۳۰ او ځینې ۳۹ دُرې، د جنسي اړیکو او غلا په تور وهل شوې دي. په دې بیان کې وړاندې راغلي چې دغه تورن کسان له څلورو تر شپږ میاشتو د جرم په اساس په بند هم محکوم شوي دي. له دې وړاندې د یو شمېر نړیوالو بنستونو له لوري په عام محضر کې د سزا په ورکولو نیوکې شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د تورخم-پېښور لاره پرانیستل شوه

د تورخم-پېښور لاره تېر ماښام پرانیستل شوه. دا لاره له ۵۵ ورځو راهیسې د بیګاړي چک پوسټ په سیمه کې بنده وه. په ننګرهار کې د پاک-افغان د سوداګرۍ خونو سلاکار مخلص احمد ازادي راډیو ته پرون ناوخته په یوه پيغام کې وویل چې له دې سره به د افغان سوداګرو د صادراتو او افغانستان ته د وارداتو ستونزه حل شي. په خیبر دره کې د دوشنبې په ورځ د پښتنو قامي جرګې په پرېکړو کې یوه هم دا وه چې له افغانستان سره دې د ډیورنډ کرښې په اوږدو ټولې لارې د خلکو او مالونو پرمخ خلاصې شي. د پاکستان حکومت د تورخم لارې د پرانیستلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د اورلګېدو له کبله درانه زیانونه اوښتي

د کندهار په ښار کې د اورلګېدو له امله د لسګونو میلیونو افغانیو زیان اوښتی دی. د کندهار ښار د بوش بازار په سیمه کې د پروني اور له امله یو تن ټپي شوی هم دی. په کندهار کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند اسدالله جمشد ویلي چې د دې اور له امله ۴۸ میلیونه او دوه لکه څلوېښت زره افغانۍ زیان اوښتی دی. د عامو خلکو په دوکانونو کې د دې اور لګېدو علت تراوسه نه دی معلوم شوی.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *