Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د تورخم-پېښور لاره له نږدې دوو میاشتو تړل کېدو وروسته چهارشنبه ماښام پرانیستل شوه

د خیبرپښتونخوا د بېګياړۍ په چک پاينټ سیمه کې د تورخم-پېښور لويه لاره له نږدې دوو میاشتو تړل کېدو وروسته بلاخره چهارشنبه ماښام د سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.


د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد هم دې موضوع په تایید سره ازادي راډیو ته یې وویل: "د بېګياړۍ پوسته چې د تورخم او پېښور ترمنځ موقعیت لري د افريديو او کوکي‌خېلو د اعتراض له امله تړل شوې وه. سوداګرو خپل مالونه بازار ته نه شواى لېږدولى چې سوداګرو او کروندګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى و، پرون ماښام دغه لاره خلاصه شوه."




نوموړى هیله‌مند دى چې په راتلونکي کې به دا ډول ستونزه رامنځته نه‌‌شي او سوداګر به وکولای شي، چې له‌دې لارې خپل مالونه په عادي ډول ولېږدوي.


یوشمېر افغان سوداګرو ازادي راډيو ته وویل، د تورخم-پېښور لارې له پرانیستلو سره هم‌مهاله د دوی د صادراتي توکو لاريو پاکستان ته حرکت کړى دى.


یو له دغو سوداګرو څخه رفیع‌الله چې په خبره یې تل پر دغې لارې ستونزې یې اندېښمنوي، ازادي راډیو ته وویل: "اوس‌مهال صادرات لرو او د لارې د بندېدو پر مهال مې څه باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ زیان کړى و، خو پرون ماښام د تورخم لاره پرانيستل شوه او موټر مو د تورخم پر لاره حرکت کړى."


خو د تازه مېوې او سبزيجاتو يو بل صادروونکى حاجي بشير د افغانستان د تازه مېوو او سبزيو په موسم کې پاکستان ته د سوداګريزو لارو پر بندېدو نيوکه کوي او وايي چې، اوس د دې لارې پرانيستل د افغان سوداګرو په ګټه نه‌دي.


هغه وايي: "دا لاره اوس پرانيستل شوه، دا د افغانستان په ګټه نه‌‌ده، ځکه اوس د دوی د مېوو موسم پیل شوى، یوه میاشت او شل ورځې مخکې که خلاصه وه زموږ په ګټه به وه اوس د پاکستان په ګټه ده هيڅ فایده نه‌کوي اوس ځکه هر سوداګر تر ١٠٠ زره تر زر لکه افغانيو زيان کړى، اوس مو په درد نه‌خوري."




د پاک-افغان د سوداګرۍ او پانګونې په ګډه خونه کې د پاکستاني سوداګرو د ټولنې مشر ضیاالحق سرحدي وايي، د سوداګریزو لارو بندېدل د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زیان رسوي.


نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "د ځايي خلکو سره د خبرو اترو په هڅه کې دا لاره پرانيستل شوه او خبرې اترې بريالۍ شوې، د دې لارې په بندېدو سره به د دواړو خواوو سوداګر زيانمن شي او سوداګري به سخته زيانمنه شي د دواړو هېوادونو حکومتونه او د افغانستان او پاکستان د ګډې خونې چارواکي دې د دې ستونزې په اړه خبرې اترې وکړي او دایمي حل‌لاره دې ورته ولټوي."


د خيبرپښتونخوا په بېګياړۍ سيمه کې له تورخم څخه پېښور ته غځېدلې لاره شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د اعتراض کوونکو له‌خوا تړل شوې وه.




دوی چې ویل کېږي ډېری یې د تیرا سیمې بې‌ځایه شوې کورنۍ دي، د پاکستان له حکومته غواړي چې دوی خپلو سیمو ته ولېږي.


د راپورونو له‌‌مخې، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د راجګول تيرا په سیمه کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په نتیجه کې ۲۰ زره کورنۍ د جمرود سیمې ته بې‌ځايه شوې وې، چې وروسته دغو کورنيو د تورخم-پېښور لویه لار هم بنده کړه.


افغان سوداګر او کروندګر وايي، پاکستان تل د افغانستان د تازه مېوو او تازه سبزيو موسم کې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې لارې تړي، چې ورسره د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو سوداګر ميليونونه افغانۍ زيانمنېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *