Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ايران په پوله د زيات شمېر افغانانو د وژنې راپورونه؛ د سيمې او نړۍ په کچه غبرګونونه په پراخېدو دي

د ایران او پاکستان ترمنځ د سیستان-بلوچستان په سرحدي سیمه کالګان کې د ایراني ځواکونو له‌خوا د زیات شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونو ته غبرګونونه مخ پراخېدو دي.


د ایران او پاکستان ترمنځ د سیستان-بلوچستان په سرحدي سیمه کالګان کې د ایراني ځواکونو له‌خوا په ډېر شمېر سره د افغانانو د وژل کېدو راپورونو ته د غبرګونو په دوام، په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر یوناما په خپل ایکس‌پاڼه کې ویلي، په‌دې راپورونو کې چې ادعا کېږي ډېری افغان کډوال په‌کې وژل شوي او ټپیان شوي دي، دوی يې اندېښمن کړي دي.


یوناما د پنج‌شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۷مه په خپله ایکس‌پاڼه کې په‌دې اړه د بشپړو او شفافو څېړونو غوښتنه کړې ده او ویلي دي، چې ټول اړخونه باید د کډوالو او پناه غوښتونو حقونو ته درناوی وکړي.


په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان هم په‌دې ورځ په خپله ایکس‌پانه په یاده برخه کې د یوې شفافې څېړنې غوښتنه کړې او دا راپورونه یې وحشتناک بللي دي.


دغه سازمان ویلي چې، مشکوک عاملین باید په عادلانه محاکمو کې کې ځواب ویلو ته راکاږل شي.


د افغانستان د ملي امنیت پخواني ريیس رحمت‌الله نبیل دا پېښه د افغانستان او ایران د حکومتونو په تندیو داغ بللی دی.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ یو ډېرشمېر هېوادوال د اقتصادي، سیاسي، امنیتي او نورو ستونزو چې د طالبانو د رژیم له امله دوی ورسره مخ دي، د یو ملايي استبدادي رژیم نه بل اخوندي رژیم ته پناه وړي، چې له بده‌‌مرغه له دغه ډول پېښو سره مخ کېږي."




نوموړی وايي، اړتیا ده چې په کور دننه داسې حل‌لارې وموندل شي چې، له‌مخې یې نور افغانان اړ نه‌شي چې له خپل هېواد ووځي.


د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد دغه پېښې ته په اشارې ويلي، که دا راپورونه حقیقت ولري د ایران لپاره به بدې پایلې ولري، خو هغه پر خپله ايکس‌پاڼه لیکلي دي، تر هر قضاوت وړاندې بايد د پېښې د هر اړخيزې څېړنې لپاره انتظار وویستل شي.


په بهر کې د افغانستان د یوشمېر پخوانیو سیاسي څېرو څخه جوړه د مقاومت عالي شورا هم په خپله اعلامیه کې دا پېښه ټکان ورکونکې بللې.




د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې انارکلي هنریار ویلي: "د ايران دغه عمل د ټولو نړيوالو اصولو او قوانينو خلاف عمل دی، د ملګرو ملتونو سازمان امنيت شورا بايد د ايران دغه وروستۍ او دې ته ورته پخوانۍ قضيې وڅېړي."


پښتون سیاستوال افراسیاب خټک دا زړه بوږنونکی جنایت بللی او په ايکس‌پاڼه یې په یو بیان کې یې لیکلي دي چې، د افغانانو لپاره د غچ اخيستو تر ټولو غوره لار، د یووالي پر مټ د یو ځواکمن او اباد افغانستان جوړول دي.


د پاکستان د ملي اسمبلۍ مخکېني غړي محسن داوړ په خپله ايکس پاڼه لیکلي، پر هغه بې وسه افغانانو له وحشته ډک زیاتی چې له ځورونو څخه تښتېدلي او د پناه اخیستو په لټه کې وو ځورونکی دی.


پرون د حال وش په نوم د بشري حقونو خپرونې چې د سیستان او بلوجستان اړوند خبرونه خپروي، خبر ورکړ چې، ایراني پوله‌ساتو ځواکونو د دې هېواد په کالګان سیمه کې پر شاوخوا ۳۰۰ هغو افغانانو ډزې کړي، چې غوښتل یې دغه هېواد ته واوړي.


د حال وش د راپور پر بنسټ، پېښه د تېرې یک‌شنبې په شپه د اکتوبر ۱۴مه د ایران د سیستان-بلوچستان د سراوان د کالګان په صفري نقطه کې شوې ده.


دغه سازمان د دوه عیني شاهدانو له قوله ویلي، له پېښې څخه ۶۰ یا او ۷۰ کسان ژوندي وتلي او نور مړه یا ټپیان دي.




په یوشمېر ویډیوګانو کې هم چې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي لیدل کېږي چې، ظاهرا په‌‌کې ډېر کسان وژل شوي او په وینو سره ټپیان لیدل کېږي.


په‌‌ دغو ویډیو ګانو کې ادعا کېږي چې د ایران د پوله‌ساتو له لوري پرې ډزې شوي دي، خو ازادي راډيو په خپلواک ډول د دغه ویډیو ګانو کره والي نه‌شي تاييدولی.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو پرون یې په خپله ايکس‌پاڼه لیکلي وو، د افغانستان بېلابېل ارګانونه او ډیپلوماتیکې استازولۍ د دې پېښې په اړه پلټنې کوي او د موضوع تر روښانېدو وروسته به په‌دې اړه لازمه پرېکړه وشي.


د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي، دا د ایران حق دی چې د غیرقانوني کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره قانوني چلند وکړي، خو نوموړي دا هم ویلي چې له معتبرو سرچینو سره تر اړیکو وروسته دا څرګنده شوې چې له سراوان سره د یک‌شنبې د پېښې راپورونه سم نه‌دي.




دا لومړۍ ځل نه‌دی چې د ایران له لوري د دغسې یو اقدام راپورونه خپریږي، بلکې تر دې نږدې څلور کاله وړاندې د ۲۰۲۰ په مې میاشت کې د افغانستان پخواني جمهوري حکومت ویلي وو چې، ایراني ځواکونو ۴۶ افغان کارګر چې غوښتل یې دغه هېواد ته داخل شي، سیند ته غورځولي چې ۱۲ تنه یې مړه شوي، ۱۷ یې ورک او ۱۷ نور ژوندي ژغورل شوي، خو ایراني چارواکو هغه مهال هم دا پېښه رد کړې وه.


له‌دې پېښې څو اوونۍ وروسته په ایران کې ایراني عسکرو د افغان کډوالو په یو موټر ډزې وکړې، چې له امله یې موټر اور اخیستی و، درې تنه په‌‌کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.


ایران دغه پېښه تایید کړې وه او ویلي یې وو چې، له عاملینو سره به یې قانوني چلند وشي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *