Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

آی‌او‌ايم: د اکتوبر لومړيو دوو اوونيو کې تر ۱۱زره ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي

آی‌او‌ايم وايي، د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۵مې نېټې ۱۱زره او ۵۱۳ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې له ډلې یې ۶۸۸ کسان په جبري ډول ستانه کړل شوي دي.


د آی‌او‌ايم د تازه راپور له‌مخې چې د پنج‌شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۴مه نېټه) خپور شوی راغلي، دا شمېرې د سپتمبر میاشتې د دوو وروستیو اوونیو په پرتله ۸سلنه زیاتوالی ښيي.




په راپور کې دغه‌شان زیاته شوې، که څه هم د تېرو راپورونو له‌مخې ډېری افغانان د نیول کېدو له ویرې له پاکستانه وتل، خو اوس د هغه افغانانو په شمېرو کې هم زیاتوالی راغلی چې د کور د کرایې او د خدماتو د بيل ورکولو د توان نه درلودو له امله، له‌دې هېواده افغانستان ته ستنېږي.


د ايي‌او‌ايم د راپور له‌مخې، ۵۱سلنه افغانان د کور د کرایې او ۴۷سلنه د خدماتو د بيل د تادیه کولو د توان نه درلودو او ۱۷سلنه د کار د نشتوالي له امله، د پاکستان پرېښودو ته اړ شوي.


یوشمېر هغه افغانان چې په روان زېږدیز کال کې له پاکستانه ستانه شوي دي هم دا خبره مني او وایي، په یاد هېواد کې له ډېرو ستونزو سره مخ وو، له همدې امله خپل هېواد ته ستانه شول.


یو له دوی څخه عبدالرحمان چې اوس په ننګرهار ولایت کې استوګن دی ازادي راډيو ته وویل: "د تګ لامل دا و چې هيڅ هم موږ سره نه وو، د کور کرایه ډېره وه، د برق بيل ډېر و چې زموږ له وس څخه بهر و، تقریبا ۲۰ - ۲۵ زره روپۍ د کور کرایه او د برق بيل جوړېده، نو موږ به څومره پیدا کولې چې د برق بيل به مو هم ورکولو او د خپلو وړو او د کور خرچه به مو هم کوله؟"




خو دا راستانه شوي شکایت کوي چې، په افغانستان هم هوسا نه‌دي او ژوند یې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.


له پاکستانه یو بل تازه راستون شوی افغان، عزیزالله چې په میدان وردګو ولایت کې اوسېږي وايي: "د روغتیا په برخه کې ستونزې زیاتې دي، بې‌کاري او بیروزګاري ده، خرڅ نه‌شو پوره کولای، دلته د کار زمینه نه‌ده برابره، کورونه ټول زاړه دي، په ورانو کورونو کې مو اړولي دي، نو د ژمي خطر او ستونزې بیخي ډېرې دي."


د کډوالۍ د نړیوال سازمان د راپور له‌مخې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې را په‌دې خوا نږدې اووه نیم لکه افغانان له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي، چې ۳۴سلنه یا څه باندې دوه نیم لکه یې یوازې په روان زېږدیز کال کې دي.




دا په‌داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېر شمېر افغانان د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ، امنیتي ستونزو او په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د محدودیتونو له امله یوشمېر هېوادونو په ځانګړي توګه ګاونډيو هېوادونو، ایران او پاکستان ته کډوال شول.


کډوال شوي افغانان هلته هم د اقتصادي ستونزو تر څنګ، د دې هېوادونو د پولیسو له‌خوا د لازمو اسنادو د نه درلودلو له امله له ځورونې، نیونې او بېرته ستنونې له ګواښ سره مخ دي.


د کډوالۍ نړیوال سازمان د تلې په ٣٠مه په یوه راپور کې ویلي وو، د روان زېږدیز کال له جولای تر سپتمبر میاشتې پورې اووه لکه، ۸۶ زره او ۷۶۹ افغانان له خپل هېواده وتلي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *