صدیقي: د پاکستان د دیني زده کړو ریاست تر ۱۷،۰۰۰ زیاتې مدرسې رجسټر کړې دي
د پاکستان د تعلیم او مسلکي روزنې وفاقي وزیر وايي چې په پاکستان کې د دیني زده کړو له ریاست سره ۱۷،۷۳۸ دیني مدرسې رجسټر شوې دي. خالد مقبول صدیقي د اکتوبر پر ۲۵مه سېنېټ ته په یو لیکلي ځواب کې ویلي چې د دیني زده کړو تعلیم عمومي ریاست په وفاقي کچه د دیني مدرسو د رجسټرولو یوازینۍ اداره ده. نوموړي ویلي چې هغه ریاست د ۵۹۸ مدرسو لپاره ۱،۱۹۶ استادان ګومارلي دي او د راجسټر مدرسو ۱۵۰،۰۰۰ زده کوونکو ته یې د جدیدو علومو نصابي کتابونه ورکړي دي. حکومت د ۲۰۱۹ز کال په پای کې د دیني زده کړو عمومي ریاست جوړ کړی... Читать дальше...