Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

روغتيايي ستونزې؛ اروپايي ټولنه: افغانستان کې هره دوو ساعتونو کې يوه مور خپل ژوند بايلي

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د کمښت له کبله په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.


اروپايي ټولنې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د برابرولو په برخه کې د څه باندې ۳۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړې دی.




دې ټولنې پرون پنج‌شنبې د (اکټوبر ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دې مرستې ۱۶ میلیونه یورو به د روغتیا نړیوال سازمان او ۱۵ میلیونه به یې د ملګروملتونو د وګړو صندوق له لارې په افغانستان کې د غیرساري ناروغیو، د ماشوم د زېږون او د مور او ماشوم د روغتیا او لویانو ته د روغتیايي خدمتونو د برابرلو په برخه کې ولګول شي.


دې ټولنې وړاندې ویلي، په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس‌رسي له کبله په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور مري، چې په نړۍ کې د ماشوم د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه ده.


د دې ټولنې په خبره، په افغانستان کې ۹۰سلنه ښځې روغتیايي خدمتونه ته لاس‌رسی نه‌لري.


د اروپايي ټولنې په ټکو، ۲۵سلنه افغانان په لیرو پرتو سیمو کې ژوند کوي، چېرې چې روغتیايي خدمتونه نه‌شته.


اروپايي ټولنه دا مرسته داسې مهال اعلانوي چې، ګڼ عام افغانان هم په خپلو سیمو په ځانګړې توګه له ښارونو لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي یا کموالي شکایت کوي.


د ارزګان د چهارچینو ولسوالۍ اوسېدونکي شفیق‌الله ازادي راډیو وويل: "زموږ د ولسوالۍ په مرکز کې هیڅ لوی او کوچنی کلينیک نه‌شته، زموږ خلک د روغتیايي خدمتونه څخه بې‌برخې پاتي دي."




د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکی داور خان وايي، سربېره پر دې چې په روغتونونو او کلینيکونو کې روغتیايي خدمات نه‌شته، دوا هم په لوړه بیه خرڅیږي.


هغه وايي: "موږ دا غواړو چې دلته روغتونونه جوړ شي، تر دې ځایه چې مریض راسیږي، مرګ ته وربرابر وي، په خلبسات کې روغتون لرو، نه په‌کې داکټران شته او نه هم چاته تداوي کوي."


اروپايي ټولنه وړاندې وايي، په افغانستان کې ۵۰سلنه مړینه د غیرساري نارغیو، له هغې ډلې د زړه ناروغي، سرطان، شکر، سټروک او د سږو اوږد مهاله نارغیو له امله ده، چې د دې شمېر سمې نیمايي يې ښځې جوړوي.


خو ایا په افغانستان کې د غیرساري ناروغیو د تداوۍ لپاره معیاري روغتونونه شته او دا تازه مرستې به روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسی اسانه کړي؟


په تېر جمهوري نظام کې د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د کنټرول د برخې مشر سید حبیب اروال په‌‌دې اړه وايي: " په ټوله نړۍ کې نه یوازې په افغانستان کې، له ۴۵ څخه تر ۵۰سلنه خلک د غیرساري ناروغیو له کبله مري، خو په افغانستان په‌دې اړه حتی د سرطانونو درملنې په برخه کې یو ځانګړي او معیاري روغتون نه و او نه هم شته. که په‌دې برخه کې له‌دې مرستو مؤثره ګټه واخیستل شي، ډېر به ښه وي نه په یو تجارتي شکل."




د اروپايي ټولنې په خبره، په روغتیايي سکتور کې د مالي سرچینو او د روغتیايي متخصصینو کمښت د افغانستان روغتیايي سیسټم تر فشار لاندې راوستی، چې له کبله يې روغتیايي خدمتونه کم شوي او کیفیت يې را ټیټ شوی دی.


د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا تېره میاشت په یو راپور کې له افغانانو سره د مرستو د کمښت په اړه اندېښه ښودلې وه او ویلي یې وو، د بودیجې کمښت د ژغورنې حیاتي پروګرامونه اغېزمن کړي او اساسي خدمتونو يې کم کړي دي.


د اوچا په خبره، د بودیجې د کمښت له کبله يې له ۱۸۰ ډېر ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه چې نژدې درې میلیونه خلکو ته يې خدمتونه وړاندې کول تړلي دي.


اوچا وړاندې ویلي وو، د ورغتیا او تغذیې ۱۵۰ ګرځنده ټیمونه رخصت شوي او د ۴۰ نورو ټیمونو کار هم د ختمېدو له ګواښ سره مخ دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *