امریکا د ملګرو ملتونو پر سازمان د اسراييلو د بندېز په قانون اندېښنه ښوولې
د دې اقدام په ځواب کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند مېتيو ميلر ويلي دي چې واشنګټن د دغه قانون په اړه خپل مخالفت او اندېښنې واضحه کړې دي.
نوموړي د اکتوبر پر ۲۹ مه ناوخته وويل چې دا قانون په غربي پټۍ، غزې تړانګه او مشرقي يروشلم کې د يادې مرستندويه ادارې فعاليتونه درولای شي.
د اسراييليو پارلېمان لخوا منظور شوی ياد قانون د ملګرو ملتونو مرکزي اداره يونايټېډ نېشن ريليف اېنډ ورکس ايجنسي په اسراييلو کې له هرډول فعاليتونو او د دوی له اسراييلي چارواکو سره له رابطو څخه منع کوي.