Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2024

Новости за 31.10.2024

Mashaalradio.com 

د ازادي اروپا راډیو مشر په اذربایجان کې د نیول شوي خبریال د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده

د اکتوبر پر ۳۰مه مه د ازادي اروپا د اذريايجان څانګې خبريال او اقتصاد پوه فريد مهرالزاده په زندان کې پينځه مياشتي پوره شوې. هغه وروسته له هغې نيول شوی وو چې د اذربايجان د حکومت پر تګلارو يې نيوکې کړې وې. حکومتي چارواکو پر هغه د قاچاق، د ټېکس نه ورکولو او جعلکارۍ تورونه پورې کړي دي، خو شنونکي وايي چې دا قضیه سیاسي انګیزه لري. د ازادي اروپا راډیو مشر سټیفن کاپس په مهرالزاده لګول شوي تورونه درواغ بللي او د خوشې کولو غوښتنه يې کړی ده. د مشال راډيو اذربايجان څانګې ويډيويي رپورټ ګل اياز وړاندې کوی.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين ولسمشر د دغه هېواد لوی څارنوال له دندې ګوښه کړ

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په رسمي ډول د دغه هېواد لوی څارانوال اندري کوستین لیوي له دندې ګوښه کړ. دا اقدام د هغه تحقیقاتو څخه وروسته شوی چې څرګنده شوه چې د اوکراین یوشمېر حکومتي چارواکو د معلولیت ګټې ترلاسه کړي او د غلطو پلمو له‌مخې یې له نظامي خدماتو څخه ډډه کړې. زیلینسکي د اندري کوستین د لیرې کولو فرمان نن (اکتوبر ۳۱مه) وروسته له هغې لاسلیک کړ، چې د اوکراین پارلمان دوه ورځې وړاندې د هغه د لیرې کولو په حق کې رایه ورکړه. وروستي تحقیقات ښیي چې د خمیلنیتسکي په سیمه کې ډېری څارنوالانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران سره پر پوله پر افغان وګړو د ډزو پېښه؛ طالب پلاوي خپلې لومړۍ موندنې شريکې کړې

د طالبانو حکومت د ایران د سیستان-بلوچستان ولایت په کلګان درې کې پر افغان کډوالو د ډزو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې، په‌دې پېښه کې د دوو کسانو مړي او ۳۴ ټپیان افغانستان ته لېږدول شوي دي. د طالبانو د حکومت تحقیقاتي پلاوي نن (پنج‌شنبه) په ایران کې د سیستان-بلوچستان ولایت د سروان ولسوالۍ په کلګان درې کې پر افغان کډوالو د ډزو پېښه تایید کړه او خپلې لومړنۍ موندنې یې شریکې کړې. د دوی په وینا، د پېښې له ځایه د دوو قربانیانو جسدونه او ۳۴ ټپیان افغانستان ته انتقال شوي دي، خو ځینې قربانیان لا هم په ایران او پاکستان کې پاتې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوږ حاصل سوړ بازار؛ کندهار کې د شاتو کاروباريان د ښه بازار موندنې په لټه کې دي

په کندهار کې د مني په موسم کې د شاتو تولید د ریحانو د ګلانو د رسېدو سره پیل شوی، چې دا فصل د شاتو تولید لپاره خورا مهم ګڼل کېږي. سید بصیر چې د کاپیسا ولایت اوسېدونکی دی، د کلونو راهیسې په کندهار کې د مچیو روزنه کوي او په‌دې برخه کې یې په ژړۍ ولسوالۍ کې ګڼ فارمونه جوړ کړي دي. اوس‌مهال، نوموړی شاوخوا ۶۰۰ صندوقونه لري چې زرګونه مچۍ په‌کې ساتل کېږي. سید بصیر د یخ او ګرم موسمونو سره سم د مچیو د فارمونو ځایونه بدلوي؛ په یخ موسم کې یې په ګرمو سیمو او په ګرمو موسمونو کې یې په یخو سیمو کې ځای پر ځای کوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ملنګ زين الله جان وايي چترالی سيتار يې بېرته ژوندی کړی

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو پېژندلی چترالی سيتار غږوونکی زين الله جان ملنګ دی. نوموړی وايي ۱۲ کلن وو چې سيتارغږول يې پيل کړل او وروسته يې له استادانو رسمي زده کړې وکړې. د ملنګ په خبره، د پاکستان راډيو او ټيلېوېژن د موسيقۍ پروګرانو سربېره يې په ګڼو پښتو فلمي سندرو کې هم سيتار غږولی دی. ملنګ زياتوي چې يوشمېر هېوادونو ته يې هنري سفرونه کړي دي او د پښتنو دا روايتي ساز يې نړيوالو ته ورپېژندلی دی. د ملنګ زين الله جان دا خبرې او د چترالي سيتار ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

Mashaalradio.com 

د دوکۍ سکرو کان کې زهرجنو ګیسو چاودنې ۲ مزدوران وژلي

د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د زهرجنو ګیسو د خپرېدو له وجې لږ تر لږه دوه کان کېندونکي مړه شوي او یو بل ژوبل شوی دی. چارواکي وايي، دا پېښه د اکتوبر پر ۳۱مه په دومړ سکرو کان کې هغه مهال وشوه چې کله درې واړه کان کیندونکي له پېښې څخه لږه شیبه وړاندې کان ته ورښکته شول. د دوکۍ سیمې د پولیسو مشر اېس اېچ او همایون ناصر ځايي خبریالانو ته ویلي، مزدورانو د کان مرمت کاوه چې زهرجن ګیسو له وجې چاودنه وشوه. د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې د اکتوبر د ۱۰مې او ۱۱مې په منځنۍ شپه وسله والو په یو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لبنان صدراعظم: اسراييل سره د اوربند هوکړې ته هيله‌من يو

د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي هیله څرګنده کړې چې، په راتلونکو څو ورځو کې به له اسراییلو سره د اوربند هوکړه اعلان شي. دا په‌داسې حال کې ده چې د اسراییلو خبري چینل (کان) یو سند خپور کړی او په‌کې یې ویلي، دا د هغې هوکړې مسوده ده چې، لومړني شپېته ورځني اوربند ته زمینه برابروي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې په دغه افشا شوي سند کې چې د (کان) په وینا د واشنګټن له‌خوا وړاندیز شوی او رسنیو ترلاسه کړی ویل شوي چې، اسراییل به د دغه شپېته ورځني اوربند په لومړۍ اوونۍ کې له لبنان څخه خپل ځواکونه وباسي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوست کې په اغېزمنو کورنیو مرستې وېشل شوې

د اکتوبر پر ۳۰مه په خوست کې پر شاوخوا ۷۰۰ هغو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشل شوې چې په تېرو دوه میاشتو کې له طبعي او غیر طبعي پيښو زیانمن شوې وې. د مرستې ترلاسه کوونکو وویل، طبعي پېښو کې د دوی زیانونو اندازه ډېره ده او په دې مرستو يې اړین ضرورتونه، نه پوره کیږي.

Pa.azadiradio.com 

آی‌ايف‌ار‌سي: د اپرېل او می ترمنځ سېلابونو له امله افغانستان کې ۳۰۰ کسان مړه شوي

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون (IFRC) وايي، په افغانستان کې ناڅاپي سېلابونو په دغه هېواد کې سلګونه کسان وژلي دي. يادې ټولنې ويلي، د ۲۰۲۴ کال د اپرېل په لومړیو کې د سختو بارانونو له امله چې د می میاشتې تر نیمایي پورې یې دوام درلود، په افغانستان کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۰۰ کسان مړه شوي دي. د دغه فدراسیون په نوي راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۳۰مه) په خپله وېب‌پاڼه کې خپور شو راغلي چې، دغو سېلابونو چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۳ ولایتونو کې راوتلي، په مستقیم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوريا د يو بل توغندي د ازمايلو خبر ورکړی

شمالي کوریا وایي، د اټومي وسلو د پیاوړتیا لپاره یې یو تر ټولو پرمختللی او پیاوړی توغندی ازمایلی دی. دا هېواد د وسلو دغه نوې ازموینه وروسته له هغې کوي چې، پیونګ‌یانګ روسیې ته د سرتېرو په لېږلو تورن شوی دی. جنوبي کوریا تر دې ازموینې یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی و، چې پر اټومي وسلو سمباله شمالي کوریا د یوه بل لیرې واټن ویشتونکي توغندي چې تر لویو وچو پورې رسېدلی شي، یا هم د اټومې ازموینې لپاره چمتووالی نیسي. دغه ازموینه څو ساعته وروسته له هغې وشوه چې، د امریکا او جنوبي کوریا پوځي چارواکو پر پیونګ‌یانګ غږ وکړ چې، خپل ځواکونه له روسیې وباسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين ولسمشر: لوېديځ دې پر روسيه د پرمختللې وسلې د کارونې اجازه راکړي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي یو ځل بیا له خپلو متحدینو غوښتي چې، اوکراین ته اجازه ورکړي چې پرمختللې لوېدیځې وسلې وکاروي چې پر روسیې ژور برید وکړي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې، د روسیې وروستي برید په خارکیف کې د یوه ۱۱ کلن ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه کسان ووژل او ۳۴ نور یې ټپیان کړل. د راپورونو له‌مخې، روسي ځواکونو د اوکراین په دویم لوی ښار خارکیف کې د استوګنې پر نهه پوړیزه ودانۍ د برید لپاره لارښود هوايي بم کارولی دی. د هوا له لارې لارښود بمونه یوه پیاوړې وسله ده چې، روسیه يې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جلا‌ل‌اباد کې د يو تفريح‌ځای او رسټورانټ جوړېدل؛ مسوولين يې: ښځو ته په‌کې ځانګړی ځای جوړ شوی

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې یو تفریحي ځای او رستورانت جوړ شوى، چې د مسوولینو په خبره یې نجونو او ښځو ته هم په‌کې ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی دی. په افغانستان کې تفريحي او د سېل ځايونو ته د طالبانو حکومت له‌خوا د ښځو او نجونو پر تګ له بنديز سره-سره په ننګرهار کې د یو نوي جوړ شوي تفریحي ځای او رستورانت مسوولین وايي، مېرمنو ته یې ځانګړى ځای په پام کې نيولی دی. د واما کانټيننټال په نوم دا تفریحي ځای او رستورانت د هسک ودانيز شرکت له‌‌خوا د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد کې په شپږنيم جريبه ځمکه کې د ٢٠ ميليونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

امریکا د ملګرو ملتونو پر سازمان د اسراييلو د بندېز په قانون اندېښنه ښوولې

امريکا د اسراييلو پارلېمان لخوا پر منظور شوي هغه قانون ژوره سخته اندېښنه ښوولې چې پکې د ملګرو ملتونو پر هغه مرکزي مرستندويه اداره بنديزونه لګول شوي چې په غزې تړانګه او د اسراييلو په ګډون د منځني ختيځ په نورو برخو کې فلسطينيانو ته مرستې رسوي. د دې اقدام په ځواب کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند مېتيو ميلر ويلي دي چې واشنګټن د دغه قانون په اړه خپل مخالفت او اندېښنې واضحه کړې دي. نوموړي د اکتوبر پر ۲۹ مه ناوخته وويل چې دا قانون  په غربي پټۍ، غزې تړانګه او مشرقي يروشلم کې د يادې مرستندويه ادارې فعاليتونه درولای شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځو په اړه د طالبانو د صادر شویو فرمانونو د ژر لغوه کېدو غوښتنه وشوه

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د افغانستان اوسني حاکمان باید له ځنډ پرته هغه ټول فرمانونه چې له مخې یې بشري حقونه او په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو حقونو نقض شوي لغوه کړي. په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري د مخ پر زیاتېدونکو محدیتونو په دوام د بخښنې نړیوال سازمان له ځنډ پرته د اوسنیو حاکمانو د ټولو فرمانانو د لغوه کېدو غوښتنه کړې چې له مخې یې د دغه سازمان په خبره بشري حقونه او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو حقونه نقض شوي دي. دغه سازمان پرون چهارشنبه د اکټوبر۳۰مه ناوخته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په برازیل کې یو شمېر افغان کډوال د ژوند له سختو شرایطو شکایت کوي

د لسګونو زرو نورو افغان کډوالو په څېر، د کډوالۍ ننګونو یو شمېر هغه افغانان هم اغېزمن کړي چې برازیل ته کډوال شوي دي. هغه یو شمېر زیانګالي افغان کډوال، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشردوستانه ویزو په ترلاسه کولو سره برازیل ته رسېدلي، په دې هېواد کې د ژوند له سختو شرایطو شکایت کوي. نوید عزیزي په افغانستان کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ خبریال و چې هېواد پرېښودو ته اړ شو او د بشردوستانه ویزې له لارې یې برازیل ته پناه یووړه. نوموړی ازادي راډيو سره په خبرو کې په کمپونو کې د کډوالو له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان په اړه د دوحې جوړېدونکې څلورمه ناسته؛ شنونکي: نړۍ باید د افغانستان په اړه جدي پرېکړې وکړي

تمه ده چې د افغانستان په اړه د دوحې د ناستو څلورمه غونډه هم جوړه شي. په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازي علي‌ احمد بن سیف آل‌ثاني د دوحې د څلورمې ناستې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره خبرې کړې دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه ناوخته د اکټوبر۳۰مه په دې اړه په یوې اعلامیه کې ویلي چې نیویارک د دې کتنې پر مهال د دوحې په درېیمه ناسته کې رامنځته شوی پرمختګ مثبت او مهم بللی دی. د اعلامیې په ټکو دواړو لوریو د دوحې د راتلونکې څلورمې ناستې لپاره د درېیمې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د طالبانو تګلارو د نجونو زده‌کړو په اړه د کورنیو نظر بدل کړی

د ملګرو ملتونو سازمان د ادارو یوه نوې سروې ښيي چې د طالبانو تګلارو په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو په اړه د کورنیو نظر بدل کړی دی. ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو حکومت له وېرې او په هېواد کې د نرواکۍ نورمونو د شتون له امله د ښځو د حقونو په اړه د خلکو چلند بدل شوی دی. د دغه سازمان د بېلابېلو ادارو، د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "آی‌اوایم" په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما او د دې سازمان د ښځو څانګې په یوې ګډې تازه سروې کې اندېښنه ښودل شوې چې د طالبانو تګلارو په افغانستان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د خبریالانو د ژغورنې نړيوال ادارې په پاکستان او افغانستان کې د خبریالانو د قاتلينو په نه نيو کېدو خواشيني ښوولې

د خبریالانو د ژغورنې نړیواله اداره (کمېټي ټو پروټيکټ جرنلېسټس يا سي‌ پي جې) وايي په پاکستان او افغانستان کې د خبريالانو وژونکو ته سزا نه ورکول کېږي. دې ادارې د اکتوبر پر ۳۰مه خپاره کړي راپور کې زیاته کړې چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې تر اوسه په پاکستان کې ۶ خبریالان وژل شوي خو حکومت د دې وژنو په تړاو لا هېڅوک نه دي نيولي. سي پي جی په خپل دغه راپور کې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نيوکې کړې چې نه یوازې د وژل شويو خبریالانو د قاتلینو د نيولو لپاره یې څه نه دي کړي، بلکې د رسنيوو محدودولو لپاره یې بندیزونه عملي کړي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د نړۍ په يوشمېر هېوادونو کې د هالووين رسم څنګه لمانځل کېږي؟

د نړۍ په يوشمېر هېوادونو کې د اکتوبر میاشتې له پیلېدو سره سم د هالووين رسم لپاره چمتووالی نيول کېږي او خلک پروګرامونه ترتيبوي. خو په عمومي ډول د هالووين لوی رسم د اکتوبر پر ۳۱مه لمانځل کېږي. دا چې په بېلا بېلو هېوادونو کې دا رسم په څه ډول لمانځل کېږي، په دې اړه ويډيو رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د ایران په کلګان دره کې پر افغان کډوالو د ډزو او چاودنې پېښه واقعیت لري

د طالبانو د حکومت یوه پلټونکي پلاوي موندلې چې د ایران په کلګان دره کې څه موده وړاندې پر افغان کډوالو د ډزو او چاودنې پېښه واقعیت لري. دغه پلاوي چې مشري یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي ویلي، دوی له دغې پېښې ۲ مړي او ۳۴ ټپيان افغانستان ته انتقال کړي دي. د پلاوي د موندنو په خبرپاڼه کې چې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پنجشنبه خپره کړې، راغلي چې څېړنې يې لا بشپړې نه دي او له کوم کره شمېر پرته یې ویلي، یو شمېر نور قربانیان ایران او پاکستان کې پاتې دي چې پلاوی یې د موندلو لټه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه؛ د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له بنګله‌دېش او زمبابوې سره سیالۍ لري

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ چې د اسیا په ایمرجېنګ جام کې د افغان الف لوبډلې د اتلولۍ په تړاو د کرکټ د شنونکو، لوبغاړو او روزونکو څرګندونې کړي دي. د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې افغانستان د بنګله‌دېش له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي. افغان کرکټ بورډ د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د درې لوبلړيو نېټې په ډاګه کړې. د اسیا جام او درې اړخیزو سیالیو په موخه د افغانستان نوې نولس کلنه ملي لوبډله اعلان شوه. د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې اسیا جام ته لار پیدا کړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو دې د ښځو او نجونو په اړه صادر کړي ټول فرمانونه لغوه کړي

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، د افغانستان واکمنان باید سملاسي ټول هغه فرمانونه بېرته لغوه کړي چې له مخې یې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې شوې دي. دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو سخت بریدونه شوي چې په وینا یې د ښځو د ژوند ټولې برخې یې متاثره کړې دي. دوی دغه اندېښنه داسې مهال ښيي چې د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر په قانون کې چې تېره اګست میاشت کې توشیح او رسمي جریده کې خپور شو، د ښځو غږ عورت بلل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له مجازاتو د ژورنالیستانو د قاتلانو د خوندیتوب په تازه شاخص کې افغانستان شپږم راغلی

له مجازاتو د ژورنالیستانو د قاتلانو د خوندیتوب په تازه شاخص کې افغانستان کې تر جنوبي سوډان وروسته شپږم راغلی دی. د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټه یا "سي‌پي‌جی" CPJ د شاخص په سر کې اول او دویم د هیتي او اسراییل نومونه راغلي چې د ژورنالیستانو وژنې په کې کېږي، خو قاتلان یې له مجازاتو خوندي دي. دا کمېټه وايي په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې ۱۸ ژورنالیستان وژل شوي دي. دغې کمېټې په نړۍ کې د ژورنالیستانو له وژنکو د معافیت په باب په یوه شاخص کې ویلي، په افغانستان کې د ۱۳ دغو وژنو مسوولیت داعش ډلې منلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوسفزۍ او نورو فعالانو له بریتانیا د طالبانو د جنسیتي تبعیض د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، له نورو فعالانو سره یوځای یې د بریتانیا د پارلمان له غړو او وزیرانو غوښتنه وکړه، هغه څه په رسمیت وپېژني چې د طالبانو د رژیم له‌خوا جنسیتي اپارټایډ یا تبعیض ګڼل کېږي. ملالې پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: "موږ باید د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د جنایتونو له کبله له طالبانو سره حساب- کتاب وکړو." هغې زیاته کړې چې تمه لري د پارلمان غړي او حکومت د کوټلو اقداماتو له لارې دا موضوع تعقیب کړي. د طالبانو پر حکومت انتقادونه کېږي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ د افغانستان په اړه د بینېټ د تازه راپور هرکلی وکړ

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د تازه راپور هرکلی وکړ. د بینېټ په دغه راپور کې چې تېره دوشنبه خپور شو، د ځینو باوري سرچینو په حواله د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي ځورونې او تېریو خبره هم شوې ده. د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ وايي، دغه راپور هغه جنایتونه بربنډوي چې نه یوازې له نړیوالو قوانینو بلکې له اسلامي، انساني او اخلاقي اصولو هم سرغړونې ښيي. د افغان ښځو دغه غورځنګ له ځینو نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *