د اوکراين ولسمشر: لوېديځ دې پر روسيه د پرمختللې وسلې د کارونې اجازه راکړي
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې، د روسیې وروستي برید په خارکیف کې د یوه ۱۱ کلن ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه کسان ووژل او ۳۴ نور یې ټپیان کړل.
د راپورونو لهمخې، روسي ځواکونو د اوکراین په دویم لوی ښار خارکیف کې د استوګنې پر نهه پوړیزه ودانۍ د برید لپاره لارښود هوايي بم کارولی دی.
د هوا له لارې لارښود بمونه یوه پیاوړې وسله ده چې، روسیه يې په زیاتېدونکي توګه په اوکراین کې د ملکي اهدافو د بریدونو لپاره کاروي.
ولودیمیر زیلینسکي په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې په یوه پیغام کې د پېښې له ځای څخه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، پهداسې شرایطو کې د متحدینو لهخوا د پرېکړې ځنډول د اوکراین پر وړاندې د لسګونو یا حتی د سلګونو نورو روسي بمونو د کارولو په معنا دي.
د اوکراین پر وړاندې د روسیې بېدلیله جګره د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروری، په ۲۵مه پیل شوه او تر اوسه دوام لري.