Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

آی‌ايف‌ار‌سي: د اپرېل او می ترمنځ سېلابونو له امله افغانستان کې ۳۰۰ کسان مړه شوي

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون (IFRC) وايي، په افغانستان کې ناڅاپي سېلابونو په دغه هېواد کې سلګونه کسان وژلي دي.


يادې ټولنې ويلي، د ۲۰۲۴ کال د اپرېل په لومړیو کې د سختو بارانونو له امله چې د می میاشتې تر نیمایي پورې یې دوام درلود، په افغانستان کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.




د دغه فدراسیون په نوي راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۳۰مه) په خپله وېب‌پاڼه کې خپور شو راغلي چې، دغو سېلابونو چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۳ ولایتونو کې راوتلي، په مستقیم ډول یې له ۲ لکه او ۸۰ زرو ډېر کسان اغېزمن کړي او شاوخوا یو میلیون کسان یې له خطر سره مخامخ کړي دي.


د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې د نړيوال فدراسيون د معلوماتو له‌مخې، په دغه ناورين کې چې پراخ زيانونه يې اړولي، له څلوېښت‌زره زيات کورونه ويجاړ شوي، چې له‌دې شمېر څه باندې ١٤ زره یې په بشپړه ډول او څه باندې ٢٦ زره نور یې په جزوي توګه ويجاړ شوي دي او ګڼ‌شمېر کورنۍ هم بې‌ځايه شوي دي، چې دا مهال خپلو خپلوانو کره یا هم په خېمو کې ژوند کوي.


د سېلاب‌ځپلو سیمو یوشمېر اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته وویل، کورونه یې ویحاړ شوي، د ګټې وټې سرچینې یې له‌منځه تللي او لا هم د خپلو کورنیو د هغو غړو په لټه کې دي چې، په سېلابونو کې ورک شوي دي.


د بغلان د بورکې د کلي اوسېدونکي نظیف‌الله ازادي راډیو ته وویل: "زه په کندهار کې په یو کار بوخت وم، څلور بجې وې چې زنګ راغی چې په سیمه کې سېلابونه راوتلي دي، خدای بښلي پلار ته مې زنګ وواهه، خو هغه ځواب رانه‌کړ، مور ته مې زنګ وواهه، ویل ځانونه مو ایستي دي خو پلار او لور دې ورک دي، موږ به یې لټوو، چې مړي پیدا شي او جنازه یې وکړو، دوکان، موټرسایکل، غوا، پسه، هر څه یې وړي، کله چې زه دلته راغلم، هیڅ شی پاتې نه وو."




د سره‌ صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون (IFRC) دغه‌شان اندېښنه ښودلې چې، په سیلاب‌ځپلو سیمو کې له اوبو څخه رامنځته شوې ناروغیو لکه نس‌ناستی او پوستکي ناروغۍ زیاتې شوي.


د پروان ولایت یوشمېر اوسېدونکي هم وايي، له سېلابونو وروسته ناروغه شوي او حساسیت یې پیدا کړی چې تر اوسه نه‌دي ښه شوي.


د دې ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ اوسېدونکي شمع اغا ازادي راډیو ته وویل: "زه ناروغه یم، شپه او ورځ ټوخېږم، مکروب ډېر دی، ټول خلک پرې اخته دي، له کله چې سېلاب راغی او خټې وچې شوې، نو ککړتیا زیاته شوه، یوشمېر سېلابونو یووړل او یوشمېر چې پاتې دي له خاورو او دوړو ورځ نه‌لري."


د سېلاب‌ځپلو سيمو د اوسېدونکو په وينا، مرستندويه مؤسسې د زيانمنو شويو سيمو روغتيايي وضعيت څاري او هڅه کوي، چې په ګرځنده کلينيکونو کې د روغتيايي کارکوونکو په مرسته د سېلاب له امله رامنځته شوې ناروغۍ کنټرول کړي.


د پروان ولایت د ګرځنده ډاکټرانو له ډلې ډاکټرې عزیزه حکیمي ازادي راډيو ته وویل: "موږ به په لومړیو کې تر دوه نیم سوو پورې ناروغان لیدل، خو اوس کم شوي له ۷۰ تر ۸۰ ناروغان وینو."




د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون په خپل راپور کې د حياتي بنسټيزو تاسيساتو له‌منځه تللو، د نږدې ۱۸۵ زره هکتاره کرنيزې ځمکې د ویجاړېدو، د څارويو له مړینې او د اغېزمنو ټولنو د اقتصادي ستونزو د ډېرېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د سېلابونو د اوبو له کمېدو سره-سره د دې ناورین پایلې لاهم جدي دي.


خو دغه فدراسیون ټینګار کوي چې، د لټون او ژغورنې عملیات، لومړنۍ مرستې، رواني ملاتړ، روغتیايي کڅوړې، نغدې پیسې، خوراکي توکي او د روغتیايي خدمتونه په ګډون بېړنۍ بشري مرستې وړاندې کوي او دوام ورکوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *