Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جلا‌ل‌اباد کې د يو تفريح‌ځای او رسټورانټ جوړېدل؛ مسوولين يې: ښځو ته په‌کې ځانګړی ځای جوړ شوی

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې یو تفریحي ځای او رستورانت جوړ شوى، چې د مسوولینو په خبره یې نجونو او ښځو ته هم په‌کې ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی دی.


په افغانستان کې تفريحي او د سېل ځايونو ته د طالبانو حکومت له‌خوا د ښځو او نجونو پر تګ له بنديز سره-سره په ننګرهار کې د یو نوي جوړ شوي تفریحي ځای او رستورانت مسوولین وايي، مېرمنو ته یې ځانګړى ځای په پام کې نيولی دی.


د واما کانټيننټال په نوم دا تفریحي ځای او رستورانت د هسک ودانيز شرکت له‌‌خوا د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد کې په شپږنيم جريبه ځمکه کې د ٢٠ ميليونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.


د دغه شرکت د مطبوعاتو رييس ميرويس ملنګ ازادي راډيو ته وويل: "په دغه ساحه کې د خويندو لپاره جلا ځاى په پام کې نيول شوى، چې ټول پرسونل به يې ښځې وي، ورسره څنګ کې د ځوانانو او نارينه‌و لپاره سوپر سټور جوړ شوى چې ځوانان کولای شي دلته له خوړو وروسته خريداري وکړي."


ننګرهار کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس ساجد خوګياني ازادي راډیو ته ویلي، دلته ښځو ته د کار زمینه هم برابره شوې.


هغه وايي: "دغه ځاى کې د زنانه‌و لپاره بېل-جلا ځاى جوړ شوى او تقريبا څوارلس زنانه هلته د زنانه‌و خدمت کوي، هلته نارينه بيخي نه‌شته او هلته دوى وړې-وړې غرفې جوړې کړي چې د زنانه‌و سودا هم په‌کې کېږي"




دا په‌داسې حال کې چې د طالبانو د بندیزونو له امله ښځې او نجونې په افغانستان کې د پارکونو او تفریحي سیمو له تګ څخه منع شوي دي او يوشمېر ولايتونو کې ان رسټورانټونو ته د تګ اجازه هم نه‌لري.




دغه‌شان دوی نجونې او ښځې په ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو راګرځولي او سینګارتونونه یې هم ورتړلي دي.


د ننګرهار اوسېدونکې فتانې په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "درې کاله شول په ازاده توګه ملګرو سره پارکونو تفريحي ځايونو او رسټورانټونو ته د تلو اجازه نه‌لرو، يا وايي کورنۍ سره راشئ يا وايي هيڅ مه راځئ، موږ هم انسانان يو زړه لرو غواړو چې تفريح وکړو، په موږ ډېر تاثير کوي دغه محدوديتونه نو د زغم نه‌دي."


په ننګرهار ولايت کې يوشمېر کورنۍ د دې ډول ځایونو جوړول مثبت ګام ګڼي او له طالبانو غواړي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې د نارینه‌و په څېر په ټولنه کې برخه واخلي.


د ننګرهار اوسېدونکي الفت‌الله محب‌‌زي ازادي راډيو ته وويل: "ننګرهار د اوړي او مني په موسمونو کې د ګرځندوى لپاره ښه تفريحي سيمه ده، شېرزى لوبغالى فارم هډې پارک او نور ځايونه د تفريح لپاره ښه ځاى دى، سراج الامارت پارک دى، خو نجونو ته په‌کې اجازه نه‌شته، څه وخت مخکې امربالمعروف پارکونو او تفريحي ځايونو ته د نجونو تګ منع کړى و."


د یادونې ده چې دا بندیزونه یوازې په ولایتونو کې نه‌دي، بلکې په پلازمېنه کابل کې هم د طالبانو د حکومت له‌خوا تفریحي پارکونو ته د نجونو او ښځو په ورتګ بندیز لګېدلی دی.


د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له‌مخې، اوس‌‌مهال په کابل کې تر ۱۴۰ ډېر تفریحي پارکونه فعال دي او د نورو پارکونو د جوړولو هڅې هم روانې دي، خو پر ښځو د محدودیتونو له امله ورته د کورنیو ورتګ کم دی.




ان ځيني داسې پارکونو ته هم د ښځو په ورتګ د بندیز راپورونه خپاره شوي دي، چې یوازې به دوی ورتللې.


د بشري حقونو د څار سازمان مخکې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونو ته په اشارې د افغانستان هر کور له زندان سره تشبیه کړی و.


د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار دا تشبيه تېرکال د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهي‌ عن‌المنکر وزارت د هغې پرېکړې په غبرګون کې کړې وه چې، نجونې او ښځې یې (بند امیر ملي پارک) ته له تلو منع کړې وې.


د طالبانو حکومت په تېرو درې کلونو کې پر افغان نجونو او ښځو خورا سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي چې، له امله یې افغان نجونې او ښځې د دوی دا ځل واکمني هم د تېرې دورې په څېر تیاره بولي.


راپور: عابده سپوږمۍ

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *