Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغان ښځو په اړه د طالبانو د صادر شویو فرمانونو د ژر لغوه کېدو غوښتنه وشوه

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د افغانستان اوسني حاکمان باید له ځنډ پرته هغه ټول فرمانونه چې له مخې یې بشري حقونه او په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو حقونو نقض شوي لغوه کړي.


په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري د مخ پر زیاتېدونکو محدیتونو په دوام د بخښنې نړیوال سازمان له ځنډ پرته د اوسنیو حاکمانو د ټولو فرمانانو د لغوه کېدو غوښتنه کړې چې له مخې یې د دغه سازمان په خبره بشري حقونه او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو حقونه نقض شوي دي.


دغه سازمان پرون چهارشنبه د اکټوبر۳۰مه ناوخته په خپلې ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او نجونو د حقونو پر وړاندې جدي بریدونه "حملې" شوي چې دې چارې په ټولو برخو کې د مېرمنو په ژوند اغېز کړی دی.


دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د طالبانو مشرتابه د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذ او په رسمي جریده کې خپور کړ چې له مخې د ښځو غږ عورت بللل شوی دی.


تازه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي یوځل بیا د امربالمعروف د قانون پر پلي کېدو ټنیګار کړی او ویلي: "کله چې یوه بالغه میرمن لمونځ کوي او له مخې یې یو بله بالغه ښځه تېرېږي نو لمونځ کوونکې مېرمن اجازه نه لري چې په لوړ غږ الحمدالله او سبحان الله ووايي."




د طالبانو له لوري وضع شویو محدیتونو په افغانستان کې مېرمنې او نجونې په جدي توګه اندېښمنې کړې دي.


د کابل ښار یوه اوسېدونکې مرسل وايي چې د محدیتونو له کبله له افغانستان د وتلو په هڅه کې ده.


هغه وايي: "دوی اسلام د خپلو شخصي ګټو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي، موږ له زړه له طالبانو نفرت لرو محدودیتونه یې د اندېښنې وړ او زړه نیونکي دي، موږ له طالبانو وړاندې هم مسلمانان وو او له هغوی وروسته به هم یو، زه له دغه وضعیت څخه ستړې شوې یم او هڅه کوم له هېواده ووځم."




د غزني ولایت اوسېدونکې سپوږمۍ غرنۍ د ورته اندېښنې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل: "د ټولنې پرمختګ د ښځو او نارینه‌وو په موجودیت پورې اړه لري، خو کله چې د ټولنې یو لوی قشر په کور وي او هر ډول محدیتونه پرې وضع کېږي او آن غږ یې هم منع کېږي، دا د مېرمنو او د هېواد د شاه تګ لامل کېږي."


په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله ګلثوم کامیار وايي چې د طالبانو دا ډول کړنو خلک او په ځانګړې توګه مېرمنې د دې په خبره له اسلام څخه زړه تورنې کوي.


هغه وايي: "د ښځو او دیني مسایلو پر وړاندې د طالبانو چار چلند چې په هېڅ کتاب کې نه دي راغلي، خو دوی یې دین ته منسوبوي ښايي د اسلام له دین څخه د ښځو د واټن اخېستو لامل وګرځي، دا شرموونکي قانونونه ښځې څنډې ته کوي او له کورني تاوتریخوالي سره یې مخ کوي، ټولې فعالې مېرمنې باید خپل غږ پورته کړي او ملګري ملتونه باید د دغو قانونونو پر وړاندې چپ پاتې نه شي."


طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته پر افغان مېرمنو او نجونو ګڼ محدیتونه لګولي چې مهم هغه یې له زده‌کړو او کار څخه د دوی راګرځول دي.


که څه هم ګڼو هېوادونو او ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې محدیتونه لرې کړي، خو دوی طالبانو نه یوازې دا چې دا غوښتنې نه دي منلې، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدیتونه مخ پر زیاتېدو دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *