Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان په رسنيو کې د هر ډول انتقادي محتوا درلودونکو موادو د خپرولو مخه نیسي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبان په مستقیم ډول د رسنیو په خبري خونو کې په فعالیت سره د هر ډول انتقادي محتوا درلودونکو مواد د خپرولو مخه نیسي.


په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په اړه د محدودیتونو په وړاندې د غبرګونونو په دوام، تازه د بشري حقونو د څار سازمان د رسنیو په کارونو کې د طالبانو په لاس‌‌‌وهنې او د افغان خبریالانو پر ستونزو اندېښنه ښودلې ده.


دغه سازمان پرون سه‌شنبه (د نومبر په ۲۶مه) په افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما او د ملګروملتونو د بشري حقونو د دفتر راپور ته په اشارې ویلي، طالبان په مستقیم ډول د رسنیو په خبري خونو کې په فعالیت سره د هر ډول انتقادي محتوا درلودونکو مواد د خپرولو مخه نیسي.


په راپور کې دغه‌‌شان راغلي چې، هغوی یانې طالبانو خبریالان د نیولو ترڅنګ شکنجه کړي او د رسنیو راپورونه یې په جدي ډول محدود کړي دي.


د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، طالبانو په‌‌دې هېواد کې د رسنیو منظره ویجاړه کړې او د ویرې فضا یې رامنځته کړې، چې له امله یې افغان خبریالان نه‌‌شي کولای د یوې مسئلې په اړه څېړنه وکړي او یا راپورونه چمتو کړي.


د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي، د افغانستان کورنۍ رسنۍ د طالبانو له‌‌خوا مکلفې دي، چې د راپورونو له خپرولو مخکې له طالب چارواکو څخه د تایید غوښتنه وکړي، کنه د سانسور له نورو ډولونو سره مخامخ کېږي.




په همدې حال کې په بلخ ولایت کې د یوې رسنۍ د خبر خونې مخکېنۍ مسووله چې نه‌‌‌غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، په راپورونو او خبرونو کې د امر بالمعروف او نهي عن‌‌المنکر او اطلاعاتو او فرهنګ ادارو د کارکونکو د لاس‌وهنې په اړه ازادي راډيو سره خپل نظر شريک کړی دی.




هغه وايي: "موږ یوه خپرونه لرله چې په هغې کې د ښځو اړوند مسایلو باندې بحثونه کېدل، په‌دې خپرونه کې به طالبانو ډېره لاس‌‌وهنه کوله، د دې ترڅنګ چې په خپرونو کې به یې مداخله کوله په راپورونو کې به یې هم ډېره مداخله کوله، کله به چې د مېرمنو اړوند کوم راپور و، د خپرېدو اجازه یې نه راکوله، همدا او ځینې نورې اقتصادي ستونزې لامل شوې چې زموږ رسنۍ وتړل شوه."


په کابل کې یو بل خبریال چې نه‌‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د خپل غږ بدلولو په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې د بشري حقونو د څار سازمان دا راپور تایید کړ او ويې ویل: "د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته چې طالبان واک ته ورسېدل، طالبانو رسنۍ سانسور کړې، ځکه طالبان غواړي چې ټول خپرېدونکي مواد باید د دوی له پالیسۍ سره برابر وي، د خبریالانو نیول، شکنجه کول، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي هغه موارد دي چې په‌‌دې راپور کې راغلي او دا په رسنیو کې د شکنجې، ځورونې او سانسور د افشا کولو یوه کوچنۍ بېلګه ده، چې د بشري حقونو د څار سازمان خپره کړې."




هڅه مو وکړه چې د بشري حقونو د څار سازمان د دغه راپور په اړه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ویاند خبیب‌الله غفران نظر هم ولرو، خو د دې راپور تر خپرېدو نوموړي د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې پرون سه‌‌شنبه په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یوناما هم د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه راپور خپور کړ.


په‌‌دې راپور کې ویل شوي چې، پر افغانستان واکمنو طالبانو د رسنیو لپاره له ننګونو ډکه فضا رامنځته کړې چې، سانسور او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي پر وړاندې د خنډونو جوړول په‌کې شامل دي چې په دغه هېواد کې یې د بیان پر ازادي منفي اغېز کړی دی.


د راپور له‌‌‌مخې، د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې له ۳۳۶ ښځینه او نارینه خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو سره د بشري حقونو د نقض موارد مستند کړي، چې په‌‌دې کې د خپل‌سرو نیونو او توقیفونو ۲۵۶، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ او د ګواښونو او وېرونو ۷۵ موارد شامل دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *