Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اسراییلو او حزب الله تر اوربند وروسته ولسي وګړي کورونو ته ستنېږي

د لبنان په جنوب کې د اسراییلو او د ایران ملاتړ لرونکې ډلې حزب الله تر مینځ تر شاوخوا ۱۴ میاشتنۍ جګړې وروسته د اوربند موافقه عملي شوې ده.

حزب‌ الله یوه وسلواله ډله او سیاسي ګوند دی چې د لبنان د جنوب ډېری برخې کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري.


امریکا حزب الله یوه ترهګره ډله بولي خو اروپايي ټولنې یې یوازې وسلواله څانګه د بندیزونو په نوملړ کې شامله کړې ده.


اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د نومبر پر ۲۶مه وویل چې کابینې یې له حزب الله سره د اوربند موافقه منظوره کړه.


د اسراییلو او حزب الله تر مینځ جګړې په سیمه کې د پراخ تاوتریخوالي اندېښنې زیاتې کړې وې او ترمینځ د سولې پر لوري لوی پرمختګ ښيي.


اوربند پر سیمه ییز وخت سهار څلور بجې پیل شو، خو اسراییلي پوځ ملکي وګړو ته خبرداری ورکړ چې د لبنان په جنوبي سیمو کې دې خپلو کورونو ته نه ستنېږي او د اسراییلیو ځواکونو پوستو ته دې نه نېږدې کېږي.


البته پر دې سربېره د ملکي وګړو کاروانونه د لبنان جنوبي برخو ته داخل شول. دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو ځواکونو پر ځای د لبنان پوځیان لا هم په سیمه کې ځای پر ځای دي.


د اسراییلي وزیراعظم دفتر د نومبر پر ۲۶مه په بیان کې وویل چې د اوربند د موافقې پلان د یوې منفي رایې پر وړاندې په ۱۰ مثبتو رایو منظوره شوه.


امریکايي ولسمشر جو بایډن سمدستي د اوربند هرکلی وکړ او و یې ویل چې هغه لبنان ته یو نوی پیل برابروي او څرګندوي چې تر هغې ۱۴ میاشتنۍ جګړې وروسته هم سوله ممکنه ده چې پکې زرګونه لبنانیان ووژل شول او په لسګونو زره اسراییلي وګړي یې بې کوره کړل.


نتنیاهو تر دې مخکې د امریکا په مینځګړتوب د اوربند د هغې موافقې دفاع کړې وه او پر خپلې امنیتي کابینې یې ټینګار کړی وو چې منظوره یې کړي. خو هغه ژمنه کړې چې که حزب الله د جوړجاړي سرغړونه وکړي نو "سخت به یې وځپي."


اسراییلي وزیراعظم په ټېلېوېژني وینا کې د اوربند د مودې په اړه وضاحت نه دی کړی خو زیاته یې کړه چې د جنګ بندۍ وخت په دې پورې اړه لري چې په لبنان کې څه کېږي.


حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پر اسراییلو بېساری او خونړۍ برید وکړ. تر هغې وروسته اسراییلو په غزې تړانګه کې جګړه پیل کړه او بیا یې په لبنان کې د حزب الله پر وړاندې عملیات پیل کړل او دا راز یې په سوریې (شام) کې هم د اسلامي جهاد ډلې پرضد حملې کړې دي.


په همدې حال کې حزب الله هم پر اسراییلو د توغندیو حملو ته دوام ورکړی وو چې له وجې یې په زرګونو اسراییلیان بې کوره شوي ول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *