Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستان تر واک لاندې کشمیریان وايي په جهلم سیند کې د اوبو کچه زياته شوې ده

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې یو شمېر اوسېدونکي وايي، له هنده ورغلي جهلم سيند کې د اوبو زياتې کچې اندېښمن کړي دي.د پاکستان غاړې کشمیر کې د جهلم سیند په څنډو کې اوسېدونکي تور پورې کوي چې هند په لوی لاس په جهلم سیند کې زیاتې اوبه پرېښي دي چې له امله یې هغوی وارخطا شوي دي.

د هغې سیمې یو اوسېدونکي رفیق حسین د مې پر لومړۍ نېټه رويټرز خبري اژانس ته وويل چې په جهلم سیند کې د اوبو کچه تر ۱۰ فوټه پورې لوړه شوې ده.

تر اوسه لا د هند او پاکستان حکومتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځايي خلک وايي، تر دې وړاندې به چې کله د کال په دغو مياشتو کې اوبه زياتېدلې، نو هند به وار له مخه خبرداری ورکاوه، خو د هغوی په وينا، دا ځل يې دوی ته خبر نه دی ورکړی.

د هند او پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په عمومي توګه د دوبي (اوړي) په موسم کې د غرونو واوره ويلي کېږي، چې له امله يې په رودونو کې اوبه هم لږ زياتې شي.

دا تر هغه وروسته ده چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې پر سيلانيانو په وسلوال بريد کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول.

هند هغه پېښه یو "ترهګر برید" بللی دی او پر پاکستان یې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی دی.

اسلام اباد تر پېښې وروسته د ۲۵ هنديو او یو نیپالي سیلاني پر وژنه او د ۱۷ کسانو پر ژوبلېدو "اندېښنه" وښوده، په حمله کې یې د ککړتیا تور رد کړ، له نوي دلي یې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد وغوښتل او څو ورځې وروسته یې د پېښې د "بې طرفه پلټنو" غوښتنه وکړه.

د کشمیر مقاومت، چې د مقاومت جبهه هم بلل کېږي، په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې ده.

د هند حکومت تر هغې حملې یوه ورځ وروسته، د اپرېل پر ۲۳مه ماخوستن مهال له پاکستان سره "د اباسین د اوبو موافقه وځنډوله".

د اباسین د اوبو موافقه د هند او پاکستان ترمینځ هغه موافقه په ۱۹۶۰ز کال کې د نړیوال بانک په مینځګړتوب شوې وه. په موافقه کې راغلي دي چې د اباسین د اوبو نظام له شپږو لویو سیندونو جوړ دی چې ورڅخه یې درې غربي او درې ختیز یا شرقي بلل کېږي.

د هغو سیندونو اصلي سرچینې په تبت، د هېمالیا په غرونو او د هند تر واک لاندې په جمو او کشمیر کې دي.

په ۱۹۴۷ز کال کې چې د هند نیمه وچې له برېتانیا خپلواکي ترلاسه کړه او پاکستان جوړ شو نو د دواړو هېوادونو ترمینځ د هغو اوبو د وېش، نظم او مدیریت په اړه لانجه او اختلافات پیدا شول چې بالاخره څه باندې یوه لسیزه وروسته حل شول.

د موافقې له مخې، د درې غربي سیندونو - اباسین، جهلم او چناب - اوبه به د پاکستان پر لوري بهېږي. هند په تر خپل واک لاندې کشمیر او نورو ځایونو کې هغه اوبه کارولای شي، خو زېرمه کولای یې نه شي او داراز یې بهیر هم نه شي کمولای یا ګډوډولای.

داراز، موافقه هند ته د درې ختیزو سیندونو - ستلج، بیاس او راوي - ټول واک ورکوي، یعنی نوی دلی د هغو سیندونو پر اوبو بندونه تړلای شي او بهیر یې بدلولای شي، او پاکستان ورباندې هېڅ اعتراض نه شي کولای.

دا موافقه د دواړو هېوادونو ترمینځ د جګړو پر مهال او په تېرو لسیزو کې پر ټولو اختلافاتو او ستونزو سربېره پر ځای وه او په لومړي ځل ځنډول شوې ده. د پاکستان کرنیزې او له اوبو د برېښنا جوړولو زیاتره چارې د اباسین د اوبو پر نظام تکیه دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *