Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Май
2025

Новости за 02.05.2025

Pa.azadiradio.com 

د موسیقۍ ګروپR.E.M، د ازادې اروپا په نوم سندره بیا نشر کړه

په ۱۹۸۱ کال کې د "ازادې اروپا راډيو" په نوم سندرې له خپریدو سره د بدیل راک ډله R.E.M نړۍ ته معرفي شوه. په دې کار سره دغې د موسیقۍ ډلې نړۍ ته د ازادې اروپا راډیو کار یو ځل بیا ورپیاد کړ چې په هغو هیوادونو کې خپرونې کوي چې رسنۍ پکې تر تهدید لاندې دي یا محدودې دي. د می په ۳ مه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې او د ازادې اروپا راډیو د ۷۵ کلیزې په مناسبت اعلان وکړ چې خپله سندره به بیا نشر کړي.

Pa.azadiradio.com 

اسراییل دمشق ښار ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید کړی دی

وروسته له دې چې د اسراییل د پوځ هوایي ځواکونو د سوریې چارواکو ته خبرداری ورکړ چې د دروزي اقلیت کلیو ته د ځواکونو له لېږلو ډډه وکړي، د اسراییل هوايي ځواک دمشق ښار ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید وکړ. تر دې برید وړاندې د سوریې د حکومت د پلوي وسله‌والو او د دروزي اقلیت د ملیشو ترمنځ دمشق ښار ته نژدې څو ورځې جګړه روانه وه. په دې نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د دوی جنګي الوتکو د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې یوه سیمه بمباري کړې ده. په خپاره شوي بیان کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړیوالو مذهبي ازادیو امریکايي کمیسیون د افغانانو د بېرته ستنولو په خاطر د پاکستان د اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې ده

له پاکستانه افغانستان ته له ګواښ سره مخامخ افغانانو د جبري ایستلو په اړه تر اندیښنو وروسته، د نړیوالو مذهبي ازادیو په چارو کې د متحده ایالاتو کمیسیون (یو اس ای ار اف) وایي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د بیرته ستنولو لپاره د پاکستان د حکومت "چټکو او روانو اقداماتو" په اړه اندیښنه لري. دغه کمېسیون په خپله ویب پاڼه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې، د دې کمیسیون د مشر سټیفن شنک په حواله ویلي چې "په افغانستان کې د هغو کسانو لپاره چې له اسلامه د طالبانو له سخت دریځي تعبیر سره سلا نه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که هر څوک له ایرانه تېل واخلي، بندیز به پر ولګول شي

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد یا شخص چې له ایران څخه تېل واخلي، بندیز به پرې ولګول شي او له متحدو ایالتونو سره به هېڅ ډول سوداګري نه شي کولی. ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا خبرداری د پنجشنبې په ورځ، د ثور ۱۱مه وروسته له هغه ورکړ چې د تهران د اتومي پروګرام د حل لپاره خبرې د شنبې ورځې ته وځنډېدې. ښاغلي ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې لیکلي: «د ایران د تېلو یا پتروکیمیايي محصولاتو هر ډول پېر باید سمدستي ودرول شي.» هغه زیاته کړه: «هر هېواد یا شخص چې له ایران څخه هر ډول تېل یا پتروکیمیايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال کې د وچکالۍ د زیان لپاره  ۱۶.۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي

ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د وچکالۍ له کبله له رامنځته شویو شرایطو سره د مبارزې لپاره ۱۶.۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي. دا خبره د ملګرو ملتونو ویاند سټیفتن دوجاریک پرون (پنحشنبې) وکړه. د سرمنشي ویاند، وویل: «دا نوې بودجه هم لومړنۍ او هم تر ټولو لویه ګډه مرسته ده چې په افغانستان کې د وچکالۍ پر وړاندې د مخنیوونکو اقداماتو ملاتړ کوي.» په دې پیسو کې ۶.۶ میلیون ډالره د عاجلو مرستو د مرکزي صندوق (CERF) له خوا او ۱۰ میلیون ډالره د افغانستان د بشري مرستو له صندوقه ورکول کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د ۲۰۲۵ کال په نړۍ کې د آزادۍ په شاخص کې ۱۷۵م مقام ته ټيټ شو

افغانستان د ۲۰۲۵ کال په نړۍ کې د آزادۍ په شاخص کې ۱۷۵م مقام لري، چې دا د رسنیو د جدي محدودیتونو او د ژورنالېزم د آزادۍ د کمېدو څرګندونه کوي. د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د ۲۰۲۵ کال د نړيوالې رسنۍ آزادۍ د شاخص له مخې، افغانستان په ۱۸۰ هېوادونو کې۱۷۵م ځای لري، چې دا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو لپاره د دوامداره خراب وضعیت ښکارندوی دی. که څه هم افغانستان د تیر کال پرتله درې درجې لوړ شوی، خو له سلو څخه یې یوازې ۱۷.۸۸ نمرې ترلاسه کړي، چې د رسنۍ د آزادۍ دوامداره بحران ته اشاره کوي. بې پولې خبریالانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان: ملګري ملتونه دې د افغان خبریالانو ستونزو ته پام وکړي

افغانستان د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د آزادۍ په نړیوال شاخص کې ۱۷۵م مقام لري، چې دا د رسنیو د جدي محدودیتونو او د ژورنالېزم د آزادۍ د کمېدو څرګندونه کوي. د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د ۲۰۲۵ کال د رسنیو د آزادۍ د نړیوال شاخص له مخې، افغانستان په ۱۸۰ هېوادونو کې۱۷۵م بللی چې دا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو لپاره د دوامداره خراب وضعیت ښکارندوی دی. که څه هم افغانستان د تیر کال پرتله درې درجې لوړ شوی، خو له سلو څخه یې یوازې ۱۷.۸۸ نمرې ترلاسه کړي، چې د رسنۍ د آزادۍ دوامداره بحران ته اشاره کوي. بې پولې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان تر واک لاندې کشمیریان وايي په جهلم سیند کې د اوبو کچه زياته شوې ده

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې یو شمېر اوسېدونکي وايي، له هنده ورغلي جهلم سيند کې د اوبو زياتې کچې اندېښمن کړي دي.د پاکستان غاړې کشمیر کې د جهلم سیند په څنډو کې اوسېدونکي تور پورې کوي چې هند په لوی لاس په جهلم سیند کې زیاتې اوبه پرېښي دي چې له امله یې هغوی وارخطا شوي دي. د هغې سیمې یو اوسېدونکي رفیق حسین د مې پر لومړۍ نېټه رويټرز خبري اژانس ته وويل چې په جهلم سیند کې د اوبو کچه تر ۱۰ فوټه پورې لوړه شوې ده. تر اوسه لا د هند او پاکستان حکومتونو په دې اړه څه نه دي ویلي. ځايي خلک وايي، تر دې وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر د امریکا د ملي راډیو او تلویزیون د بودجې د بندولو فرمان لاسلیک کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د امریکا د ملي راډیو او تلویزیون د بودجې د بندولو فرمان لاسلیک کړ. ډونالډ ټرمپ په یوه اجرايي فرمان کې د امریکا د عامه خپرونو ادارې ته، چې یادو دولتي رسنیو ته بودجه ورکوي، امر کړی چې د دې رسنیو مالي ملاتړ بند کړي. د اسوشیټډ پریس خبري آژانس د راپور له مخې، دا فرمان د عامه خپرونو ادارې او نورو فدرالي ادارو ته لارښوونه کوي چې د ملي راډیو (NPR) او د عامه تلویزیون (PBS) لپاره فدرالي بودجه بنده کړي. د ولسمشر ټرمپ اجرايي فرمان همداراز، دا ادارې مکلفوي چې د رسنیو د غیر مستقیم دولتي تمویل سرچینې له منځه یوسي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

وېنس وايي هيله لري چې اسلام اباد د "پاکستان مېشتو وسلوالو" په نيولو کې له هند سره همکاري وکړي

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس ويلي دي، واشنګټن هیله لري چې اسلام اباد د "پاکستان مېشتو وسلوالو" په نيولو کې له نوي دلي سره همکاري وکړي.نوموړي د مې پر لومړۍ نېټه د امريکا له فاکس نيوز ټېلېويژن سره د مرکې پر مهال په عين حال کې وويل چې واشنګټن هيله لري چې په پهلګام کې تر وروستي وسلوال بريد وروسته بايد د هند غبرګون د "پراخې سیمه‌ ییزې شخړې" لامل نه شي. د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې پر سيلانيانو په وسلوال بريد کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول. هند هغه پېښه یو "ترهګر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان سوداګر وايي، اوس هم تر واهګه د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې

د پاکستان حکومت له دې اعلان سره سره چې هغه افغان ترانزیتي موټرو ته کوم چې هند ته افغان توکي لېږدوي په واګه بندر د تېرېدو اجازه ورکوي، یو شمیر افغان سوداګر وايي، د دوی موټرو ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې.

Mashaalradio.com 

پاکستان له افغانستانه هند ته تلونکو لسګونو ټرکونو ته د واګې له لارې د اوښتو اجازه ورکړې ده

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د طالبانو د حکومت پر غوښتنه یې هغو ټرکونو ته اجازه ورکړې ده چې د اپريل له ۲۵مې مخکې وررسېدلي او د واګې له لارې هند ته مالونه وړي.

Pa.azadiradio.com 

سلګونه کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستنې شوې

د کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر په دوام کې سلګونه کورنۍ د پنجشنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې. د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري آژانس ویلي چې ۸۴۱ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي، چې له دې ډلې ۲۷۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې،۲۵۶ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۰۵کورنۍ د نیمروز د ورېښم پل له لارې، ۸ کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې، ۱۹ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې، او ۱۸۳ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته راستانې شوې دي. په راپور کې زیاته شوې چې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان او هند پولې ته نېږدې استوګن وايي ژوند يې له خطره ډک دی

د پاکستان او هند ترمينځ پولې ته د نېږدې کليو اوسېدونکي وايي په تېرو وختونو کې د دواړو هېوادونو ترمينځ نښتو کې يې يوشمېر کليوال وژل شوي دي. هغوی د دواړو هېوادونو له حکومتونو غوښتي دي چې له جنګه ډډه وکړي او په سوله ييز ډول ستونزې هوارې کړي. د رويټرز خبري اژانس له ويډيوګانو جوړ رپورټ.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *