ملګري ملتونه: اټکل دی چې په ۲۰۲۵ کې افغانستان ته څه دپاسه درې نيم ميليونه کډوال ستانه شي
ملګري ملتونه وايي تمه ده چې په ۲۰۲۵ کال کې به دوه ميليونه افغانان له ايران او ۱.۶ ميليونه له پاکستانه، افغانستان ته ستانه شي.د ملګرو ملتونو د صحت نړیوالې ادارې د مې په پينځمه نېټه خپاره کړي راپور کې ويلي چې د اپريل تر ۲۶مې پورې ۱۹۰۰۰۰ (يو لاک نوي زره)، افغان کډوال له پاکستان او ايرانه، افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغې ادارې په وينا افغانستان ته په ننوتونکو ځينو مرکزي لارو کې یې روغتيايي ډلې ناستې دي او ورتلونکو کډوالو سره د دوایانو او واکسینو مرسته کوي.
د صحت نړيوالې ادارې ويلي چې د خپلو کوښښونو باوجود هم کډوال نورو ډېرو مرستو ته ضرورت لري. هغې ادارې زیاته کړې چې دوی د خدماتو رسولو لپاره نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اپرېل له پیل راهیسې د افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی. وفاقي حکومت وايي، لسګونه زره بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي افغانان یې هېواد ته لېږدولي دي. په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د بې اسناده او افغان تابعیت کارډ لرونکو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول. بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري.
اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان، د بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۵ز کال په اپرېل کې د کډوالو د ایستلو دویم پړاو تر پیلېدو پورې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته لېږدولي ول. د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهالي حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.