نهه کلن شفیع الله چې څه موده وړاندې د پاکستاني پولیسو له لوري ونیول شو او له خپلې کورنۍ جلا افغانستان ستون کړل شو. هغه اوس مهال په ننګرهار کې له یوې کورنۍ سره اوسیږي. نوموړي نن دوشنبه د مۍ پنځمه ازادي راډيو ته وویل چې کورنۍ یې په پاکستان پاتې ده او دا له کوره لیرې له سختو ستونزو سره مخ دی. نوموړي وویل غواړي چې له خپلې کورنۍ سره بېرته یو ځای شي. "زه په بازار کې وم، دوی ونیولم او حاجی کمپ ته یې بوتلم، دوه ورځې یې هلته وساتلو بیا یې افغانستان ته راوړلم، زما پلار، کورنۍ او ورونه مې ټول په پاکستان کې... Читать дальше...
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وایي دغه سازمان د «مزایک» طرحې د پلي کولو هڅې پیل کړي دي. خو نصیر احمد فایق ازادي راډیو سره خبرو کې طالبانو ته په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ سپارلو اړوند بحثونو اړوندګونګسي رد او «اوازې» یې بولي. ښاغلي فایق زیاته کړه: “البته طالبان تل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د څوکۍ د ورکړې غوښتونکي دي، خو د ملګرو ملتونواو نړیوالې ټولنې چې د افغانستان په قضیه کې له اغیزناکو هېوادونو جوړه ده، دریځ یې تل واضح دی، تر... Читать дальше...
د سویس د کډوالو د ادارې د قومیت پر بنسټ د افغان کډوالو د ایستلو نظریه په دغه هېواد کې دننه او بهر د یو شمېر سیاسي ګوندونو او فعالانو او بشري حقونو د مدافعانو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده. دوی وايي چې د قومیت پر بنسټ اخراج د کډوالۍ د کنوانسینونو او د بشري حقونو له روحیې سره په ټکر کې ده. د مې په ۴مه د سویس د نیه څورښر څایتونګ جرمني ژبې ورځپاڼې راپور ورکړ چې ښایي پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي. دغه ورځپاڼې ویلي د سویس د اخراج د برخې مسؤلینو د کډوالۍ د برخې کارکوونکو ته ویلي چې... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا داخله او قبایلي چارو محکمې په صوبه کې مېشت اسناد لرونکيو افغان کډوالو ته د جون تر ديرشمې پورې د وتلو ويلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې، د خیبرپښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور ويلي وو چې د وفاقي حکومت لخوا په زور د افغان کډوالو د اېستلو له فیصلې سره اتفاق نه لري. خو په خیبر پښتونخوا کې د قبايلي چارو محکمې د مې پر څلورمه په بيان کې وويل چې که افغان کډوال د جون تر ديرشمې پورې نه ووځي نو که افغان کارډ لري هم، نو بهرنيان او غيرملکيان به ګڼل کېږي. تر دې مخکې افغان سیټیزن کارډ... Читать дальше...
پاکستان تحريک انصاف په اسلام اباد کې په هغه غونډه کې ګډون ونکړ چې د پوځ او حکومت وياندانو پکې د هند سره د کشالې په اړه د سیاسي ګوندونو غړو ته معلومات ورکړل. د مې پر څلورمه شوې دې غونډه کې رسنيو ته اجازه نه وه. د پاکستان سرکاري اژانس البته ليکلي چې د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ایي ایس پي ار) مشر لېفټيننټ جنرال احمد شریف چوهدري او د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاء الله تارړ د سیاسي ګوندونو غړو ته وويل چې که هند برید وکړي نو سخت ځواب به ورکړل شي. د اپریل پر ۲۲مه، د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې په... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي تمه ده چې په ۲۰۲۵ کال کې به دوه ميليونه افغانان له ايران او ۱.۶ ميليونه له پاکستانه، افغانستان ته ستانه شي.د ملګرو ملتونو د صحت نړیوالې ادارې د مې په پينځمه نېټه خپاره کړي راپور کې ويلي چې د اپريل تر ۲۶مې پورې ۱۹۰۰۰۰ (يو لاک نوي زره)، افغان کډوال له پاکستان او ايرانه، افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغې ادارې په وينا افغانستان ته په ننوتونکو ځينو مرکزي لارو کې یې روغتيايي ډلې ناستې دي او ورتلونکو کډوالو سره د دوایانو او واکسینو مرسته کوي. د صحت نړيوالې ادارې ويلي چې د خپلو کوښښونو باوجود هم کډوال نورو ډېرو مرستو ته ضرورت لري. Читать дальше...