Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

تحريک انصاف د هند د کشالې په اړه، د پاکستان پوځ په معلومات ورکوونکې غونډه کې ګډون ونکړ

پاکستان تحريک انصاف په اسلام اباد کې په هغه غونډه کې ګډون ونکړ چې د پوځ او حکومت وياندانو پکې د هند سره د کشالې په اړه د سیاسي ګوندونو غړو ته معلومات ورکړل. د مې پر څلورمه شوې دې غونډه کې رسنيو ته اجازه نه وه. د پاکستان سرکاري اژانس البته ليکلي چې د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ایي ایس پي ار) مشر لېفټيننټ جنرال احمد شریف چوهدري او د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاء الله تارړ د سیاسي ګوندونو غړو ته وويل چې که هند برید وکړي نو سخت ځواب به ورکړل شي.

د اپریل پر ۲۲مه، د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې په یوه برید کې ۲۶ ولسي وګړي ووژل شول، چې ډیری یې هندو سیلانیان ول. د هغې حملې ذمه واري د کشمير مقاومت په نوم یوې لږې پېژندل شوې وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې. هند وايي چې هغه حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي. خو پاکستان دا ردوي او وايي په دې اړه پلټنو ته تيار دی.

د پاکستان سرکاري ټيليويژن د راپور ترمخې، د بندې خونې په هغه غونډه کې د ملي امنیت مسالو په اړه بحث وشو چې پکې د پوځ وياند، لېفټيننټ جنرال احمد شریف چوهدري وويل: "پاکستان سوله غواړي خو که یرغل پرې وشي نو دښمن ته د مناسب ځواب ورکولو لپاره چمتو دی."

خو په دې غونډه کې د اپوزيشن ګوند، تحريک انصافاستازی نه وو. هغه ګوند په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په غونډه کې ګډون ورته ضروري نه ښکارېده. هغه ګوند ويلي چې په سختۍ سره د پاکستان په خلاف د بهرني اشتعال مخالفت او غندنه کوي خو حکومت بايد د سیاسي ګوندونو ترمنځ د همغږۍ پيدا کولو لپاره د خبرو اترو غونډه جوړه کړې وه. د بیان تر مخه، يو طرفه خبرې او معلومات ورکول د مسلې حل نه دی.

بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د مې پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې له ملګرو ملتونو یې غوښتنه کړې ده چې د امنيت شورا غونډه دې راوغواړي او په روانه کشاله دې خبرې وکړي. په خبرپاڼه کې راغلې چې پاکستان غواړي د هند لخوا د اوبو ودرولو مسله راپورته کړي.

په پهلګام کې تر حملې وروسته، هند که څه هم له پاکستان سره د اوبو او تجارت ځينې معاهدې منسوخې کړې دي خو په رسمي ډول یې پر پاکستان د کوم برید کولو اعلان نه دی کړی. البته دا یې زیاته کړې چې د ترهګرو د ځپلو لپاره د اقداماتو حق لري.

په همدې حال کې د امريکا په شمول د نړۍ ګڼو هېوادونو مشرانو پر پاکستان او هند غږ کړی چې خپلمنځۍ شخړې تر جنګه ونه رسوي او کشاله دې کمه کړي. د امريکا مرستيال ولسمشر، جې ډي وېنس ويلي دي، واشنګټن هیله لري چې اسلام اباد د "پاکستان مېشتو وسلوالو" په نيولو کې له هند سره همکاري وکړي. نوموړي د مې پر لومړۍ نېټه د امريکا له فاکس نيوز ټېلېويژن سره د مرکې پر مهال دا هم وويل چې هيله لري چې په پهلګام کې تر وروستي وسلوال بريد وروسته بايد د هند غبرګون د "پراخې سیمه‌ ییزې شخړې" لامل نه شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *