Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یونیسف: له پاکستانه په ستنېدونکو کې شاوخوا ۲۰ سلنه ماشومان دي چې ځینې یې له خپلو کورنیو جلا شوي دي

نهه کلن شفیع الله چې څه موده وړاندې د پاکستاني پولیسو له لوري ونیول شو او له خپلې کورنۍ جلا افغانستان ستون کړل شو.

هغه اوس مهال په ننګرهار کې له یوې کورنۍ سره اوسیږي.

نوموړي نن دوشنبه د مۍ پنځمه ازادي راډيو ته وویل چې کورنۍ یې په پاکستان پاتې ده او دا له کوره لیرې له سختو ستونزو سره مخ دی.

نوموړي وویل غواړي چې له خپلې کورنۍ سره بېرته یو ځای شي.

"زه په بازار کې وم، دوی ونیولم او حاجی کمپ ته یې بوتلم، دوه ورځې یې هلته وساتلو بیا یې افغانستان ته راوړلم، زما پلار، کورنۍ او ورونه مې ټول په پاکستان کې پاتې شول."

عبدالله چې په پاکستان کې یې د ای سي سي یا افغان تابعیت کار لرلو په وروستو کې له خپلې کورنۍ پرته افغانستانه ته استول شوی وايي چې تازه یې یو اوښی چې ۱۴ کاله عمر لري هم له خپلې کورنۍ پرته پاکستان له دې هیواده ایستلی او اوس دواړه په افغانستان کې له کورنیو پرته له سختو ستونزو سره مخ دي.

"زما یو اوښی چې ۱۴ کاله عمر لري، پلار، مور، ورونه او ټوله کورنۍ یې په پاکستان کې پاتې دي، دا یې ځانته راشړلی دی، اوس دا دلته ډېرې ستونزې لري، کله د یو کور کې اوسیږي کله د بل په کور کې له سختو ستونزو سره مخ دی، ان د چا په کور کې په ډاډه زړه ډوډۍ نه شي خوړلای."

دا اندیښنې په داسې حال کې دي چې پرون د مۍ په څلورمه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف راپور ورکړ چې د تورخم له لارې هره ورځ زرګونه افغانان خپل هیواد ته ستنیږي چې شاوخوا ۲۰ سلنه یې ماشومان دي.

یونیسف ویلي چې په دوی کې ډیری یې له خپلو کورنیو خو یو شمېر یې له کورنیو او پالونکو راستنول کیږي.

په راپور کې راغلي هغه کډوال چې د تورخم پولې ته رارسیږي ډېری یې پریشانه، خفه او لومړنیو توکو ته بېړنۍ اړتیاوې لري.

یونیسف دوه اونۍ وړاندې ویلي وو چې په تیرو اتو میاشتو کې د بیرته ستنیدو په بهیر کې ۷۸۲ ماشومان له خپلو کورنیو څخه جلا شوي وو، خو د دغه صندوق په مرسته بیرته خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

دې ادارې ویلي وو چې په دې موده کې له پاکستانه د ویستل شویو افغان کډوالو نږدې دوه په درېیمه برخه یې ماشومان وو.

په ورته وخت کې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې اعلان کړی چې په تېره اپریل میاشت کې ۲ لکه ۵۰ زره افغان کډوال له پاکستانهپه خورا سختو شرایطو کې خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې په راستنیو شویو افغانانو کې هغه ښځې او نجونې هم شاملې دي چې د نجونو او ښځو پر تعلیم، کار او د تګ راتګ پر آزادیو د لګېدلو محدودیتونو له کبله له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ دي.

یو شمېر ستنې شوې کورنۍ وايی چې اوس مهال په افغانستان کې له خراب اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

دوی د طالبانو له حکومته او بیلابیلو نړیوالو مرستندویه بنسټونو نه غواړي چې ژر ترژره ورسره مرستې وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *