Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په پاکستان کې میشتې د ورزشونو ښځینه لوبغاړې وايي له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي

خپل هیواد کې له ورزش او لوبو راګرځول شوې یو شمیر افغان ورزشکارې نجونې ګاوندي هیواد پاکستان کې هم ګڼې ستونزې لري.

د جوجیتسو ورزش پېغله لوبغاړې رویا عباسي یوه له دوی څخه ده.

دا چې درې کاله کېږي له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره د پاکستان په اسلام اباد کې میشته ده ازادي راډیو سره یې په خبرو کې وویل، د اقتصادي ستونزو تر څنګ تمرین لپاره مناسب ځای هم نه لري:

" په پاکستان کې ژوند کوم له ګڼو اقتصادي ستونزو او دغه شان د خپلو ورزشي فعالیتونو د دوام لپاره د مناسب ځای له نه شتون سره مخ یم، مونږ درې کاله کېږي چې له خپلو کیسونه هیڅ خبر نه یو او زه پاکستان کې د یوې افغان کډوالې او افغان ورزشکارې په توګه له دې ستونزو سره مخ یم."

رویا وايي چې دوی په پاکستان کې د کډوالو په چاروکې د ملګرو ملوتونو له عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار سره کیس لري.

د رویا پلار حفیظ عباسي چې د جوجیتسو ورزش یو روزنکی او په تیر جمهوري نظام کې د دغه فدراسیون مرستیال هم و ازادي راډیو سره په خبرو کې د رویا او د جوجیتسو د نورو نجونو افغان ورزشکارانو ستونزې تایید کړې.

د رزمي لوبو یوې بلې لوبغاړي چې ویې نه غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي او له نېږدې څلورو کلونو راهیسې د پاکستان په اسلام اباد کې اوسېږي ازادي راډیو ته لیکلي چې" د پاکستان په یوې څنډه کې یوې مړۍ ډودۍ ته محتاجه پرته یم، داسې حالت کې به نو زه څنګه خپل تمرینونو وکړم او خپل هدف ته ځان ورسوم."

د افغانستان د ویلچر باسکټبال د لوبډلې پخوانۍ غړې شکیلا مظفري هم چې له درې کلونو راهیسې له کورنۍ پرته یوازې سر د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې اوسېږي د ورته ستونزو خبره کوي:

" یو څوک چې ګټه، وټه ونه لري، ملاتړی ونه لري څنګه وکولای شي چې په شل، پنځه ویشت زره هره میاشت خپله ویزه تمدید کړي، نور لکښتونه دي لکه د کور کرایه، د برښنا پیسې د اوبو پیسې ورځني لګښتونه، ډیره سخته ده افغان کډوالو ته چې په پاکستان کې دي، په ځانګړي ډول مونږ ورزشکارانو ته چې معلولیت لرو ډیره سخته ده، مونږ د دې توان نه لرو چې یو ځای ولاړ شو او کار وکړو."

د افغانستان د پارالمپیک د کميټې پخوانی مشرعبدالحسین حصاري چې دې هم درې کاله کېږي چې د پاکستان په اسلام اباد کې اوسېږي د پارالمپیک د ښځینه ورزشکارو ستونزې تایدوي وايي دوی یو این ایچ سي ار کې کیسونه لري خو انتفاد کوي چې معلولیت یې په پام کې نه دی نیول شوی او اسناد یې سم طی مراحل شوي نه دي.

په پاکستان کې د یو این ایچ سي ار ویاند قیصر اپریدي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې طابانو د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست له میاشتې په افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته د نورو محدودیتونو تر څنګ ښځې په ورزشي لوبغالو کې له ورزش کولو او نندارې راګرځولې دي.

دوی دغه شان په یو شمیر ورزشونو هم بندیز لګولی دی. مخکې دوی ازادې سیالۍ " ایم ایم اې" منع کړې وې او تازه یې بیا د شطرنج لوبې هم ځنډولې دي.

په افغان ورزشکارانو د طالبانو د حکومت دا محدودیتونه د دې لامل شوي چې ډیری دوی په ځانکړي ډول نجونې او میرمنې خپل هیواد پرېږدي.

خو لیدل کېږي چې هلته هم هوسا نه دي او د رویا او شکیلا په شانې بېلابیلو ستونزو کې راګیر دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *