Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Май
2025

Новости за 14.05.2025

Pa.azadiradio.com 

د ویانا ژوبڼ د دوو نویو پانډاوو هرکلی وکړ

د ویانا ژوبڼ د چهارشنبې په ورځ (د می ۱۴مه) په ځانګړو مراسمو کې د دوو نویو پانډاوو هرکلی وکړ. دا دوه ژوي په ۲۰۲۰ م کال کې د چین په مرکزي سیمه کې د حیوانانو په یوه مرکز کې زیږیدلي او لان یون او هي فینګ نومیږي. د ویانا ژوبڼ خپل دوه نور پانډا په تیر سپتمبر میاشت کې چین ته ستانه کړل. دغو ژویو ۲۴ او ۲۵ کاله عمر درلود. د ویانا د ژوبڼ چارواکو د دغو نویو پانډاوو لپاره د اوسېدو ځای عصري جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په لوګر کې د ښځو په ګډون څلور کسان په درو ووهل

د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې په لوګر ولایت کې یې څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي چې دوې ښځې هم پکې شاملې دي. د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې، د سې شنبې په ورځ، د می په ۱۳مه، څلورو کسانو ته د دوی په وینا د "غیرمشروع اړیکو" او "بدکارۍ" په تور سزا ورکړل شوه. د معلوماتو له مخې طالبانو هر کس د سیمه ییزو چارواکو او اوسیدونکو مخې ته د ۲۰ او ۳۹ تر منځ په درو ووهل. په یوه بله پېښه کې په بدخشان ولایت کې په همدې ورځ، یو سړی چې طالبانو ورباندي د "بدکارۍ" تور پوري کړی و، په یفتل ولسوالۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ازبکستان ته شپاړس لارۍ مرمر ډبرې ورکړي دي

د ازبکستان رسنیو د سورخُندریا سیمه اییزې ادارې د مطبوعاتي خدماتو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې د می په ۱۳مه، د ترمز نړیوال سوداګریز مرکز کې د ازبکستان او طالب چارواکو تر منځ یوه غونډه وشوه. د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف، د سورخندریا سیمې والي الغبیک قسیموف، د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا د دفتر مشر ملا عبدالواسع او د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا ګډون کړی و. په راپور کې راغلي چې ازبکستان د هرات د سپینو مرمر ډبرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په اندونیزیا کې افغان پناه غوښتونکو لاریون وکړ

په اندونیزیا کې پاته افغان پناه غوښتونکو د چارشنبې په ورځ د استرالیا د سفارت مخې ته لاریون وکړ. دغو پناه غوښتونکو شعارونه ورکړل چې د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته دې توجه وشي. د دوی په وینا، استرالیا له ۲۰۱۴م کال راهیسي اندونیزیا ته د ورغلیو افغان پناه غوښتونکو کیسونه نه دي پراسیس کړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، په متحده ایالاتونو کې د مېشتو زرګونو افغان پناه‌غوښتونکو موقتي خوندي وضعیت یا "ټي‌پي‌اېس" پروګرام به د روانې مې میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې عملي شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډونالډ ټرمپ له احمد الشرع سره وکتل او له هغه یې وغوښتل چې له اسراییل سره اړیکې جوړې کړي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د سفر په دوهمه ورځ د سوریې له نوي واکمن احمد الشرع سره ولیدل. د امریکا ولسمشر د سوریې له نوي مشر سره، په کتنه کې له هغه وغوښتل چې له اسراییل سره د سولې له تړون سره یو ځای شي.

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې میشتې د ورزشونو ښځینه لوبغاړې وايي له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي

خپل هیواد کې له ورزش او لوبو راګرځول شوې یو شمیر افغان ورزشکارې نجونې ګاوندي هیواد پاکستان کې هم ګڼې ستونزې لري. د جوجیتسو ورزش پېغله لوبغاړې رویا عباسي یوه له دوی څخه ده. دا چې درې کاله کېږي له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره د پاکستان په اسلام اباد کې میشته ده ازادي راډیو سره یې په خبرو کې وویل، د اقتصادي ستونزو تر څنګ تمرین لپاره مناسب ځای هم نه لري: " په پاکستان کې ژوند کوم له ګڼو اقتصادي ستونزو او دغه شان د خپلو ورزشي فعالیتونو د دوام لپاره د مناسب ځای له نه شتون سره مخ یم، مونږ درې کاله کېږي چې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د بریتانیا استازولي: واده شوې ښځې له فزیکي، جنسي او عاطفي ځورونو سره مخامخ دي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو په وړاندې محدودیتونه ورځ تر بلې ډیریږي، د افغانستان لپاره د بریتانیا استازولي وايي په افغانستان کې واده شوې ښځې له فزیکي، جنسي او عاطفي ځورونو سره مخ دي. دغه استازولۍ په خپله اېکس پاڼه د روغتیا د نړیوال سازمان ډبیلو ایچ او له قوله ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۴۶ سلنه واده شوې میرمنې فزیکي تاوتریخوالی تجربه کوي. په بیان کې راغلي دي چې دغه شان ۳۴ سلنه واده شوې ښځې له عاطفي ځورونو سره مخ دي او ۶ سلنه نورې د جنسي تاوتریخوالي ښکار دي. په بیان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د افغان پناه غوښتونکو په اړه د امریکا پر پرېکړه انتقاد کړی دی

د متحده ایالاتو له لوري په دې هیواد کې د افغان پناه غوښتونکو لپاره د " لنډمهاله خوندي حالت " د لغوه کولو له اعلان وروسته د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا آي آر سي په دې پرېکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان ته د لنډ مهاله خوندي حالت درلودنکې افغانانو استول به ویجاړونکې پایلې ولري. دغه کمېټې د مۍ په ۱۳ مه په خپله ویب پاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې د کمیټې د پناه غوښتنې، بیا میشتیدنې او د کډوالو د ادغام څانګې د لوړ پوړي مرستیال هانس وان ډي ویرډ له قوله ویلي، چې افغانستان د دې کمېټې د ۲۰۲۵ کال په اضطراري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په خرلاڅۍ کې د طالبانو او پاکستان په همکارۍ روغتون جوړ شو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د خرلاڅۍ بندر په اډه کې د یوه روغتون د پرانیستلو خبر ورکړی دی. هغه نن چهارشنبه (۲۴ ثور) په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې دا روغتیایی مرکز چې «د افغانستان-پاکستان د دوستۍ روغتون» نومول شوی، د ښه نیت د پیاوړتیا او دوه اړخیزې همکارۍ په هدف د پاکستان د اردو او د طالبانو د ادارې له‌خوا جوړ شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې په دغه روغتون کې، چې په عصري طبي وسایلو سمبال دی، تر ډېره د ډیورند کرښې په غاړه د پرتو سیمو اوسېدونکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ټرمپ د شام له ولسمشر احمد الشرع سره په سعودي کې ملاقات کړی دی

د امريکا ولسمشر ډانلد ټرمپ پر شام د بندیزو د ليرې کولو د پيل د اعلان تر څنګ، له شامي ولسمشر احمد الشرع سره ملاقات کړی دی. د مې پر ۱۴مه، د سعودي په همکارۍ شويو دې خبرو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د ټېلېفون له لارې ګډون کړی وو. دا ملاقات له دې امله مهم دی چې احمد الشرع، چې پخوانی نوم یې ابو محمد الجولانی دی، د امريکا له خوا د ترهګرو په نوملړ کې اچول شوی وو. امريکا پر هغه د ۱۰ مېليونو ډالرو جایزه هم اعلان کړې وه چې د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې یې تر هغه وروسته لیرې کړه چې د الشرع په مشرۍ وسلوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په امریکا کې د افغانانو د موقتي خوندیتوب پای ته رسیدا مثبت ګام وباله

د طالبانو حکومت وايي، چمتو دی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي، چې په متحدو ایالاتو کې یې موقتي خوندیتوب پای ته رسیږي. د امریکا حکومت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانانو د «موقتي خوندیتوب حالت» د مې پر ۲۰مه پای ته رسېږي، او دا پرېکړه به د جولای له ۱۲مې عملي شي. د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا دا پرېکړه د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله شوې ده. د دې پرېکړې د عملي کېدو په صورت کې زرګونه افغانان له امریکا څخه د ایستل کېدو له خطر سره مخامخیږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر د سوریې له نوي واکمن سره ولیدل

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د سفر په دوهمه ورځ د سوریې له نوي واکمن احمد الشرع سره ولیدل. د امریکا ولسمشر د سوریې له نوي مشر سره، په کتنه کې له هغه وغوښتل چې له اسراییل سره د سولې له تړون سره یو ځای شي. ډونالډ ټرمپ وویل، له سوریې سره دا تماس د سعودي د ولیعهد محمدبن سلمان او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هڅونه شوی دی. هغه د سوریې په اړه وویل: «یوه نوې اداره موجوده ده چې هیله ده بریالۍ شي» او زیاته یې کړه: «زه وایم چې بریا درته غواړم.» د دواړو هېوادونو د مشرانو ناسته د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی تاتارستان ته لاړ

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر، د طالبانو د حکومت د یو پلاوي په مشرۍ نن چهارشنبې (د غويي ۲۴مه) د قازان په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته ولاړ. د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی به د قازان په اقتصادي فورم کې د ګډون ترڅنګ، د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر چارواکو سره هم وویني. دغه ناسته چې د «روسیه ـ اسلامي نړۍ» تر سرلیک لاندې جوړېږي، پرون سې‌شنبه د روسیې په قازان ښار کې، چې د تاتارستان پلازمېنه ده، پیل شوې او تر راتلونکې یکشنبې پورې به دوام ولري.... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د امریکا ولسمشر پر شام د لګېدلو بندیزونو ليرې کولو اعلان وکړ

ډانلډ ټرمپ د سعودي پلازمېنې ریاض ته د خپل رسمي څلور ورځني سفر پر مهال د نورو موضوعاتو ترڅنګ دا هم وویل چې په سوریه یا شام کې خلکو ډېر تکلیفونه او مرګونه ولیدل او د هغه هیله دا ده چې د شام نوی حکومت به د هیواد د ثبات په ساتلو کې بریالی شي. ټرمپ په دې سفر کې له سعودي عرب سره د انرژۍ، کانونو او دفاعي چارو کې مهم نړونونه هم لاسلیک کړل. ويډيوي راپور: رويټرز اژانس

Mashaalradio.com 

پراګ کې د منګول واکمن چنګيز خان په اړه نندارتون جوړ شوی

د چېک جمهوریت د سرښار پراګ په مرکزي ميوزيم کې د منګول واکمن چنګيز خان په اړه يو نندارتون جوړ شوی چې د منګولو او چنګیز خان د وخت تاريخي اثار پکې اېښوول شوي دي. دا اثار، چې لوښي، کودي، جامې، تورې، غشي او ليندۍ پکې شامل دي، د خلکو د پاملرنې مرکز ګرځېدلي دي. د چنګیز خان اصل نوم تيموجين وو او د منګوليا د يو قبايلي سردار زوی وو. د چنګیز خان د زوکړې کره نېټه نه ده معلومه خو ويل کېږي چې د ۱۱۵۵ز او ۱۱۶۷ز کلونو په مينځ کې زېږېدلی وو. نوموړي د منګوليا ترڅنګ د منځنۍ اسيا او د نن ورځې د ايران او افغانستان په يو شمېر سيمو کې خپله عملداري جوړه کړې وه.

Mashaalradio.com 

امریکا د زرګونو افغانانو د "لنډمهاله خوندیتوب حالت" د لغوه کولو اعلان کړی دی

د امريکا د کورني امنیت وزيرې په بيان کې زياته کړې ده چې اوس په افغانستان کې شرايط بدل شوي دي: "په افغانستان کې په امنیتي او اقتصادي وضعیت کې د پام وړ ښه‌ والی راغلی دی، په دې ډول چې د افغانانو بېرته ستنول نور د دوی شخصي امنیت ته د روانو وسلوالو شخړو یا غیر عادي او موقتي شرایطو له امله خطر نه پېښوي."




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *