ايشیا ټايمز: چين د افغانستان او پاکستان تر منځ منځګړيتوب کوي
ايشيا ټايمز په خپله مقاله کې ليکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې په پيکنګ کې د افغانستان ...
ايشيا ټايمز په خپله مقاله کې ليکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې په پيکنګ کې د افغانستان ...
په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه په ایران کې د وروستیو حکومت ضد مظاهرو په اړه بېړنۍ غونډه وکړي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي په دې وروستیو کې ددې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو روسیې یې له جوړېدو سره مخالفت کړی دی. نیکي هیلي ویلی، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په ایران کې د حکومت ضد اعتراض کوونکو ملاتړ وکړي. یوه روسي خبري اژانس پرون د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال سیرګي ریابکوف له خولې وویل: "موږ په دې مسئله کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته کوم... Читать дальше...
په ختیځ کې له ۲۰۱ سیلاب قل اردو ازادي راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ یوه ډله وسله وال چې غوښتل يې د سرکاڼو ولسوالۍ په لویه لاره کې ماینونه ځای پر ځای کړي، د دوهمې پلې لوا سرتېرو ورسره جنګ کړی ۳ ماین ايښودونکي يې وژلي او دوه حلقې ماینونه يې نیولي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه نښته کې حکومتي سرتېر ته کوم زیان نه دی رسېدلی. تراوسه د افغان دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کونړ مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدي له بنده ازاد او جلال اباد کې خپلې کورنۍ سره یوځای شو. د احمدي زوی احسان الله نن جمعه سهار ازادي راډیو ته یوازې همدومره وویل چې پلار يې تېره شپه ۱۱ بجې کور ته رسېدلی دی. هغه دا ونه ویل چې پلار یی چېرته او چا بندي کړی و. د یادونې وړ ده چې قاضي محمد نبي احمدي شااوخوا درې میاشتې وړاندې پېښور ته د درملنې لپاره تللی و، هلته په ډبګرۍ کې نیول شوی و او ویل کېدل چې د پاکستان حکومت نیولی و.
د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغان ...
د امریکا پوځ هغه راپورونه تأیید کړل چې په سیول کې خپاره شول او پر اساس یې ویل شوي چې له جنوبي کوریا سره یې پوځي مانوره ځنډولې ده. ټاکل شوې وه چې د امریکا پوځ د جنوبي کوریا له پوځ سره راتلونکې میاشت له ژمني المپیک وروسته، پوځي تمرینونه وکړي. د پنتاګون ویاند ډګروال راب منینګ پرون پنجشنبه وویل: "دفاع وزارت د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ کوي او دا د دوو هېوادونو «امریکا او جنوبي کوریا» په ګټه ده." تر دې وړاندې پرون د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ژمني المپیک تر... Читать дальше...
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د پنجشنبې په ورځ د یوه امریکايي پوځي د جسد د انتقال په مراسمو کې ګډون وکړ. د ۳۴ کلن میهیل ګولین مړی چې د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د ګزمې په مهال د وسله والو مخالفينو په حمله کې وژل شوی و، پرون امریکا ته ورسول شو. ګولين اصلاً د لاتویا اوسېدونکی و، خو امریکا ته یې مهاجرت کړی و. په حمله کې څلور پوځیان ژوبل شول چې دوه یې ژر رخصت شول، خو دوه نور په روغتون کې دي.
د سختې واروې او توپان په نتیجه کې لږترلږه ۱۲ تنه د امریکا په شمال ختیځ کې مړه شول. پرون پنجشنبه د دې توپان او زورورې واورې له کبله، د زرګونو کورونو برښنا پرچاو شوه او د الوتکو، موټرو او رېلګاډو په تګ راتګ کې خنډ پېښ شو. د نیویارک ښار په دوو لویو هوايي ډګرونو کې الوتنې وځنډول شوې او د متحدو ایالتونو په شمال ختیځ کې ټولټال ۳۵۰۰ الوتنې لغوه شوې. په نیویارک او د نیوجرسي په ځینو برخو، دغه راز په باسټن او یو شمېر نورو سیمو کې ښوونځي بند شول. د تېز باد له امله چې شدت یې په یو ساعت کې ۱۱۳ کیلومتره... Читать дальше...
د امريکا متحدو ايالتونو په جنوب ختيځ کې د وروستي توفان په نتيجه کې ٤ تنه نور کسان هم مړه شوي دي. دا کسان وروسته له هغې مړه شول چې د ”بم سايلکون“ په نوم ستر ژمني توفان د امريکا ختيځ سواحل وځپل. له دې سره په دغه توفان کې چې د زياتې واورې د ورېدو او د امريکا ختيځ ته د سړې څپې د انتقال سبب شوې، د مړو شمېر ١٦ ته پورته شو. د امريکا هواپوهنې ملي ادارې نن جمعه ويلي چې سړه هوا به سبا او بل سبا هم هلته محسوسه وي. پخواني معلومات: د سختې واروې او توپان په نتیجه کې لږترلږه ۱۲ تنه د امریکا په شمال ختیځ کې مړه شول. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا ۳ هېوادونه په هغه لیست کې شامل کړل چې له مذهبي ازادیو سرغړونه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په هغو ۱۰ هېوادونو کې شامل دي چې د مذهبي ازادیو د نه زغملو په خاطر د ځانګړې اندېښنې وړ دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د مذهبي ازادیو د سرغړونې په خاطر د برما، چین، اریتیریا، شمالي کوریا، سوډان، او سعودي عربستان نومونه هم یاد شوي دي.
فيلیپ سیمونز به له راتلونکې اوونۍ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه کار پیل کړي. سیمونز چې یو وخت د ویست انډیز لوبغاړی و، د ایرلنډ، زیمبابوې او ویسټ انډیز د ملي لوبډلو د روزونکي په توګه هم کار کړی دی. د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال ویاند شرف الدین شاکر تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، سيمونز ښه تجربه لري. نوموړي زیاته کړه: "د جنورۍ په ۸ مه به په دوبۍ کې زموږ د ملي لوبډلې په کمپ کې له افغان لوبغاړو سره د روزونکي په توګه تمرینونه پیل کړي." سيمونز یوه موده له افغان ملي لوبډلې... Читать дальше...
له لوګر پوهنتون څخه د لومړي ځپل لپاره یو شمېر محصلین فارغ شول. پرون پنجشنبه د لوګر له پوهنتون څخه لسګونو نجونو او هلکانو له فراغته وروسته بریلیکونه ترلاسه کړل. د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل، لوګر پوهنتون په څلورو څانګو کې ټولنې ته فارغ التحصیلان وړاندې کړل. ښاغلي صالح زیاته کړه: "د لومړي ځل لپاره ۵۹ تنه محصلين له لوګر پوهنتونه فارغ شول، د دوی په منځ کې ۲۲ نجونې دي." لوګر پوهنتون په ۱۳۹۳ لمریز کال کې تاسیس شوی او اوس ۳۵۰ تنه محصلان او محصلينې یې په ۴ پوهنځیو کې زده کړې کوي.
په ایران کې د حکومت پر ضد اعتراضونه په داسې حال کې دوهمې اوونۍ ته وغځېدل چې د ایران او امریکا ترمنځ لفظي...
د امریکا حکومت وايي، د پاکستان پوځ ته امنیتي مرسته تر هغه نه ورکوي چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد یې کلک اقدام نه وي کړی. دا دواړه ډلې په افغانستان کې جنګېږي. دا اعلان چې له وړاندې یې اټکل کېده، پرون پنجشنبه د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناویرټ وکړ. نوموړې په واشینګټن کې وویل: "نن موږ کولای شو چې تأیید کړو چې دم ګړۍ به له پاکستان سره امنیتي مرستې تر هغې وځنډول شي، څو چې پاکستان د افغان طالبانو او حقانې شبکې پر ضد قطعي اقدامات نه وي کړی، موږ دا داسې ډلې ګڼو چې سیمه... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د امریکا حکومت د ترورېستانو د پناه ځایونو په سر پر پاکستان فشار ته دوام ورکوي، د...
پرون پنجشنبه ماښام د کابل ښار د مکروریانو د بنايي په سیمه کې یو ځانوژونکی برید شوی چې د ځینو سرچینو په...
په ایران کې د ډېسېمبر له ۲۸مې راهیسې حکومت ضد مظاهرې روانې دي. په ۲۰۰۹ز کال کې هم د لانجمنو ولسمشریزو انتخاباتو د نتیجو پر ضد هلته مظاهرې شوې وې خو اوسنۍ هغه د پخوا پرتله په جغرافیايي توګه زیاتې پراخې دي. په ویډیو کې د ۲۰۰۹ز او ۲۰۱۷ز مظاهرې پرتله شوې دي.
د مجاهد په خبره، پولیسو د ناقانونه نشه يي موادو او شرابو د خرڅوونکو د احتمالي احتجاج مخه نیوله چې برید وشو. دا حمله د زیارت پر شپه شاوخوا اته نیمې بجې له مکروریانو سره نېږدې شوې.
د مجاهد په خبره، پولیسو د ناقانونه نشه يي موادو او شرابو د خرڅوونکو د احتمالي احتجاج مخه نیوله چې برید وشو. دا حمله د زیارت پر شپه شاوخوا اته نیمې بجې له مکروریانو سره نېږدې شوې.
امریکايي حکومت وايي، د پاکستان پوځ ته امنیتي مرستې تر هغو ځنډوي چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد یې ((پرېکنده اقدام)) نه وي کړی. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ د زیارت پر ماښام خبري غونډې ته وویل
امریکايي حکومت وايي، د پاکستان پوځ ته امنیتي مرستې تر هغو ځنډوي چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد یې ((پرېکنده اقدام)) نه وي کړی. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ د زیارت پر ماښام خبري غونډې ته وویل