مالیې وزارت: « AIIB» غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي
د افغانستان مالیې وزارت وایي چې د «AIIB» یا د اسیا بنسټېزې پانګونې بانک مسؤلین غواړي په افغانستان د بنسټېزو پروژو په برخه کې پانګونه وکړي. د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، د دغه بانک مسؤلینو په افغانستان کې دغه فرصتونه له نېږدې څارلي او غواړي چې په نېږدې راتلونکي کې د بنسټېزو پروژو په برخه کې پانګه واچوي. ښاغلی رحیمزی وايي، دغه بانک غواړي په لومړي سر کې په افغانستان کې د رېل پټلۍ د پراختیا او لمرېزې برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.