د پاکستان پوځ پر قبایلو د وطن کارډ شرط ختم کړ
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د زیارت پر ماښام په بیان کې ویلي، د خلکو شناختي کارډ به اوس د مرستو تر لاسه کولو او تګ راتګ لپاره کارېږي. پوځ دا اعلان تر هغې وروسته کړی
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د زیارت پر ماښام په بیان کې ویلي، د خلکو شناختي کارډ به اوس د مرستو تر لاسه کولو او تګ راتګ لپاره کارېږي. پوځ دا اعلان تر هغې وروسته کړی
د پاکستان هغه يوولسو وګړي مړي اسلام اباته ويوړل شول چې تېره اونۍ د ليبيا په سمندري اوبو کې پرې کښتۍ واوښته او مړه شول. دا کسان د يورپ په تکل دې کښتۍ کې سپاره وو.
دا د ننګرهار د هغو دوو وروڼو کیسه ده چې داعش بیولي او روزلي. د دوی پلار له وسله والو خلاص کړي او اوس عادي ژوند ته ستنېږي. ویډیو د امریکا غږ خبریالې عایشې تنظیم جوړه کړې.
د پولیسو ویاند فضل نعیم د پنجشنبې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، دوی د اپریدي شناختي کارډ او پاسپورټ بند کړی دی او د نړیوالو پولیسو له لارې یې په ۱۹۲ هېوادونو کې د هغه د نیولو هڅو ته دوام ورکړی.
صمدی وايي، په البوم کې يې د نومياليو شاعرانو شعرونه ويلي او هيله من دی چې اورېدونکي يې خوښ کړي.
په سرپل ولایت کې حکومتي چارواکي د داعش ډلې د ترورېستي فعالیتونو له زیاتوالي شکایت لري او وايي چې دا ترورېستي ډله د هغه کسانو د جلب او جذب په حال کې ده چې عمرونهیې له ۱۸ کلونو کم وي. په سرپل کې حکومتي چارواکي وايي هوايي ځواکونه دې ډېر ژر د ترورېستانو پټن ځایونه په نښه او لهمنځه وېسي. د سرپل ولایت ویاند ذبیحالله اماني ازادي راډیو ته وویل چې د پسرلي موسم په راتلو دی او د هوا له ګرمېدو سره سم د سرپل په مختلفو سیمو کې د وسلهوالو ترهګرو فعالیتونه هم زیاتېږي. ښاغلی اماني له نړیوالو ځواکونو او... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي د ۲۰۱۶م کال په پرتله تېر کال په افغانستان کې ملکي تلفات کم شوي دي. د امريکا په فلوريډا ايالت کې په يوه ښوونځي کې اوولس کسان ووژل شول. دا او یوشمیر نور مهم خبرونه د ازادي راډیو په دې خبرې ټولګه کې لیدلی شئ. دا خبرونه د شپې په ۸ پیشګام تلویزیون هم خپروي
کریل رامافوسا د جنوبي افریقا ولسمشر وټاکل شو. رامافوسا چې د افریقا د ملي کانګرس ګوند مشر دی، نن د مخکېني ولسمشر له استعفا وروسته په پارلمان کې یوازنی کاندید و. جاکوب زوما د خپل ګوند د فشار له زیاتېدو وروسته استعفا وکړه. زوما ۹ کاله د جنوبي افریقا ولسمشر و. ده نن په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې فوراً استعفا کوي، خو د افریقا د ملي کانګرس ګوند له پرېکړې سره موافق نهدی. د افریقا د ملي کانګرس ګوند ۷۵ کلن زوما ته ویلي و چې استعفا وکړي، کنې په پارلمان کې به د نهاعتماد رأیه ورکړي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، ((دا ډول اقدامات د پاکستان اقتصادي وده زیانمنوي.))
نن په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو د عالمانو په ګډون د افراطیت پر وړاندې د مبارزې د همفکرۍ نړیواله یوه ورځنۍ ...
نن په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو د عالمانو په ګډون د افراطیت پر وړاندې د مبارزې د همفکرۍ نړیواله یوه ورځنۍ ناسته ...
د کابل ښاروالۍ د ده افغانانو په سیمه کې د سبزي پلورونکو کراچۍ، منظمې او یو رنګ کړي دي. په دې اړه د امریکا غږ خبریال حکمت سروش ویډیو وګورئ.
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني وایي، افغانانو په خپل یووالي سره د وخت شوروي اتحاد مات کړ او بیا هم له خلکو غوښتنه ده چې ...
د پاکستان د بشري حقونو وزارت قامي اسمبلۍ ته ویلي چې په هغه هېواد کې د تېرو پینځو کلونو په موده کې د ماشومانو د ځورونو او د هغوی د حقونو د سرغړونو شاوخوا ۱۸ زره پېښې شوې دي.
د زېمبابوې د اپوزېسیون پېژندل شوی مشر مورګان چانګیرای د ۶۵ کلونو په عمر مړ شو. د چانګ ډموکرایتک غورځنګ مشرانو ویلي چې مورګان چانګیرای د جنوبي افریقا د جهانسبرګ ښار په یوه روغتون کې د سرطان ناروغۍ له کبله ساه ورکړه. مورګان چانګیرای د اپوزېسیون د مشر په توګه په ځلونو په زېمبابوې کې بندي شوی او شکنجه شوی و.
په سمنګان ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي او یو ټپي دی. په وژل شویو کې یو ماشوم دی. د سمنګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې ماین د یوه تن چې محمد داوود نومېږي، په مېلمستون کې چاودلی دی. د ده په وینا ښايي د دې حملې انګېزه شخصي دښمني وي.
د جنوبي افریقا ولسمشر جاکوب زوما د خپل ګوند د فشار له زیاتېدو وروسته استعفا وکړه. زوما ۹ کاله د جنوبي افریقا ولسمشر و. ده نن په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې فوراً استعفا کوي، خو د افریقا د ملي کانګرس ګوند له پرېکړې سره موافق نهدی. د افریقا د ملي کانګرس ګوند ۷۵ کلن زوما ته ویلي و چې استعفا وکړي او کنې په پارلمان کې به د نه اعتماد رأیه ورکړي. ټاکل شوې ده چې د افریقا د ملي کانګرس ګوند مرستیال رئيس د زوما ځای ونیسي.
د امریکا د خزانې یا مالیې وزیر ستیف منوچین وايي، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په غچ کې پر یو شمېر روسي پانګهوالو نوي بندیزونه لګوي. منوچین پرون چهارشنبه د امریکا د سنا جرګې مالي کمېټې ته په راپور کې وویل چې دوی پر دغو بندیزونو چټک کار کوي او په لنډ وخت کې بهیې عملي کړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان او اندونیزیا علما هڅه کوي چې له ترورېزم سره د مبارزې د څرنګوالي په هدف او په ...
د امريکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر امکان څرګند کړی چې ښايي پاکستان له طالبانو، حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو سره اړيکو ساتلو ته دوام ورکړي.
افغان ولسمشر وايي، د ځمکو د غاصبینو او غلو په وړاندې به له هر ډول مقاومت څخه کار واخلي او په وینا يې چې...
افغان ولسمشر وايي، د ځمکو غصب د حکومت لپاره د منلو وړ نهدی او د ځمکو او املاکو په سم مدیریت سره باید د ...
د افغانستان د پنبې صادرونکي شکایت کوي چې پاکستانې پوځیانو هغه هېواد ته د دوی صادرات بند کړي دي...
د پاکستان سپريم کورټ په امريکا کې د دې هېواد پخواني سفير حسېن حقاني د نيولو امر کړی دی. سپريم کورټ دا امر نن د نوموړي پر ضد په مېمو ګېټ مقدمه کې عدالت ته له نه حاضرېدو وروسته وکړ. بلخوا د پاکستان د پلټنوفيډرالي ادارې ويلي چې د حسېن حقاني د نيولو لپاره به له نړيوالو پوليسو د مرستې غوښتنه کوي. حسېن حقاني دا وخت د امريکا په پلازمېنه واشګنټن ډي سي اوسېږي. ايا له قانوني پلوه پاکستان کولای شي چې هغه ګرفتار کړي او اسلام اباد ته يې راولي؟ همدا پوښتنه زموږ همکار احمد شاه اعظمي په اسلام اباد کې د قانوني... Читать дальше...
د افغانستان د پنبې صادروونکي وايي، پاکستان د تېر په څېر یو ځل بیا افغان صادروونکو ته ستونزې پېښې کړي او هغه ...