Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2018

Новости за 15.07.2018

Pa.azadiradio.com 

نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په شمال کې د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا د یو سیمه ایز قومندان نظام الدین قیصاري له نیولو وروسته حالاتو ته کتنه کړی.

Mashaalradio.com 

ناامني د انتخاباتو نتیجې بدلولی شي: سیاستوالان

د نېکټا لخوا الېکشن کمېشن ته دا یقین دهاني په داسې وخت ورکړل شوې ده چې د اتوار په ورځ په ټول هېواد کې د تېرو بمي او ځان مرګیو حملو کې د وژل شوو کسانو په اړه د سوګ ورځ ولمانځل شوه.

Pa.azadiradio.com 

خوست کې په جګړه کې لس وسله وال وژل شوي دي

د خوست چارواکي وايي، د ځاځي میدان ولسوالۍ په ځينو سيمو کې له سیمه والو او افغان ځواکونو سره په جګړه کې لس وسله وال وژل شوي دي. د خوست د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل چې برید نن سهار څلور بجې پیل شوی او اوس هم روان دی. طالب منګل وايي، وسله والو مخالفینو په پیل کې پر کلیوالو برید وکړ چې کلیوالو ورسره مقاومت کړی: "د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې تر لسو پورې وسله وال مخالفین وژل شوي، د سيمې درې تنه ولسي وګړي هم شهيدان شوي او يو بل ژوبل دى. سيمې ته نور امنيتي ځواکونه هم لېږل شوي دي." خو د ولایتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني کې احتمالي کانديد عبیدالله سعادت وژل شوى

د غزني ولایت چارواکي وايي، د ولایتي شورا پخوانى غړى او د ولسي جرګې انتخاباتو ته احتمالي کانديد عبیدالله سعادت وژل شوى دى. د غزني د امنیې قوماندانۍ نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې نامعلومو وسله والو عبيدالله سعادت تېره شپه په غزني ښار کې د بې غږه وسلې په مرسته وژلى دى. په خبرپاڼه کې راغلي چې حمله کوونکى د پوليسو په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى. د حمله کوونکي د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

جوزجان کې د طالبانو او داعشیان ترمنځ جګړه ۵مې ورځې ته وغځېده

په جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش جنګياليو ترمنځ جګړه پنځمې ورځې ته وغځېده. دغه جګړه پنځه ورځې مخکې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په «سردره» سیمه کې پیل شوې ده. د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته وویل، جګړه اوس هم په شدت سره روانه ده چې دواړو لوريو ته په کې درانه زیانونه اوښتي دي. ښاغلي غفوري وویل، د دغو دوو دښمنو ډلو ترمنځ په جګړه کې د نارینه جنګیالیو ترڅنګ طالبانو د د داعش د ډلې درې ازبکستانۍ ښځې هم وژلې دي. د والي وياند وايي، دغې جګړې د ځایي اوسېدونکو پر ورځنیو کارونو ناوړه اثر کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: زياتو ملکيانو ته د مخالفینو په حملو کې مرګ ژوبله اوړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، زياتو ملکيانو ته د دولت د وسله والو مخالفینو په حملو کې مرګ ژوبله اوړي. دغه وزارت دا خبره د يوناما د هغه راپور په تړاو وکړه چې په کې ويل شوي: د افغانستان په جګړو کې د ملکيانو مرګ-ژوبله د پخوا په نسبت زیاته شوې ده. د دفاع وزارت د وياند د دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، وسله وال مخالفین ډېر وخت د جنګ پر مهال د ملکيانو له کورونو ګټه اخلي چې د ملکي کسانو د تلفاتو سبب کېږي. ده وویل، اکثره ملکیان د وسله والو مخالفینو په بریدونو، بمي چاودنو، انتحاري حملو او نورو پېښو کې وژل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسلمیار: هېواد ته د دوستم راستنېدل، د هېواد او حکومت په ګټه دي

د مشرانو جرګې رئیس له حکومته هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د راستنېدو د زمينې برابرولو غوښتنه وکړه. فضل الهادي مسلمیار نن د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د هېواد روان وضعیت ته په کتو سره هېواد ته د دوستم راستنېدل، د هېواد او حکومت په ګټه دي. د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن يوه کنفرانس ته وويل، د عبدالرشید دوستم موضوع حقوقي اړخ لري او هیله ده چې عدلي او قضايي ارګانونه په دې اړه معقوله پریکړه وکړي. بل خوا د عبدالرشید دوستم د دفتر مشر عنایت الله بابر فرهمند ازادي راډیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بوکسېنګ افغان لوبغاړي د بوکسېنګ په نړیوال جام کې برخه اخلي

د افغانستان د بوکسېنګ لوبغاړي د لومړي ځل لپاره د بوکسېنګ سیالیو په نړیوال جام کې برخه اخلي. د بوکسېنګ د فدراسیون رئیس عبدالله شکېب نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دوه افغان لوبغاړي چې دغو سیالیو ته یې لار موندلې دا وخت په مسکو او افغانستان کې د نړیوال جام لپاره په وروستیو تمریناتو بوخت دي. ښاغلی شکېب وايي، افغان بوکس وهونکي د اسیا د ملتونو په جام کې د ښه ځلېدو او د غوراوي سیالیو له ګټلو وروسته، د لومړي ځل لپاره دغه جام ته لار موندلې ده. د بوکسېنګ نړیوال جام د راتلونکې اګست میاشتې په ۲۱ مه په هنګري کې تر سره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د غازي امان الله خان د یو ورځني کرکټ د دوهم پړاو سیالۍ پیل شوې

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان د یو ورځنیو کرکټ لوبو د دوهم پړاو سیالۍ نن یکشنبه په کابل کې پیل شوې. د دغو سیالیو د پیل لوبه نن د سپین غر او کابل زونونو ترمنځ د کابل په الکوزي نړیوال لوبغالي کې ده. دا سیالۍ د جولای د میاشتې په لسمه په خوست او کابل کې پيل شوې وې چې له دې وروسته د دوهم پړاو سیالۍ يې په کابل کې تر سره کېږي. په لومړي پړاو سیالیو کې د اې ګروپ څخه د بند امیر او د بي ګروپ څخه د سپین غر لوبډلې د جدول په سر کې ځای لري.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني د سياسي ګوندونو د خبرداريو په اړه عکس العمل وښود

د افغانستان ولسمشر د انتخاباتو د بهير په اړه د سياسي ګوندونو د خبرداريو په اړه عکس العمل وښود. محمد اشرف غني نن په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، دا افغانان دي چې د انتخاباتو برخليک به ټاکي: "څه وخت ولس دوى ته واک ورکړى چې د دوى استازيتوب وکړي. څه يې وکړل په دغو ۴۰ کلونو کې، ځواب دې ورکړي. که غواړئ بحث ته راشئ، يوه واضح او مشخص بحث ته راشئ." دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې ځينو مطرح سياسي ګوندونو غوښتنه وکړه چې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دې، د انتخاباتو د نوم ليکنې پروسه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناصر مهري: فراه کې جګړې ۲۱ وسله وال وژلي دي

په فراه ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۲۱ وسله وال وژل شوي دي. د فراه د والي ویاند ناصر مهري په سیمه کې ازادي راډیو ته ویلي چې وسله والو مخالفینو تېر ماښام د شېب کوه ولسوالۍ پر يوه اړونده پوسته چې له ایران سره په سرحد کې پرته ده، برید کړی و چې امنيتي ځواکونه دغه برید په شا تمبولى او وسلوالو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د ښاغلي مهري د معلوماتو له مخې په دغه نښته کې ۲ سرتېري هم وژل شوي دي. له فراه ولایت نه د یو بل خبر له مخې، پرون نامعلومو وسله والو د دغه ولایت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې فعالانو او ځایي اوسیدونکو د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه

په هرات ولایت کې په لسګونو مدني فعالانو، ګڼو کورنیو او ځایي اوسیدونکو نن د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه. دوی ویل، امنیتي ځواکونه په خپلو فعالیتونو او سرښندنو سره حق لري چې درناوی او ملاتړ یې وشي. مدني فعال او د غونډې تنظیموونکي حمید شېرزاد ازادي راډیو ته وویل، هدف یې دا دی چې د هرات اوسېدونکي، له بهره پر افغانانو د تپل شوي جنګ پرضد، د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي. ښاغلي شیرزاد پر کورنیو هم غږ وکړ چې د خپلو کورنیو غړي وهڅوي چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *