نواز شریف: ډېر ژر پاکستان ته ځم
د پاکستان پخواني وزيراعظم په زغرده خپل وطن ته د تلو پرېکړه کړې ده. نواز شريف ته د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې احتساب عدالت په ايون فيلډ ریفرنس (برتانیا کې د اپارتمانونو مقدمه) کې د لسو کاله د بند سزا اورولې ده.
د پاکستان پخواني وزيراعظم په زغرده خپل وطن ته د تلو پرېکړه کړې ده. نواز شريف ته د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې احتساب عدالت په ايون فيلډ ریفرنس (برتانیا کې د اپارتمانونو مقدمه) کې د لسو کاله د بند سزا اورولې ده.
د پاکستان احتساب عدالت له خوا پر پخواني وزیر اعظم نواز شریف او لور یې د بند سزا اورولو پرضد په پېښور کې د مسلم لیګ (ن) غړيو مظاهره وکړه. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
په داسې حال کې چې له طالبانو سره د خبرو په برخه کې افغان چارواکي د پاکستان همکارۍ ته هیله من ښکاري، خو ...
په پاکستان کې د احتساب محکمې د دغه هېواد پخوانی صدراعظم او د مسلم لیګ «ن» مشر نواز شریف ته د ۱۰ کالو او ...
د پاکستان وفاقي حکومت د تعلیم په اړه یو رپورټ کې ویلي چې اوس هم په میلینونه ماشومان له سکولونو بهر دي چې پکې تر ټولو زیاته شمېره په بلوچستان او پخوانیو قبایلي سیمو کې ده.
نواز شريف ویلي وو که عدالتي فيصله یې په حق يا خلاف کې راغله خو دی به په دواړو حالتونو کې هرو مرو پاکستان ته ستنېږي.
د سوریې په جنوب لوېدیځ کې محاصره شوي یاغیان وايي، دوی له سیمې څخه د ممکنه وتلو پر سر له روسیې سره بیرته...
د جوزجان چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو هغه حمله يې په شا تمبولې چې د فيض اباد ولسوالۍ پر کوکلداش کلي يې کړې وه. د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي نن ازادي راډيو ته وويل چې شا او خوا ٤٠٠ وسله والو طالبانو پر دغه کلي حمله کړې وه. ښاغلى خاشي وايي په جګړه کې چې د تېرې شپې له نيمايي تر نن سهاره روانه وه، ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي. دغه کلى د جوزجان د مرکز شبرغان او د بلخ د مرکز مزارشريف د لويې لارې په اوږدو کې پروت دى. د امنيت امر وايي په نښته کې دوه افغان پوځيان هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. Читать дальше...
د سوريې د جنوب لوېديځ په محاصره شويو سيمو کې ياغيان وايي، له دغو ساحو د احتمالي وتلو پر سر بيا له روسيې سره مذاکرو ته کښېني. ياغيانو دا خبره د روسيې او سوريې د ځواکونو له خوا تر سخت بمي کمپاين وروسته وکړه. د ياغيانو جنګياليو پرون دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې د روسيې په منځګړيتوب د مذاکرو لنډمهالى ځنډ د دې سبب شو چې د روسيې او سوريې ځواکونه د ياغيانو پر مورچلونو هوايي او راکټي حملې وکړي. تر اوسه پر څه باندې ٣٠ ښارګوټو چې د اردن سرحد او د اسرائيل اشغال شويو د ګولان غونډيو ته څېرمه پراته دي،... Читать дальше...
د زیارت په ورځ د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر راتلونکي ټولټاکنو لپاره خپل انتخابي منشور وړاندې کولو په وخت ویلي، که د حکومت کولو موقع ورته ترلاسه شوه نو د یامیر بهاشا ډېم جوړول به یې لومړیتوب وي او په زرګونو خلکو ته به نوکریانې ورکوي.
د ايران او پنځو پياوړو هېوادونو عالي رتبه ډيپلوماتان نن د ٢٠١۵مېلادي کال د اټمي تړون د عملي کېدو پر لارو چارو بحث کوي. په ويانا کې دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د امريکا متحدو ايالتونو دوې مياشتې مخکې له دغه تړون څخه د وتلو اعلان وکړ. د بريتانيا، چين، فرانسې، جرمني او روسيې د بهرنيو چارو وزيران نن له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره په ويانا کې جرګه کېږي. ښاغلي ظريف په ويانا کې د خبرو پر مهال وويل، موږ د دې لپاره دلته راغلي يو چې د شعارونو پر ځاى پر عملي لارو چارو خبرې واورو. وروسته له... Читать дальше...
د سولې ولسي حرکت غړي وايي چې نن په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته تر نامعلومې مودې پرلت پيلوي. د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې، دوی له روسیې څخه غواړي په افغانستان کې خپلې مداخلې بندې کړي: "پر هغوى مو غږ دى چې له افغان جګړې څخه لاس وباسي او د افغانستان په جګړه کې مداخله ونه کړي. دوى چې له امريکا سره کوم تضاد لري، له بلې سيمې دې دا کار واخلي. افغانستان د دې ځاى نه دى چې دوى له امريکا سره دلته ډغرې ووهي او له امريکا سره دلته جګړه وکړي." د ښاغلي وطندوست په... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي د ولسواليو شوراګانو د کانديدانو ابتدائيه ليست به د راتلونکې اوونۍ په پيل کې تر ارزونې وروسته اعلان کړي. د دغه کميسيون کمشنر سيد حفيظ الله هاشمي نن ازادۍ راډيو ته وويل: ”کميسيون به دا چک کوي، د دې اوونۍ په پيل کې به هغه کسان چې ځانونه يې د ولسواليو شوراګانو لپاره کانديد کړي، نهايي کوي او رسماً به يې د افغانستان خلکو ته اعلانوي.“ د انتخاباتو خپلواک کميسيون د ولسي جرګې د انتخاباتو د کانديدانو ابتدائيه ليست تېره اوونۍ اعلان کړ. د انتخاباتي... Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان په هره برخه کې د سولې د هر حرکت ملاتړ کوي. د دې شورا وياند سيد احسان طاهري د سولې ولسي حرکت وروستي پرلت او اعتراضونو ته په پام سره ازادي راډيو ته وويل: "موږ د هر هغه حرکت، پروګرام او غږ چې د افغانستان په هره برخه کې د سولې پروسې لپاره اوچتېږي هرکلى کوو، نه يوازې هرکلى يې کوو، بلکې ورسره همکارۍ ته هم چمتو يو." د سولې عالي شورا وايي، وروستي حرکتونه او هڅې ښيي چې د افغانستان د سولې پروسه د افغانانو په لاس او حاکميت کې ده. د سولې عالي شورا تر دې... Читать дальше...
د پاکستان خبریالانو ټولنې فېډرل یونین اف جرنلېسټس د رسنیو د ازادۍ غورځنګ پیل کړی دی. د دې ټولنې مشرانو او غړیو د پنجشنبې په مازیګر په اسلام اباد او د هېواد د خبریالانو په نورو مرکزونو کې تحریک پیل کړ او ویې ویل چې د رسنیو تر بشپړې ازادۍ پورې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پېښور جنګي محله کې د ټولټاکنو لپاره پوسټرې او نور اشتهاري مواد چاپېږي خو د بجلۍ لوډ شېډنګ او د کاغذ بیه یې هغه ستونزې دي چې د خېبر پښتونخوا د چاپګرۍ تر ټول لوی دا بازار یې اغېزمن کړی دی. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ
په ایران، اذربیاجان، ارمنستان او ګرجستان کې د تودې هوا بې سابقه څپې د برېښنا د قطع کېدو تر څنګ خلک ناراحته کړي دي. د يکشنبې په ورځ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د تودوخې درجه ۴۳ او له هغې یوه ورځ وړاندې د ارمنستان په مرکز یريوان کې دغه درجه ۴۲ سانټي ګرادو ته لوړه شوې وه. د چهارشنبې په ورځ د ګرجستان په مرکز تبلیسي کې د تودوخې درجه ۴۱ سانټي ګرادو ته رسېدلې وه. دا په داسې حال کې ده چې ایران هم په روانه جولاى میاشت کې د تودوخې لوړه درجه یعنې ۵۳ سانټي ګراده تجربه کړله. د تودوخې دغه کچه په ایران... Читать дальше...
د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پر ځينو مسايلو د بحث لپاره شمالي کوريا ته ورسېد. د ده خبرې به له اټمي وسلو د شمالي کوريا د تصفيې پر پروسې او د واشنګټن او پونګ يانګ ترمنځ د اړيکو د ښه کولو پر لارو چارو متمرکزې وي. د پيونګ يانګ په هوايي ډګر کې د شمالي کوريا د واکمن ګوند وتلي چارواکي او د استخباراتو پخواني مشر، کيم يونګ چال او د بهرنيو چارو وزير ري يونګ هو سره وکتل. دا وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون د جون پر ١٢مه د اول وار... Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په سعودي عربستان کې د افغان جګړې په اړه د نړۍ د دینې عالمانو ناسته راتلونکې...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو ابتدايي لېست به د کمېسیون له تائیدۍ وروسته ...
په مقاله کې راغلي چې د افغان حکومت د نویو پالیسیو له مخې به کلینیکونه او روغتونونه د بکارت د ازموینو اخیستل بند کړي...
د سولې د ولسي حرکت غړي وايي، داسې يوه جرګګۍ يې جوړه کړې چې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ به منځګړيتوب کوي. د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست پرون په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "موږ پر يوه جرګګۍ کار وکړ، د هغې طرحه مو ترتيب کړه، پر جرګګۍ به نن جمعه بله غونډه هم وکړو، دغه جرګګۍ به په ټول هېواد کې فعاليت، د طالبان او حکومت تر ولکې لاندې سيمو ته به ورځي، د هغوى ترمنځ به منځګړيتوب کوي." دا په داسې حال کې ده چې دغه حرکت پرون په کابل کې د امريکا متحدو ايالتونو د سفارت مخې ته خپل پرلت، دغه سفارت... Читать дальше...
د فارياب ولايت لپاره نقيب الله فايق د نوي والي په توګه پرون رسماً معرفي شو. د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس عبدالمتين بېګ پرون په فارياب کې د ښاغلي فايق د معرفۍ په غونډه کې وويل، افغان حکومت به د امن په ټينګښت او پرمختيايي چارو کې د نوي والي د هڅو ملاتړ وکړي. فارياب ته نوى والي په داسې حال کې معرفي کېږي چې د سې شنبې په ورځ د فارياب د قيصار ولسوالۍ د سرپرست امنيه قوماندان نظام الدين قيصاري نيول کېدل، په ميمنه کې د مظاهرو او ناکرارۍ سبب شول. نظام الدين قيصاري د ولسي پاڅونوالو په چارو کې د... Читать дальше...
د افغانستان اجرائيه رئيس د پوليسو د ځانګړي ځواک قوماندان، عزيز الله کاروان د پکتيکا او افغانستان تلپاتى وياړ وباله. عزيز الله کاروان چې په پکتيکا کې د پوليسو د ځانګړي ځواک د صفر يو قطعې قوماندان و، د چنګاښ یا سرطان پر اوومه نېټه په کابل کې ووژل شو. اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پرون د پکتيکا په مرکز ښرنه کې په دې اړه وويل: "د شهيد عزيز الله کاروان تاريخ به د مېړانې، غيرت، وطنپالنې او له خلکو سره د مينې، قربانۍ او اتلولۍ تاريخ وي، د پکتيکا او د افغانستان د خلکو لپاره به يو تلپاتى وياړ وي." ... Читать дальше...
د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت روسيه په «بېباکانه او غيرعاطفي» چلند تورنه کړه. دغه وزارت له مسکو څخه غوښتنه وکړه، د هغو حملو په اړه وضاحت ورکړي چې د اعصابو فلجوونکي مواد په کې کارول شوي دي. تېره اوونۍ د بريتانيا دوه وګړي، په هغو موادو مسموم کړاى شول چې مخکې د روسيې پر يوه پخواني جاسوس او د هغه پر لور کارول شوي وو. د بريتانيا د کورنيو چارو وزير ساجد جاوېد پرون د خپل هېواد پارلمان ته په وينا کې وويل: "دا مهال د ټولې نړۍ سترګې روسيې ته دي، يوازې د نړيوال جام د مسابقو له کبله نه؛ اوس د دې وخت... Читать дальше...