اسلام اباد: د باچا خان او ولي خان تلین ولمانځل شو
په اسلام اباد کې د باچاخان او عبدالولي خان په یاد یوه غونډه وشوه چې پکې د عوامي نېشنل ګوند ځینو مشرانو د دغو دواړو مشرانو د ژوند په اړه وینا ګانې وکړې. نور په دې ویډیو کې.
په اسلام اباد کې د باچاخان او عبدالولي خان په یاد یوه غونډه وشوه چې پکې د عوامي نېشنل ګوند ځینو مشرانو د دغو دواړو مشرانو د ژوند په اړه وینا ګانې وکړې. نور په دې ویډیو کې.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو په کراچۍ کې د عالمزېب مسود د نيولو او د شمالي وزيرستان په خيسور کې د امنيتي ځواکونو لخوا په مبينه توګه کورونو ته د ننوتلو پر ضد مظاهره کړې ده. دوی غوښتنه کوي چې عالمزېب مسود دې خوشې کړل شي او په خيسور کې د ماشوم حيات خان وزير کور ته د امنيتي ځواکونو د ننوتلو په اړه دې پلټنې وشي او عاملينو ته دې سزا ورکړل شي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو د دوو تابعیتونو د موضوع ...
په قطر کې د سولې خبرې چیرته رسیدلې؟ د پاکستان صدراعظم هم په دوحه کې دی، د دې ترڅنګ به وګورئ چې په نړیوالې اقتصادي سرمشریزه کې د ۲۰۱۹ کال د اقتصادي ودې مساله څیړل کیږي او افغان ستوری راشد خان د نړۍ د غوره لوبډلې لپاره انتخاب شو:
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د ژمي په موسم کې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره عملیاتي پلان اعلان کړ. د سونګ د بېکیفیته ...
د رورسيې ولسمشر ولاديمير پوتین له خپل جاپاني سیال شينزو ابې سره ولیدل. دوی د ځمکې په سر د لسيزو زړې شخړې په اړه خبرې وکړې چې له کبلهيې په دوهمه نړيواله جګړه کې توکيو او مسکو نهوو توانېدلي چې په رسمي توګه د سولې موافقه وکړي. پوتين او ابې نن په کرملېن کې سره ولیدل. د کرملېن وياند دميتري پسکوف پرون وويل چې روسیه او جاپان دواړه له خپلو ملي ګټو نهتېريږي. د ده په وينا، دا خبرې په لومړي پړاو کې دي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وایي، یوازې په ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ لمریزو کلونو کې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ د موبایلونو د ...
راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ میلادي کال د يو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی دی. د کرکټ نړیوالې شورا نن سې شنبه د تېر کال د کرکټ د غوره څېرو د پېژندلو تر څنګ د کال غوره يو ورځنۍ لوبډله هم اعلان کړه چې له افغانستانه راشد خان هم پهکې شامل دی. په دغه لوبډله کې له انګلستان او هندوستانه څلور څلور لوبغاړو او افغانستان، بنګلهدېش او له نیوزیلنډه يوه يوه لوبغاړي ځای خپل کړی. راشد خان په تېر میلادي کال کې د ۱۴،۴۵ په اوسط سره وتوانېد چې ۴۵ وېکټې واخلي او له خپلو نورو سیالانو وړاندې شي. Читать дальше...
د روسیې یوې لیرې واټن ويشتونکې الوتکې په ارکټېک سمندر کې سقوط وکړ. د دفاع وزارت په وينا، په پېښه کې د عملې له څلورو غړو دوهيې ووژل شول. د بمبار دغه الوتکه له ورځني روزنيز تمرین وروسته په «Tu-22M3» واوره کې د کېناستو پر مهال نسکوره شوه. د روسیې د دفاع وزارت د اعلاميې له مخې، د دې پېښې لامل تر اوسه نهدی معلوم. روسیې دا ډول الوتکې په سوریه کې د خپل نظامي کمپاين پر مهال کارولې دي.
یو افغان فعال ځوان چې په بایسکل یې کوچنی کتابتون جوړ کړی، ولایتونو ته سفرونه کوي او خلک زده کړو ته هڅوي. ادریس سیاووش وایي، د دې لپاره چې د هېواد راتلونکی یې روښانه شي، غواړي چې له دې لارې ماشومان زده کړو ته وهڅوي. ویډیو: لېمه هادي او تمیم اخګر اېډېټ: لېمه هادي
د هرات ولايت امنیتي چارواکي وايي، د دې ولايت په دوو ولسواليو کې يې د عملیاتو پر مهال د وسلهوالو طالبانو یو مرکز نيولی دی. د هرات ولایت د پولیسو د امریت مطبوعاتي سرپرست فرزاد فروتن نن همداراز ازادي راډیو ته وويل چې د پښتون زرغون او اوبې په نوم ولسواليو په یو شمېر کلیو کې یې عملیات کړي چې په پشت کلي کې د عملیاتو پر مهال د وسلهوالو مخالفانو یو زندان هم لهمنځه تللی دی. په دغو عملیاتو کې د څلورو طالب وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د بي ټي ایم یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې عالمزېب مسود یې د څلورو ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.
په بلوچستان کې د جنورۍ پر ۲۱مه د ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاین پیل شوی چې پکې به تر ۲۵ لکه زیاتو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي. په دې اړه د ایوب ترين ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغان امنیتي ځواکونو پر مرکزونو د وسلهوالو مخالفینو د حملو تکرار د ولسي جرګې غړي اندېښمن کړي دي. که څه هم افغان ...
د ایټالیا د یوونتوس فوټبال لوبډلي پرتګالی ستوری کرستیانو رونالدو نن په هسپانیا کې د یوې محکمې لخوا په دوه کاله تعلیقي حبس او ۲۱ میلیونه ډالره جریمې په ورکړي محکوم شو. محکمه د ریال مادرید دغه پخوانی لوبغاړی د مالیې په نه ورکولو تورن کړ. نور جزییات پدې راپور کې
د افغان حکومت چارواکي وايي، چې په خوست کې د ولسمشر غني لخوا د پاچا خان پوهنتون جوړیدل منظور شوي او کارونه به يې ډېر ژر پیل شي.
د ولسمشر غني دوهم مرستیال د افغانستان لپاره سخت دریځي کرکېچ بولي او ټينګار کوي چې که له دغې پدیدې سره مبارزه ...
له قبایلي ضلعو ځینو پارلېماني غړیو په قامي اسمبلۍ کې د خپلو ویناګانو پرمهال غوښتنه وکړه چې د شمالي وزیرستان خیسور سیمې پېښې پلټلو لپاره دې یوه پارلېماني کمېټۍ جوړه کړل شي.
په پام کې ده چې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سیمهییزې اجماع لپاره د ولسمشر استازی ...
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، پرون په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت پر یوې قطعې د طالبانو په حمله کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان دي. د ملي امنیت عمومي ریاست نن دا خبره په یوه اعلاميه کې کړې ده. مخکې د ملي امنیت د ریاست یوې سرچینې نن ازادي راډیو ته تأیید کړې وه چې ميدان ښار ته نږدې په پروني برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي. نن د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وويل چې د هېواد دښمنان بايد په دې پوه وي چې دا پېښه به بېځوابه پاتې نهشي. Читать дальше...
د فارياب ولايت امنيتي چارواکي په دغه ولايت کې د عملیاتو پر مهال د وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن ازادي راډيو ته وويل چې د غرمې تر درېیو بجو وروسته په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو پر پوسته په عملیاتو کې د طالبانو لږ تر لږه څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي. خواجه سبزپوش ولسوالۍ د جوزجان او میمنې ترمنځ پر لاره پرته ده او د فارياب ولايت مرکز او ميمنې ښار ترمنځ یو شمېر نورې ولسوالۍ سره نښلوي.
په افغانستان کې د بدخشان ولایت ۲۳ کلنه لیکواله او شاعره مدینه هادي چې مورنۍ ژبه یې دري ده د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغه شوې ده. هغه وايي، له پښتو ژبې سره مینه لري او هېله یې دا ده چې ماستري هم په پښتو ژبه وکړي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، تمه لري چې په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د ناستې په پایله کې به ...
روسي چارواکي وایي، د جنورۍ پر۲۱مه د کرایمیا په ساحلي سیمو کې په دوو تجارتي کشتیو کې چې د تنزانیا بیرغونه پر لګېدلي وو، د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
کابل نن د ولسي جرګې د ناکامو کانديدانو د ملاتړو د لاریون شاهد وو. لاريون کوونکو کابل ته د ننوتلو څلور دروازې وتړلې. د راپورونو له مخې د دغو دروازو بندېدلو مسافر له ستونزو سره مخامخ کړي دي. اعتراض کوونکي غواړي د کابل ولایت لپاره د پارلماني انتخاباتو نتايج دې باطل اعلان شي. د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کمېسیون پرون وويل چې د کابل د حوزې پر شکایاتو مقدماتي مراحل پيل شوي دي. د دې کمېسیون په وينا، د کابل په حوزه کې د شکاياتو شمېر زیات دی او دغو شکايتونو ته د رسېدو لپاره د دې کمېسیون ولايتي کمېشنران کابل ته راغوښتل شوي دي. Читать дальше...