افغان ولسمشر په پښتونخوا او بلوچستان کې پر فعالانو تشدد اندېښمن کړی
ولسمشر غني لیکلي دي: "باور لري چې دا د هر حکومت اخلاقي ذمه واري ده چې د سختدریځۍ او ترهګرۍ پرضد د ټولو ولسي فعالیتونو ملاتړ وکړي".
ولسمشر غني لیکلي دي: "باور لري چې دا د هر حکومت اخلاقي ذمه واري ده چې د سختدریځۍ او ترهګرۍ پرضد د ټولو ولسي فعالیتونو ملاتړ وکړي".
د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وایي چې لا تر اوسه په افغانستان کې شرایط دې ته نهدي برابر چې له دغه هېواده د ...
په خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو مدافع او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې، ګلالۍ اسماعیل خوشې شوه. ګلالۍ اسماعیل د فبرورۍ په ۵مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د غړي، ارمان لوڼي د وژل کېدو پر ضد په اسلاماباد کې په سولهیيزه مظاهره کې له ډېرو نورو کسانو سره ونیول شوه. د هغې خور ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان پولیسو د هغې په اړه د دقیقو معلوماتو له ورکولو ډډه کوله، په ناڅرګند ځای کې یې ساتلې وه او حتی د هغې وکیل ته د ملاقات اجازه نهوه ورکړل شوې. خو د ګلالۍ اسماعیل خور نن پر ټویټر لیکلي چې هغه خوشې شوې او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه دا وخت په لوړه کچه د ټرانزیتي ستونزو د هواري خبر ورکوي. د سوداګرۍ او صنایعو خونه ...
د مشال راډیويي مجلې پاڼه کې درته هرکلی وایو. د مجلې دا ګڼه مو د شفیقې خپلواک ادبي هلو ځلو ته ځانګړې کړې ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې هر حکومت اخلاقي مسؤلیت لري چې د ترورېزم او افراطیت پر ضد چې د ټولې سیمې ګډ امنیت تخریبوي، د مدني حرکتونو ملاتړ وکړي. په بلوچستان کې د فبرورۍ په ۲مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ پلاوي غړی، ارمان لوڼی د بلوچستان په لورالايي سیمه کې په سولهییزه مظاهره کې تر ګډون وروسته ووژل شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د لوڼي کورنۍ ادعا وکړه چې ارمان لوڼی د پاکستان د پولیسو په حمله کې وژل شوی دی. ولسمشر غني نن د فبرورۍ په ۷مه، پر ټویټر ولیکل چې د افغانستان حکومت... Читать дальше...
د جوزجان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې پهدغه ولایت کې له تېر کال راهیسې د پام وړ هېڅ اقتصادي پرمختګ نهدی شوی. د دغې خونې یو مسؤل یولبرف عطايي نن ازادي راډیو ته وویل چې نا امنۍ د سوداګرو تښتونه، وچکالي، د ځوانانو تېښته او د مخدره موادو کارونه په نوموړي ولایت کې د پانګونو او سوداګرۍ په وړاندې لوی خنډونه وو. نوموړی وايي چې تازه د شبرغان اندخوی په لاره د تېلو د یو ټانک مالک د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا تښتول شوی دی. نوموړی له حکومته غواړي چې پهدغه ولایت کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي که نه... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په ارزګان ولایت کې د کرنیزو پروژو له پراختیا خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د نوموړي ولایت ۸۰ سلنه خلک په کرنه بوخت دي چې تر ډېره حاصلات د انارو، بادامو او طبي بوټو په برخه کې دي. د نوموړي په خبره د ارزګان والي له دغه وزارته غوښتي چي په نوموړي ولایت کې د انارو د ساتنې لپاره د سړو خونو، د اوبو د ذخيرو او سربندونو، حیواني کلینیکونو او نباتي افتونو او ناروغیو د تشخیص د مرکزونو غوښتنه کړې ده. د ښاغلي رستمي په وینا، پهدې ټولو... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر وايي، په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې له سولهیيزو مظاهره چیانو سره بد چلند د اندېښنې وړ ...
د "صدای مردم" په نوم پارلماني ګروپ وايي، سوله باید داسې راشي چې هېڅ خوا تاوان ونهکړي او ۱۸ کلنې لاسته راوړنې ...
د حقیقت څه دی؟ د دې اوونۍ پروګرام مو د افغانستان د سولې لپاره روانو هڅو څرنګوالي ته ځانګړی کړی دی.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، نن پنجشنبه به د درې ولایتونو او اهل هنودو د انتخاباتي حوزې د ولسي جرګې د انتخاباتي شکایتونو په اړه خپلې څېړنې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپاري. د دې کمېسیون ویاند علي رضا روحاني پرون چهارشنبه وویل: "په هغو ولایتونو کې چې انشاءالله نتایج بهیې نن نهايي شي او سبا به د انتخاباتو خپلواک کميسیون ته واستول شي، غور، بادغیس او لوګر شامل دي. همدارنګه د هندوانو انتخاباتي حوزه هم پهکې ده." د ښاغلي روحاني په وینا تر اوسه پورې یې د ۱۸ ولایتونو د ولسي... Читать дальше...
په خوست کې د چهارشنبې په ورځ په زرګونه کسانو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ لاریون وکړ. په خوست کې د ازادي راډیو خبریال وايي، لاریون کوونکو د سولې په بهیر کې د حکومت د دریځ ملاتړ وکړ او ټینګار یې کاوه چې د افغانستان د ۱۸ کلونو لاسته راوړنې باید قرباني نهشي. دا تر یوې اوونۍ په کمه موده کې درېیم ځل دی چې د خوست اوسېدونکي په پراخو مظاهرو کې برخه اخلي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د پلاوو مشر شیر محمد عباس ستانکزي د مسکو دوه ورځنۍ غونډه بریالۍ بللې ده. د مسکو پهدې غونډه کې چې یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو، د ملي شورا غړو او سیاستوالو پهکې د طالبانو له پلاوو سره دوه ورځې خبرې وکړې، افغان حکومت برخه نهدرلوده. د چهارشنبې په ورځ د غونډې له پای ته رسېدو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي دا خبرې اترې «ډېرې قناعت بخښونکې» بللي او د طالبانو د ۱۰ کسیز پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي هم مسکو کې خبریالانو ته ویلي... Читать дальше...
د افغانستان په جنوب کې د افغان هوايي ځواک چارواکي وايي، توانېدلي چې د ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ په هدف د دغه حوزې په ...
د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، تر اوسه پورې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو لپاره هېڅ ډول مهالوېش نهدی ټاکل شوی. خلیلزاد تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي دي چې پهدې وروستیو کې یو شمېر طالبانو ادعا وکړه چې ګواکې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره مهالوېش لري. د نوموړي په خبره که څه هم طالبانو وروسته خپله دا ادعا بېرته واخیسته، خو غواړم روښانه کړم چې تر اوسه پورې هېڅ داسې کوم مهالوېش نهدی جوړ شوی. تر دې مخکې... Читать дальше...
په مسکو کې د افغانانو ترمنځ د سولې په اړه دوه ورځنۍ غونډه د افغان حکومت د استازو له ګډون پرته د چهارشنبې په ماښام د ...
د افغانستان د سولې په اړه د مسکو د غونډې ګډونوالو موافقه وکړه چې راتلونکې ناسته به يې په دوحه کې وي.
د کندز ولایت ولسونه پر وسلهوالو طالبانو غږ کوي، د دې پرځای چې په بهرنیو هېوادونو کې د سولې بهېر پرمخ یوسئ، افغان حکومت سره ...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، راتلونکې اوونۍ به وکولای شي چې د داعش د وسلهوالې ډلې د «فزیکي خلافت» ماتې ...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، نوموړی به د نړیوال بانک ګروپ یو منتقد ډېوېډ مالپس د دې نړېوالې ادارې د مشر په توګه ونوموي. نوموړي ویلي «دا به د دې مهمې دندې لپاره مناسب شخص» وي. د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ لهخوا د نړیوال بانک مشرۍ ته د امریکا د خزانې د وزارت د یو چارواکي ډېوېډ مالپس نومول به د دې ادارې د اجرائیوي پلاوي له رأی ورکولو نه تېرېږي او د نړیوال بانک د یو شمېر نورو غړو هېوادونو لهخوا له چلېنج سره مخ کېدای شي. د امریکا متحده ایالات د نړیوال بانک په اداره کې د رأی ورکولو په سلو... Читать дальше...
د تاجکستان حکومت یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی، څو پهدې هېواد کې د نویو جوماتونو د جوړولو او د ځینو هغو جوماتو د بیا پرانېستلو اړتیا وڅېړي چې په وروستیو کلونو کې د دې هېواد د حکومت لهخوا تړل شوي دي. د تاجکستان د دیني چارو د دولتي کمېټې رئیس سلیمان دولتزاده د چهارشنبې په ورځ وویل، دا کمېسیون به د خپلو څېړنو نتایج حکومت ته وړاندې کړي او بیا د تاجکستان حکومت پریکړه کوي چې چېرې نوي جوماتونه جوړ یا پرانېزي. د تاجکستان د دیني چارو کمېټه وايي، د دې هېواد حکومت په وروستیو میاشتو کې په ټول تاجکستان کې لسګونه جوماتونه بېرته پرانېستې دي. Читать дальше...
د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، پهدغه ولایت کې د ورزشي امریت لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ په پروژه کې په ...
د امریکا د عدليې وزارت د جرمني د حکومت لهخوا ترکيې ته د ترورېزم په فعالیت تورن د یوه مشکوک د سپارلو په پریکړه خپله ژوره ناهیلي څرګنده کړې ده. متحده ایالاتو له ترکيې غوښتي و چې ادم یلمز دې واشنګټن ته وسپاري. امریکا ادم یلمز په ۲۰۱۵ میلادي کال کې تورن کړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولي په اوږدو کې يې پر امریکايي ځواکونو برید کړی او په ۲۰۰۸ میلادي کال کې يې پر امریکايي سرتېرو د یوه ځانمرګي برید ترسره کوونکي ته يې لارښونه کړې وه. د متحده ایالاتو سرپرست لوی څاروال پرون وویل، دوی ترکيې ته... Читать дальше...