ایران په خپلو امنیتي سرتېرو د تېرې اوونۍ د برید په تور۶ مشکوک کسان نیولي
ایران وایي، شپږ تنه مشکوک کسان یې د دغه هېواد په جنوب کې پر امنیتي ځواکونو د تېرې اوونۍ په برید کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
ایران وایي، شپږ تنه مشکوک کسان یې د دغه هېواد په جنوب کې پر امنیتي ځواکونو د تېرې اوونۍ په برید کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ هیله وښوده چې د یمن د جګړې ښکېلې خواوې به ژر تر ژره موافقتنامه عملي کړي چې له مخې یې باید د حدیده او دوو نورو کوچنیو بندرونو څخه او دغه راز د ملګرو ملتونو له یوې ودانۍ څخه خپل ځواکونه وباسي. د ملګرو ملتونو پهدغه ودانۍ کې دومره غله-دانه ساتل کېږي چې د یوې میاشتې لپاره ۳،۷ میلیونه کسانو د تغذیې لپاره کافي ده. د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرهان حق خبریالانو ته وویل چې په حدیده کې د دې اقدام پلي کول مهم دی، ځکه لهدغه ځایه د یمن ۷۰ سلنه واردات تنظیمېږي. د یمن جګړې... Читать дальше...
د پاکستان ولسمشر عارف علوي «د پاکستان نښان» چې د دغه هېواد تر ټولو لوړ ملکي افتخاري نښان دی، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته وړکړ. په همدې مناسبت د دوشنبې په ورځ د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې مراسم جوړ شوي وو. تردې یوه ورځ وړاندې دواړو لورو هغه تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې یې سعودي عربستان په پاکستان کې د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کوي. تمه ده سلمان هند او چین ته هم ولاړ شي.
د بلوچستان چارواکي وايي د پوليسو په مبيينه تشدد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې ايف، آی، ار يا د لومړۍ پلټنې راپور ځکه نه درج کوي چې په دې اړه د دوی تحقیقات پوره شوي نه دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران غړي عبدالله ننګيال او ادريس پښتين په جېل کې د ۱۳ ورځو تېرولو وروسته راخوشي شول. دوی دواړه پوليسو د فرورۍ په پنځمه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې د شپاړسو نورو غړو سره هغه مهال ونيول چې په لورالاي کې د وژل شوي ملګري ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې خلاف يې مظاهره کوله.
د بلوچستان د کورنيوو چارو صوبايي وزير ضيا الله لانګو د فرورۍ په اتلسمه مشال راډيو ته وويل د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ پروژې امنيت يې په ښه توګه ساتلی دی او د سعودي عرب د پانګې ساتلو ته هم تيار دي.