بروکنګز: نوی افغانستان به په اوربند او له طالبانو سره په معاملې ولاړ وي
د بروکنګز خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې نوی افغانستان به په اوربند او له طالبانو سره په معاملې ولاړ وي.
د بروکنګز خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې نوی افغانستان به په اوربند او له طالبانو سره په معاملې ولاړ وي.
د اروپا د بشري حقونو محکمې په دوو جلا قضیو کې فرانسه او یونان له ماشومانو سره د بد چلند له کبله جریمه کړي. دې محکمې پرون په خپل حکم کې فرانسې ته امر وکړ چې هغه افغان زلمي ته چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې ۶ میاشتې د کالې Calais د کډوالو په کمپ کې تېرې کړې پنځلس زره یورو تاوان ورکړي. د جمیل خان په نوم دا هلک هغه مهال ۱۲ کلن و او په کالي کمپ کې اوسېده چې حکومت د دې کمپ د ویجاړولو امر وکړ. هغه مهال د فرانسې یوې محکمې حکم هم کړی و چې باید د دې ماشوم ساتنه وشي، خو د ایالت چارواکو دا امر نه و، عملي کړی. Читать дальше...
په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا شنبې د ایرلنډ پر وړاندې خپله دوهمه یو ورځنی لوبه وکړي. افغان لوبډلې پرون خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه په پنځو ویکټو له ایرلنډ څخه وګټله. بیټینګ ایرلنډ پیل کړ، په ۴۲ اوورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او د افغانستان لوبدلې ته یې د ۱۶۲ منډو هدف ورکړ. افغان لوبډله په ۴۲ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسېده او لوبه یې وګټله. د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د لوبو لړۍ چې درې شل اووریزې او پنځه یو ورځنۍ مسابقې او همدا راز یوه ټېسټ لوبه پهکې ده،... Читать дальше...
په پام کې ده چې په قطر کې د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې له یوې دوه ورځنۍ وقفې وروسته سبا شنبې بیا پیل شي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د دې خبرو مشري کوي پرون پر ټویټر په یو پیغام کې د تېرو درېیو ورځو خبرې ګټورې بللي او وايي چې دوی د تفاهم او بالاخره سولې پر لور ټکني، خو استوار ګامونه اخلي. خلیلزاد زیاتوي چې دواړه لوري به د دې دوه ورځنۍ وقفې پر مهال په خپلو کې سلا مشورې وکړي. هغه همدا راز یادونه کړې چې په قطر کې له روانو خبرو... Читать дальше...
ولسمشر اشرف غني پرون یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني. ښاغلي غني په کابل کې د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو د ستاینې په غونډه کې وویل، د جګړې شرعي جواز نشته او طالبان باید د نړیوالو ترڅنګ له افغان حکومت سره خبرې وکړي: "پر طالبانو غږ کوم چې د افغانستان ولس ته یو دلیل ووایئ چې ستاسو جګړه مشروع ده. د څه لپاره جنګېږئ، د چا په مقابل کې جنګېږئ؟ د ملي وحدت حکومت لکه چې ژمنه کړې وه، تاسو ته شرایط برابر کړل چې له نړۍ سره او له موږ سره وغږېږئ." افغان ولسمشر دا څرګندونې په... Читать дальше...
درې پولیس سرتېري د چهارشنبې ورځې په ماښام د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په اوږدو کې د طالبانو لهخوا وژل شوي او یو بل ټپي دی. د هرات امنیه قوماندان جنرال امینالله امرخېل ازادي راډیو ته وویل، پېښه هغه مهال وشوه چې د طالبانو یوې ۱۵ کسیزې ډلې، پر لویه لاره د پولیسو پر امنیتي پوستې حمله وکړه. نوموړی وايي، پهدې حمله کې د طالبانو دوه وسلهوال هم وژل شوي دي. ښاغلی امرخېل زیاتوي چې دا حمله د کهسان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال پلان کړې وه. وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
ټاکل شوې چې د کابل د پروسې درېيمه غونډه په نژدې راتلونکي کې په کابل کې جوړه شي.
شمالي کوریا وايي چې د دې هېواد مشر کېم جونګ اون د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې پر خپل هېواد د ټولو لګول شویو بندیزونو د لغو کېدو غوښتنه نهده کړې او یوازې د ځینو بندیزونو لغو کېدل غواړي. له دې مخکې ولسمشر ټرمپ ویلي و چې د بندیزونو مسئله د ده او کېم په خبرو کې د خنډ اصلي ټکی و. د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ري هونګ هو پرون په هانوې کې خبریالانو ته وویل، که امریکا په مشخص ډول هغه بندیزونه چې پر ملکي وګړو، په تېره د عامو خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کوي، لغو کړي نو هېواد به یې په یونګ... Читать дальше...
اروپايي ټولنې له ترکیې سره د هغې پروژې د تمویل تړون لاسلیک کړ چې په عملي کېدو سره یې له استانبوله د اروپايي ټولنې د غړي هېواد بلغاریا پولي ته د چټک اورګاډي پټلۍ رغول کېږي. د اروپايي کمیسیون مرستیال مشر ایرکي کاتاینین Jyrki Katainen پرون د ترکیې د ماليې له وزیر برات البَیرخي Berat Albayrakhe سره په استانبول کې په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، اروپايي ټولنه له دې پروژې سره ۲۷۵ میلیونه یورو مرسته کوي. د دې پروژې ټول لګښت شاوخوا یو میلیارد یورو اټکل شوی دی. ترکیه له نژدې دوو لسیزو راهیسې په اروپايي... Читать дальше...
اروپايي ټولنه له ترکیې سره د بلغاریا ترسرحده د چټک اورګاډي د پروژې په رغونه کې مرسته کوي.